
لمړۍ برخه
ژورنالست: انجنیر صاحب محمد امین کریم، د حزب اسلامي افغانستان د سولې په تړاو د مرکچي پلاوي مشر، ډېره مننه کوو چې مونږ ته مو موکه راکړه تر څو درسره مرکه وکړو؟
محمد امین کریم: له تاسو څخه هم مننه کوم چې مونږ ته مو وخت راکړ تر څو له خپلو هېوادوالو سره د زړه خواله وکړو.
ژورنالست: ښاغلی کریم کابو لس ځلې د حزب اسلامي پلاوی د افغانستان له دولت سره د سولې او خبرو اترو له پاره کابل ته راغی، خو په هر ځل له ماتې سره مخ شو، ولې؟
محمد امین کریم: بسم الله الرحمان الرحیم، و به نستعین
له تاسو نه بیا هم مننه کوم چې مونږ ته مو دا موکه برابره کړه، تر څو د هېواد په مهمو قضایاوو او دریځونو خبرې وکړو. لمړی خپلو شریفو هېوادولو ته د زړه له کومي سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کوم. ډېره مهمه پوښتنه مو وکړه، حقیقت دا دی چې حزب اسلامي افغانستان تل ددې په هڅه کې و او دی ترڅو مونږ وکولی شو د هېواد قضیه د خبرو اترو او سولییزې لارې حل کړو. په همدې منظور یې د شپږ اوو کلونو راهیسې لدې کبله چې شرایط یې د تل پاتې سولې له پاره تر یوه بریده مساعد لیدلي؛ خپل هیئتونه په خپل نوښت په ازادانه ډول دولت ته رالېږلي دي چې په ۲۰۱۰ م کال کې یې زه هم د لمړني پلاوي غړی وم. خو له بده مرغه د وخت حکومت او چارواکو د خپل ځان له پاره د تلپاتې سولې رامنځته کېدلو شرایط مساعد نه لیدل. له بده مرغه شپږ کاله نور هم په جګړو او وینه تویولو واوښتل، خو دا ځل کم تر کمه مونږ هیله من یو چې دولت به د حزب اسلامي د سولې وړاندیز ته د هېواد د لوړو ګټو د خونديتوب په موخه مثبت ځواب ووایي. دولت دا ځل په خپله حزب اسلامي ته د سولې د خبرو پیلولو وړاندیز کړی.
ژورنالست: له حزب اسلامي سره د سولې په پروسه کې مو د حامد کرزي او ښاغلي اشرف غني ترمنځ په سیاستونو کې څه توپیر ولید؟
محمد امین کریم: له ښاغلي اشرف غني سره مو چې له مخکې هم ناستې شوې دي، په هېواد کې مو د سولې راوستو له پاره او د ملي حاکمیت د ټینګښت له پاره د حزب اسلامي راتګ ته تر یوه بریده لېواله ومونده. دا په دې معنا نه ده چې ښاغلی کرزی په دې چاره کې بیخي پاتې وبولو، بلکه د هغه سره چاپېر ځینو کورنیو او بهرنیو کړیو ددې مخه نیوله چې د سولې له پاره ګړندي او رښتیني ګامونه واخیستل شي.
ژورنالست: دقیقأ هغه حلقې چې د ښاغلي کرزي په شاوخوا کې وې، د حزب اسلامي غړي وو، لکه د هغه د دفتر رئیس، یو شمېر وزیران، او والیان؟!
محمد امین کریم: تاسو د یوه سیاسي خبریال په صفت حتمأ د حزب اسلامي مرامنامه مطالعه کړې ده، څرنګه چې حزب اسلامي د هېواد له پخوانیو ګوندونو څخه دی؛ د دغه حزب هغه غړي یا یې هغه محدوده کتله چې په انفرادي ډول په نظام کې جذب شوي دي؛ هغه افراد دي چې د خپلو ذاتي وړتیاوو او شخصي اندونو له مخې د نظام برخه ګرځېدلي دي. مونږ یې هغه کسان چې د افغانانو د ملي حاکمیت او قانونمند نظام د رامنځته کولو له پاره مبارزه کوي؛ چې ځینې د خپل فکر، قلم، او یا په نظام کې د خلکو له پاره په رښتیني خدمت کولو، او یا دا چې د ظلم، استبداد او اشغال په وړاندې یې د مبارزې له پاره اقدام کړی، د حزب اسلامي سره یې متعهد او وفادار بولو. خو ځینې هغه دي چې په هېواد کې رامنځ ته شوي ظلم او استبداد په وړاندې یې د خپل لوړ همت لرلو له مخې د نظامي مبارزې لاره خپله کړې.
مونږ هر څوک چې په هره معنا خپلو لوړو موخو ته لکه قانونمند اسلامي نظام، ازادۍ او ټولنیز عدالت ته ژمن وي او مبارزه کوي حتی که په رسمي یا غیر رسمي ډول د حزب غړیتوب وهم نلري د اسلامي نهضت غړي بولو، او هر هغه څوک چې د اشغال او ظلم د غښتلتیا له پاره کار کوي؛ که په هره جامه کې وي؛ د اسلامي نهضت، سولې او ثبات دښمن یې بولو.
ژورنالست: ښاغلی کریم، تاسو وویل، هغه چا چې لوړ همت لاره، نظامي لاره یې خپله کړې، له دې څخه ستاسو منظور څه دی؟
محمد امین کریم: منظور مې هغه څوک دي چې په هېواد او هېوادوالو باندې د ظلم او تېري په وړاندې یې په خپل ځان کې دا وړتیا لرله او لوړو همتونو یې مؤثرې مبارزې ته هڅول؛ او په پایله کې یې نظامي مقابلې ته مخه کړې.
ژورنالست: دقیقأ کوم وخت؟
محمد امین کریم: له هغه وخته چې د اسلامي شریعت، نړیوالو قوانینو، او افغاني کلتور له مخې زمونږ هېواد اشغال شوی.
ژورنالست: ستاسو منظور پخوانی شوروي اتحاد دی؟
محمد امین کریم: پخوانی شوروي اتحاد د ۱۹ مې مېلادي پېړۍ په ۹۰ او ۸۰ یمو لسیزو کې او د امریکا متحده ایالات د یویشتمې پېړۍ په لمړۍ لسیزه کې.
ژورنالست: ښاغلی کریم، د ډېرو په اند حزب اسلامي د منازعې غوښتنې په ډول په وده کې و؟
محمد امین کریم: طبیعي ده چې د افغانستان د اسلامي نهضت سیالان او دښمنان به دا ډول تورونه په دغه سپېڅلي بهیر پسې تړي، خو واقعیتونو او د ټولنې د عیني تجروبو له مخې دا د درواغو له ادعا پرته بل څه نه دي.
ژورنالست: خو فکر نه کوئ چې دا د خلکو خبرې دي؟
محمد امین کریم: نه، د خلکو خبره سوله ده، د خلکو خبره ازادي ده او د خلکو خبره د هېواد ازادي ده، او په دقیق ډول دا هغه آرمانونه او ارزښتونه دي چې حزب اسلامي ورته په بشپړ ډول ژمن دی، او زه فکر نه کوم چې د ازادي، استقلال او ملي حاکمیت غوښتنه دې منازعه طلبي وي.
ژورنالست: ښاغلی کریم، د داوود خان له حکومته نیولې تر نني پورې چې تاسو ورسره د سولې په مزاکراتو بوخت یاست؛ لس حکومتونه وو، ولسمشران یې لرل، او لس بېل بېل نظامونه یې وو؛ خو حزب اسلامي له هر یوه سره په لانجو اخته دی، ولې؟
محمد امین کریم: ستاسو د پوښتنې ځواب د حزب اسلامي افغاستان په مرامنامه کې نغښتی. هغه توپیر او تمایز چې د حزب اسلامي افغانستان او د هېواد د نورو سیاسي ډلو ترمنځ دی، دا دی چې حزب اسلامي یو هدف محور تحریک دی. زمونږ هدف، په وار وار تکراروم چې د یو قانونمند اسلامي نظام رامنځته کول دي. تاسو ددغه لسو سردمدارانو چې نومونه مو واخیستل؛ د یوه یې راته ووایئ چې په هېواد کې یې د یوه مشروع او قانوني اسلامي نظام بنسټ اېښی وي؟!
ژورنالست: خو له همدغو هر یوه پلویان له ځان سره لرل؟
محمد امین کریم: طبعتأ، هر نظام یو شمېر پلویان لري، حتی مستبدینو او اشغالګرو هم خپل پلویان لرل، چې محدود وو او متحرک هم وو. زمونږ غوښتنه د یو قانونمند نظام رامنځته کول دي چې په بشپړ ډول د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې حاکمیت ولري. که څوک ادعا لري چې داسې یو نظام په افغانستان کې و او شته، مهرباني د وکړي داسې نظام او چارواکي دې راته وښیي.
ژورنالست: خو څه شی ددې باعث شوي چې د لسو ولسمشرانو لس برنامې د خلکو په باور د حزب نه دي خوښې شوې؟! ټول ورسره جوړ راشي، بس یوازې حزب اسلامي په مخالف لوري کې ودرېږي؟
محمد امین کریم: وګورئ، لمړی خو د خلق دیموکراتیک نظام چې په هېواد کې د کمونست رژیم په نامه شهرت لري؛ په ټولنیزه اجماع سره د حزب اسلامي په ګډون ټول افغان ولس یې مخالف و، چې لله الحمد حزب اسلامي په دې چاره کې یوازې نه و، له هغه نه وړاندې هم چې یو کودتایي رژیم و او مطلق استبداد حاکم و؛ طبعأ چې ددغه ولس هدفمند او سرلاري ځواکونه یې مقابلې ته راووتل.
ژورنالست: ښاغلی اشرف غني تاسو ته په کوم امتیاز قایل شوی دی؟ او څه ځانګړنه لري؟
محمد امین کریم: ښاغلی اشرف غني په هېڅ امتیاز چاته قایل شوی نه دی، او حزب اسلامي هم د امتیاز غوښتونکی نه دی، مونږ په هېواد کې د یوه قانونمند، ملي او عادلانه حکومت غوښتنه لرو.
ژورنالست: دقیقأ، د حکومت نوم یې وحدت ملي دی؟
محمد امین کریم: په نوم هو! په نوم په رښتیا هم د ملي وحدت حکومت دی.
ژورنالست: په ذات کې څه دی؟
محمد امین کریم: په ذات کې د ددو ټاکنیزو ډلو ترمنځ یو ائتلاف دی، چې تاسو یې هم د خندوونکو بنسټ شاهد یاست. که مو یاد وي دقیقأ دوه کاله وړاندې شخصأ ستا سره زما مرکه وه، کولی شې په خپل ارشیف کې یې پیدا کړې، تاسو ته مې وویل چې ټاکنې په بشپړ ډول غیر شفافې، غیر عادلانه او د امریکا د متحده ایالاتو لاسونه تر څنګلو پکې د مداخلې په نیت ننوتي وو، خو هغه کسان چې په ګردي مېز کې راسره وو، زما خبره یې نه منله، خو نن سبا هغه څوک چې په هېڅ ډول یې زمونږ خبرې نه منلې، له مجبوریته اعتراف کوي چې اوسنی حکومت د جان کیري په خوښه رامنځته شو. زه مطمئن یم چې تاسو هم په دې پوهېږئ چې ددې نظام لوړ پوړي چارواکي لاهم د ولسمشر منتخب والی او قانوني والی نه مني.
ژورنالست: هو، آیا ستاسو له نظره دقیقأ نظام نامشروع دی؟!
محمد امین کریم: هو، په نظام کې داخل خلک یې هم په نامشروعیت شاهدي وایي، نو آیا ځواب مو واضح نه دی!؟ حزب اسلامي د هېواد اوسنی حاکم نظام په ټولنه کې د یو عیني واقعیت په څېر مني، او حاضر دی چې د هېواد د لوړو ګټو ساتلو، او د یو پراخ ملي یوالي د رامنځته کېدو په موخه د اتحاد او اتفاق لاس ور اوږد کړي څو افغان ولس وکولی شي د راروانو خطرناکو ګواښونو او د بهرنیانو د پېچیده او سیمییزو لاسوهنو مخه ونیسي، او افغان مظلوم ولس چې ترټولو لویه قرباني ورکوونکی ولس دی له دغې لویې ظالمانه لوبې چې د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، ایران، ترکیې، سعودي عربستان، او پاکستان په لاره اچولې په یوالي، همپذیرۍ او ټولنیز ګډون سره راووځي.
ژورنالست: ښاغلی کریم، د ۱۳۹۳ هـ ش کال په ټاکنو کې چې کله تاسو د ولسمشرۍ د ټاکنو یوه نوماند انجنیر قطب الدین هلال ویاند وئ، زمونږ سره مو د ګردي مېز په بحث کې ګډون هم وکړ؛ اوس ښاغلی هلال د ولسمشر سلاکار دی، او تاسو له یوه بل جریان نه راځئ او استازیتوب یې کوئ، دا په څه معنا دي؟
محمد امین کریم: ستاسو د پوښتنې د اصلاح له پاره باید عرض کړم چې په همغه ورځ مې هم چې په بحث کې درسره ګډون وکړ وویل چې زه د حزب اسلامي لخوا د یوه خپلواک کاندید په پلوۍ ګډون کوم، نه د هغه د ویاند په صفت. حزب اسلامي افغانستان په هغه وخت کې د یوه خپلواک کاندید چې ښاغلی هلال و ملاتړ کاوه.
ژورنالست: آیا حزب اسلامي اوس هم د ښاغلي هلال ملاتړ کوي؟
محمد امین کریم: د ښاغلي هلال د نوماندۍ ملاتړ یې کاوه.
ژورنالست: اوس ښاغلی هلال د ولسمشر سلاکار دی؟
محمد امین کریم: ښاغلی قطب الدین هلال یو فرد دی. یو مدبر، عالم او مجاهد شخصیت دی، یو ګوند له یوه فرد دفاع نه کوي. مونږه هلته هم په صراحت سره په ډاګه کړې ده چې له ښاغلي هلال څخه د حزب اسلامي ملاتړ په دوو اصولو ولاړ دی. یو دا چې د ټاکنو اصل بنسټیز کړو او ووایو چې له دې سره سره چې حزب اسلامي د نظام مخالف دی باید په هېواد کې د ټاکنو په بنسټیزوالي کې برخه واخلي، ترڅنګ یې په دغه مهم اصل کې د امریکا د متحده ایالاتو لاسوهنې خلکو ته په ګوته کړي، مونږ همدا دنده په غاړه لرله او ترسره مو کړه.
ژورنالست: ښاغلی کریم، نن په یوه انټرنیټي ویبپاڼه کې لیکلي وو چې د هرات والي آصف رحیمي، د فراه والي آصف ننګ، د لوګر، خوست، بادغېس والیان، د زراعت وزیر، د اوبو او برېښنا وزیر، د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر، د عدلیې وزیر، د اجرائیه ریاست لمړی مرستیال، د ولسمشر سلاکار ښاغلی جمعه خان همدرد، د ولسمشر سلاکار ښاغلی همایون جریر، د ولسمشر سلاکار ښاغلی عبدالهادي واحدي، چې ټول حزبیان دي، نو تاسو د څه له پاره مذاکره کوئ؟
محمد امین کریم: ښاغلی همدرد هېڅ دولتي دنده نلري. مونږ د افغان ولس د حقه حقوقو د ترلاسه کولو له پاره مذاکره کوو.
ژورنالست: مګر دوی د حزب اسلامي غړي نه دي؟
محمد امین کریم: دوی هغه اشخاص دي؛ چې په اغلب ګمان سره چې یقین ته نیږدې دی ان شاالله د خپل موقعیت او مقام نه ددې بهیر له پاره مبارزه کوي.
ژورنالست: تاسو په داسې حال کې چې امریکایان اشغالګر بولئ خو دغو افرادو ته مو امریکایان تنخواوې ورکوي؟
محمد امین کریم: تاسو ته مې وړاندې عرض وکړ چې دغه افراد د حزب د پالیسۍ له مخې په دغه نظام کې کار نه کوي، بلکه د هغو شخصي وړتیاوو په آساس چې دوی یې له ځانه سره لري په نظام کې جذب شوي دي، چې د همدې مقام له لارې هم د افغانستان د خلکو د ګټو د تأمین له پاره کار کوي. د حزب اسلامي او د افغانستان د خلکو ګټې په یوه کرښه کې قرار لري.
ژورنالست: خو فکر نه کوئ چې د حزب اسلامي ګټې یو څه دي او د هېواد د خلکو ګټې بل څه؟
محمد امین کریم: نه، ابدأ داسې نه ده. د تاسو به پام شوی وي چې مونږ څو ورځې وړاندې په ډاګه وویل چې مونږ د افغانستان د خلکو د ملي حاکمیت اعاده غواړو. آیا د افغانستان خلک د ملي حاکمیت د ټینګښت سره مخالفت لري؟
ژورنالست: نه!
محمد امین کریم: مونږ ادعا وکړه چې حزب اسلامي افغانستان په هېواد کې د یوه قانونمند اسلامي نظام د ټینګښت له پاره مبارزه کوي، آیا د افغانستان خلک د یوه قانونمند اسلامي نظام د ټینګښت سره مخالفت لري؟!
ژورنالست: آيا فکر نه کوئ چې ملي حاکمیت د حزب اسلامي له لیدلوري یو شی دی، او د عامو خلکو په باور بل څه دی؟
محمد امین کریم: دا ستاسو خپل تعبیر دی.
ژورنالست: لکه چې لویه جرګه دایره شوه، او د خلکو استازو پکې له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون ته رایه ورکړه، دا بحث ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته ولاړ هلته هم د خلکو استازو پرې مثبته رایه ورکړه او ولسمشر توشیح هم کړ، خو حزب اسلامي یې مخالفت وکړ؟!
محمد امین کریم: هغه لویه جرګه یې چې جوړه کړې وه په خپله د هغه اساسي قانون د موازینو سره مخالفه وه چې په دغه هېواد کې جوړ شوی دی. بنأ هر څوک په دغه هېواد کې کولی شي چې حتی له یو ملیون کمو ډالرو په زرګونو زره خلک راغونډ کړي او د لویې جرګې نوم پرې کېږدي. د افغانستان اساسي قانون د لویې جرګې ځانګړی تعریف لري، او څه چې په هغه لویه جرګه کې واقع شول په ښکاره ډول د اساسي قانون خلاف ول. په هغه وخت کې دا مطلب هغو خلکو هم چې نن سبا په دولت کې لوړ پوړي چارواکي دي په صراحت سره واضح کړی دی.
ژورنالست: ښاغلی کریم، حزب اسلامي د افغانستان د حکومت د یو سیاسي مخالف په صفت غواړي له حکومت سره مزاکره وکړي، که نه د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو سره د یو نظامي مخالف جهت په صفت؟
محمد امین کریم: حزب اسلامي افغانستان د خپلې نظامي مبارزې له پيل نه په ښکاره ډول او په وار وار په ډاګه کړې چې د هېواد د امنیتي او انتظامي ځواکونو سره د جګړې ستراتیژي نلري، مګر په هغه صورت کې چې د حزب اسلامي نظامي ځواکونه د یادو ځواکونو تر مستقیم هدف لاندې ونیول شي، چې حزب دا په تېره پنځلس کلنه نظامي مبارزه کې په اثبات هم رسولې ده. نو مطلب ډېر واضح دی چې مونږ د دغه نظام سره په جګړه کې نه یو، البته مونږ د نظام له کړنو سره ژور سیاسي اختلافات لرو، د دغه فساد او مافیا سره چې هر څه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي؛ مونږ سخت مخالف یو، خو دا مخالفتونه کېدای شي او باید چې د سیاسي مبارزې له لارې، له منځه ولاړ شي. زمونږ نظامي مخالفت د اشغال د پای ته رسولو له پاره دی چې هغه بیا یو جلا بحث دی.
ژورنالست: آیا حزب اسلامي نظامي غبرګون لري؟
محمد امین کریم: حزب اسلامي چې څه لرل او لري یې ټول یې د نظامي اشغال سره د مبارزې له پاره په کار اچولي.
ژورنالست: دقیقأ د څو سرتېرو حملو مسؤلیت حزب اسلامي په غاړه واخیست، په ۱۳۸۹ هـ ش کې د وزیر اکبر خان په یوه پلورنځي کې، په ۱۳۹۲ هـ ش کې په شاه شهید کې، او په ۱۳۹۳ هـ ش کې د کابل هوایي میدان په سرک باندې؟
محمد امین کریم: مونږ د هر هغه برید چې د بې ګنا خلکو د وژلو سبب شي، د خپل اعتقادي باور مخالف بولو او محکوموو یې. خو دا محکومیت یو اړخیز نه پرېږدو. که بې ګناه انسانان د سیاسي موخو له پاره وژل کېږي او د زورواکو لخوا د عام وژنې هدف ګرځي دا عمل هم محکوموو او ترورستي عمل یې بولو چې اصلأ د ترورېزم تعریف همدا دی، نو که بې ګناه انسانان د توپ، ټانک، الوتکو، بمونو او یونیفورم لرونکو ځواکونو لخوا هم وژل کېږي له ترورېزم نه یې هېڅ کم نه بولو، چې په همدې بنسټ زمونږه مظلوم ولس د ترورېزم سخت قرباني دی، په لسګونو زره، حتی سلګونو زره بې ګناه هېوادوال مو د دغه ډول ترورېزم قرباني شوي دي.
ژورنالست: ځینې حزبیان چې حزبي سابقه لري او حزب اسلامي ته متعهد هم دي د شوراګانو تحریک یې جوړ کړی دی، یو شمېر نور د حکومت چارواکي دي او تاسو چې د مذاکراتو بهیر په مخ وړئ. خلک کومه ډله د حزب اسلامي اصلي استازي وبولي؟! هغه چې په اپوزیسیون کې دي، هغوی چې په دولت کې دي او که تاسو چې غواړئ د سولې مذاکرات وکړي؟
محمد امین کریم: له دوو لورو درته عرض کوم:
لمړی عملي: حزب اسلامي افغانستان یو برحاله امیر لري، مجاهد ورور انجنیر صاحب حکمتیار یې امیر دی چې په کور دننه او بهر کې ټول پرې خبر دي، په افغانستان کې هېچا هم د مجاهد ورور حکمتیار صاحب له امارت نه انکار نه دی کړی، حتی هغه هم چې تاسو یې نومونه واخیستل، لکه شورا ګانې او نور، په دې اړه د نظر اجماع ده، ځکه نشي کېدی چې بل څه وي.
بل د تیوري له مخې: هغه څوک تاسو کولی شئ حزب اسلامي ته متعهد وبولئ او یا کم تر کمه په حزب اسلامي پورې تړلي وبولئ چې د حزب اسلامي مرامنامې او اهدافو ته ژمن وي. دلته غواړم یوه خبره ذکر کړم چې هېڅوک نشي کولی له حزب څخه څوک وباسي یا یې بیرون وبولي؛ مګر دا چې د دغه حزب مرکزي شورا یې په اړه پرېکړه وکړي. نو هغوی د انتخاب حق لري چې ځان د حزب اسلامي غړي وبولي، په ژمنه یې پابند پاتې شي او دلته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
ژورنالست: په اپوزسیون که په حکومت کې؟
محمد امین کریم: په هر ځای او مقام کې چې وي، ما د هغو اشخاصو په اړه چې په نظام کې دي، درته پوره توضیحات درکړل. کله چې دوی له سیاسي لارې د حزب مرامنامې او اهدافو ته د رسېدو له پاره مبارزه وکړي؛ هېڅ باک نلري او دا طبیعي او د تائید وړ دي.
ژورنالست: د کومو اشخاصو چې ما یې نومونه ذکر کړل، آیا دا د حکومت له اړخه د حزب اسلامي له پاره یو ځانګړی امتیاز نه دی؟
محمد امین کریم: نه، هېڅکله نه! اول خو ځینې کسان یې د ائتلاف له مخې د حکومت په چوکاټ کې راغلل، ځینې یې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره او ځینې یې له ډاکتر اشرف غني سره، چې دا چاره له حزب اسلامي افغانستان سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
ژورنالست: آیا ښاغلی حکمتیار د خپلو افرادو له پاره قدرت غواړي؟
محمد امین کریم: نه، هېڅکله نه! ما مخکې هم درته عرض وکړ چې د حزب اسلامي افغانستان توپیر او تمایز له نورو سیاسي ډلو او احزابو سره په دې کې دی چې حزب اسلامي هدف محور دی. مونږ د خپلو سپېڅلو اسلامي او ملي موخو له پاره مبارزه کوو، نه د قدرت لپاره. که د حزب اسلامي افغانستان هدف قدرت ترلاسه کول وای د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو ډېر او لمړی حزب اسلامي ته مراجعه کړې ده.
ژورنالست: په څه معنا؟
محمد امین کریم: په دقیق ډول د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر په ۱۳ مه نېټه یعنې په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې له پېښې دوه ورځې وروسته لمړۍ مرجع چې امریکا یې دروازه وټکوله حزب اسلامي افغانستان و، او هغوی پر دې باورمن وو چې یوازې حزب اسلامي کولی شي له روانې وضعې سره مقابله وکړي او قدرت په لاس کې واخلي.
ژورنالست: په دغه وخت کې خو حزب اسلامي په مقاومت کې نه و؟
محمد امین کریم: له چا سره په مقاومت کې؟
ژورنالست: د طالبانو په وړاندې په روان مقاومت کې حزب برخمن نه و!؟
محمد امین کریم: په دغه وخت کې چې په افغانستان کې کومه جګړه روانه وه د حزب اسلامي په باور هغه د ګاونډیانو جګړییزه سیالي او نیابتي جګړه وه، چې دوام یې په بشپړ ډول د حزب اسلامي له لوري مردود و.
ژورنالست: نو کوم نظام هغه وخت حاکم و؟ د طالبانو نظام؟
محمد امین کریم: د جګړې، وېرې او تاوتریخوالي نظام.
ژورنالست: اما د حزب اسلامي په باور؟
محمد امین کریم: تړلی او وابسته.
ژورنالست: د حزب اسلامي له لیدلوري باید هغه وخت کوم ډول نظام حاکم وای؟
محمد امین کریم: په هغه وخت کې، په اوسني وخت کې او هم په راتلونکي کې باید داسې نظام حاکم شي چې د خلکو له رایو راټوکېدلی وي، له دې نه چې وایو د خلکو په خوښه نظام رامنځته شي زمونږ مطلب دا دی چې د افغانانو په خوښه د رڼو او عادلانه ټاکنو په بنسټ او د بهرنیو لاسوهنو او فشارونو پرته د خلکو د آرمانونو او غوښتنو په بنسټ یو نظام رامنځته شي.
ژورنالست: د ملي امنیت پخواني رئیس ښاغلي امرالله صالح ویلي چې له حزب اسلامي سره مزاکره په معنا د سوځېدلو مهرو سره مزاکره ده؟
محمد امین کریم: که چیرې همداسې وي نو بیا ښاغلی امرالله صالح په دې خبره ولې تم کېږي، هرکله چې له حزب اسلامي سره د مزاکراتو خبره کېږي، ښاغلی صالح په ډېره چټکۍ سره خپل غبرګون ښیي؟! د څه شي نه په وېره کې دی؟! د سولې د منځ ته راتللو سره په افغانستان کې په یوې ځانګړې ډلې پورې تړلو عناصرو او افرادو دښمني، دې سولې څخه د هغوی د وېرې او په وحشت کې لوېدلو نښه ده.
ژورنالست: په ځواب کې یې تاسو څه وایئ؟
محمد امین کریم: د قدرت د انحصارولو له هڅو نه د بالاخره لاس واخلي، پرې د ږدي چې افغان ولس نور په سوله او آرامۍ کې ژوند وکړي، پرې د ږدي چې د یو بین الافغاني تفاهم له مخې، په ګډون د هغې ډلې چې دی یې استازیتوب کوي، یا یې د یوې څانګې استازیتوب کوي، د یوه بین الافغاني تفاهم په ترڅ کې، نه د ائتلاف له مخې؛ د ټولو افغانانو له پاره د هېواد لوړې ملي ګټې تعریف کړو او د خوندیتوب او دفاع له پاره یې په یوه مثبته، سالمه او سیاسي سیالۍ کې روان شو.
ادامه لري ...