له خورشید تلویزیون سره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر انجنیر محمد امین کریم د مرکې دوهمه برخه

انجنیر محمد امین کریم

 
ژورنالست: ایا تاسو د افغانستان حکومت یا هېواد د امریکایانو لخوا اشغال شوی بولئ؟
محمد امین کریم: له دریو سوو زرو زیاتو رسمي او غیررسمي بهرنیو او اجنبي ځواکونو موجودیت په پرتله د شاوخوا لسو زرو دا ډول ځواکونو حضور، نه یوازې د شمېر له مخې لوی توپیر دی بلکې یو مشهود کیفي توپیر هم لري. مونږ نه تنها باورمن یو چې د بهرنیانو وروستی پوځي هم باید زمونږ له پاکې خاورې ووځي، بلکه دا د دې ملت حق دی. اما غواړو چې په ملي پیوستون، یوالي او د نظام د ټینګښت په بنسټ هغه مزل ته ورسېږو چې بهرنیو پوځونو ته هېڅ ډول اړتیا پاتې نه شي. مونږ د هېواد د بشپړې خپلواکۍ ترلاسه کولو له پاره پر خپل دریځ د پخوا په څېر ټینګ ولاړ یو، او دا هغه چاره ده چې په هېڅ ډول ترې مخ نه اړوو.
ژورنالست: نو ترڅو چې دا ډول شرایط رامنځته کېږي، باید بهرني پوځونه دلته حضور ولري؟!
محمد امین کریم: باید د افغانستان د خلکو ملي حاکمیت ته احترام وشي، او د یوه معقول مهالوېش له مخې په داسې ډول چې هم بهرني پوځونه وکولی شي ووځي او هم د افغانستان نظام په بشپړ ډول ددې جوګه شي چې د خپل استحکام او په خپلو پښو درېدو له پاره ګړندي ګامونه واخلي. زمونږ هڅې په دې راټولې دي او له دې زیاتې نه دي.
ژورنالست: دا موضوع مو د سولې عالي شورا او افغان ولسمشر ښاغلي اشرف غني سره هم مطرح کړې ده چې په هر ډول شرایطو چې وي تاسو د بهرنیانو له نظامي حضور سره مخالف یاست؟
محمد امین کریم: ایا په نړې کې به داسې څوک وي، یوازې په افغانستان کې نه وایم؛ چې د حزب اسلامي افغانستان ددغه دریځ نه بې خبره وي!؟ البته نه!
ژورنالست: خو امریکایان د نړۍ په ۱۳۹ هېوادونو کې نظامي اډې لري، حتی په سعودي عربستان کې هم چې ویل کیږي د اسلامي نړۍ رهبري نن سبا په غاړه لري، امریکایان په کې نظامي حضور او اډې لري، ایا دا څرنګه ده چې سعودي عربستان اشغال نه دی، ترکیه اشغال نه ده، پاکستان اشغال نه دی؛ افغانستان اشغال دی؟ ایا مونږ باید په افغانستان کې د اسلامي نړۍ د جهادیانو استازي واوسو؟
محمد امین کریم: نه خیر! تاسو نړیوال شرایط ناسم تعبیروئ! ترکومه بریده چې زه معلومات لرم په سعودي عربستان کې امریکایي الوتکې د خلکو په بمباردونو نه دي بوختې، په ترکیه کې امریکایي عسکر له خپلې اډې څخه په نظامي جامه کې د راوتلو حق نلري، په افغانستان کې خلک د امریکایي الوتکو د بمونو له کبله وسوځېدل او سوځي.
ژورنالست: نو که افغانستان اشغال دی، پاکستان هم دی؟ د شمسي په اډه کې امریکایي نظامیان پراته وو!
محمد امین کریم: د پاکستان په اړه خبر نه یم، ما تاسو ته وویل چې پاکستان د امریکا نیږدې ملاتړی دی.
ژورنالست: پاکستان د حزب اسلامي سره څنګه دی؟
محمد امین کریم: پاکستان له حزب اسلامي سره په تېره یوه لسیزه کې حتی یوه کوچنۍ مرسته هم نه ده کړې، که یې کړې وای، شونې وه چې حزب اسلامي به په نظامي او لوجستیکي برخو کې اوس په ډېر لوړ مقام کې وو.
ژورنالست: د ایرانیانو سره څنګه یاست؟
محمد امین کریم: مونږ له ایرانیانو سره هېڅ ډول تعلق او اړیکې نلرو.
ژورنالست: نو د کومو هېوادونو سره اړیکې لرئ؟
محمد امین کریم: مونږ له مختلفو هېوادونو سره سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې لرو، خو له هېڅ یوه هېواد څخه مو مادي او تسلیحاتي ملاتړ نه دی شوی، او غوښتنه مو هم نه ده کړې، په داسې حال کې چې د افغان ولس دا حق و چې د ښکاره تیري او اشغال په مقابل کې یې ملاتړ شوی وای.
ژورنالست: وایي چې د حزب اسلامي اغېزمنتیا د تاریخ پاڼو ته غورځېدلې ده، ایا حقیقت لري؟
محمد امین کریم: دا ډول خبرې د حزب اسلامي دښمنان کوي، تاسو یې حتمأ د هغوی له خولې رانقلوئ! وګورئ، د یوه سیاسي جریان قدرت اصلأ په څه کې دی!؟ ایا د یو مسلمان په حیث په دې باور لرې، چې بریا له حق سره ده؟
ژورنالست: الحمدلله
محمد امین کریم: سمه ده، که د حزب اسلامي افغانستان دریځ حق وي او د حق په دفاع کې ولاړ وي!؟ پوه شئ چې د الٰهي ژمنې سره سم حق بریالی کېږي، او زمونږ تر ټولو لوی قوت د افغانستان د خلکو د حقوقو څخه په حقیقي دفاع کې دی.
ژورنالست: پوهېږو چې حق تل برحق وي، خو آیا حزب اسلامي برحق دی؟
محمد امین کریم: تاسو له ما نه مه اورئ، تاسو د حزب اسلامي مرامنامه، اهداف او کړنې مطالعه کړئ او بیا قضاوت وکړئ!
ژورنالست: تر ډېره، حق، مرامنامه نه وي، کړنې هم ارزول کېږي؟
محمد امین کریم: ما تاسو ته د حزب اسلامي د کړنو د مطالعې هم وویل، مرامنامه او کړنې دواړه ترڅېړنې لاندې ونیسئ.
ژورنالست: د بېلګې په ډول د حزب اسلامي کومه کړنه تر مطالعې لاندې ونیسو؟
محمد امین کریم: حزب اسلامي افغانستان د تاریخ او افغان ولس د شاهدۍ پر بنسټ د شلمې پېړۍ په اتیایمو کلونو کې د جهاد، هجرت او شهادت راژوندي کوونکی دی، او د نړۍ تر ټولو لوی نظامي ځواک یې د الله عزوجل په مرسته او د افغان مجاهد ولس په شهامت او شهادتونو رامنځته او رهبري کړ او د بریالیتوب تر پولې یې ورساوه. هو، نورو ډلو هم پکې برخه لرله، خو پرته له دې چې زه د حزب اسلامي د یو غړي په صفت تاسو ته ووایم، بلکه له کوم شک او مبالغې پرته حزب اسلامي د پخواني شوري اتحاد په ماتولو کې تر ټولو لوی او اغېزمن رول لوبولی دی. نو آیا دا دریځ یې برحق نه و؟!
ژورنالست: خو کله چې حزب اسلامي تر بحث لاندې نیول کېږي، صحیح ده چې د دغه حزب پلویان شته، خو ډېری خلک ددغه حزب په اړه د کورنۍ جګړې، راکټ توغول، مهاجرتونه او بې ځایه کېدل یې ذهن ته ورځي او دا څېزونه یې د خاطرو په ډول وایي، آیا تاسو ورسره موافق یاست؟
محمد امین کریم: زه دغه واقعیت درک کوم، ځکه یې درک کوم چې له دریو لسیزو راپه دېخوا او که کمونستي رژیم چې د خپلو مارکسستي افکارو له مخې یې حزب اسلامي خپل لمړنی سیال ګاڼه هم ورسره وشمېرو نو تر دریو لسیزو اوړي چې له هغه وخت نه تر نن ورځې مطبوعات د حزب اسلامي د دښمنانو په لاس کې دي. دېرش، پنځ دېرش کاله منفي تبلیغ بلاخره یو ذهنیت رامنځته کوي. خو مونږ مطمین یو چې یو وخت به حتمأ راځي چې واقعیتونه خلکو ته څرګند شي، او ځوان نسل چې د ۲۰ مې مېلادي پېړۍ په ۹۰ یمو کلونو کې ماشومان وو د عیني واقعیتونو او مستندو شواهدو له مخې خبر شي.
ژورنالست: ښاغلی کریم، په مزاکراتو او جوړجاړي کې دوه اصولي موارد وي، چې څه به ورکوې او څه به اخلې، تاسو څه غواړئ او د څه ورکولو ته حاضر یاست؟
محمد امین کریم: مونږ په هغه صورت کې په نظام کې یو ځای کېږو چې مطمین شو د هغه ظلم، استبداد او فساد سره په لوړو کیفیت مبارزه وکړی شو چې ددې هېواد په مظلوم ولس حاکم دي، او د مبارزې له پاره یې ټاکونکی او اغېزمن رول ولرو.
ژورنالست: د مثال په ډول کوم ظلم؟
محمد امین کریم: آیا هغه فساد چې افغانستان یې د نړۍ د مفسدو هېوادونو د لست په سر کې ودرولی دی، ددې مظلوم ولس په وړاندې ظلم نه دي؟! آیا ددې مظلوم ولس د دوه میلیونه انسانان په مخدره توکو روږدي کول د دغه ولس د ځوان نسل په وړاندې ظلم نه بولئ؟! آیا دا جګړه او تاوتریخوالی چې په خلکو حاکم دی، ددې ولس سره جفا او ظلم نه دی؟! زمونږ مبارزه د دې او دې ته ورته نورو ټولو مظالمو، جنایتونو او خیانتونو په وړاندې ده چې دلته د جګړې په بانه او نامه په دغه مظلوم ولس حاکمیت لري.
ژورنالست: تاسو وویل چې غواړو ټاکونکی رول ولرو، کوم ټاکونکی رول او څرنګه؟
محمد امین کریم: که په سیاسي مخالفت کې وي او یا هم د نظام په داخل کې حزب اسلامي دې ته ژمن دی چې د ټولو مفسدینو، جنایتکارانو او ظالمانو په وړاندې مبارزه وکړي، که مونږه نظام ته دننه کېږو، له دغه ټکو پرته بل هدف نلرو.
ژورنالست: آیا د دولت په چوکاټ کې به مبارزه کوئ؟
محمد امین کریم: په ټولو ممکنه بنسټونو کې، په مدني خوځښتونو، کليو، ښارونو، پلازمېنه، ولایتونو، هم په حکومت کې دننه او هم بهر به د فساد، جنایت، ظلم او استبداد په وړاندې په خپل ټول قوت سره مبارزه کوو.
ژورنالست: آیا د خلکو د قبلولو یا محبوبیت کچه مو درک کړې ده؟
محمد امین کریم: د خلکو د قبلونې او محبوبیت کچه رڼې ټاکنې دي. پرېږدئ چې په هېواد کې عادلانه، شفافې، سرتاسري او د پردیو له مداخلو پاکې ټاکنې وشي او وګورو چې د حزب اسلامي محبوبیت څومره دی، پایله یې چې هر څه وه، حزب اسلامي به یې په سر سترګو ومني.
ژورنالست: ښاغلی کریم، سره لدې چې د افغانستان نافذه قوانینو هر واجدالشرایط افغان ته هم د نوماندۍ او هم د رایه ورکونې حق ورکړی، حزب اسلامي ولې په تېرو څو ټاکننزو سیالیو کې ټاکونکی نقش نه لاره؟
محمد امین کریم: دلایل مې یې مخکې درته وویل، تر اوسه هره ټاکنیزه سیالي غیر عادلانه، غیر شفافه، او د امریکا د متحده ایالاتو په ښکاره مهندسۍ رامنځته شوې ده، چې هېڅوک له دې ادعا څخه انکار نه شي کولی.
ژورنالست: دقیقأ ۹ میاشتې ورسته به ټاکنې وشي، آیا حزب اسلامي به په کې برخه واخلي؟
محمد امین کریم: په دې هیله او هڅو چې دا ځل به ټاکنې عادلانه، رڼې او د بهرنیانو له مداخلې پاکې وي، حزب اسلامي به په پوره لېوالتیا پکې برخه واخلي.
ژورنالست: ښاغلی کریم، تاسو د امریکا او نورو بهرنیانو په وړاندې ډېر ضدیت لرئ او جدي یاست، آیا که امریکا او نور متحدین یې چې ناټو هېوادونه دي، د دولت د نظامي برخې د یوې ورځې لګښتونه ورنه کړي، نظام ړنګېږي، که د حکومت د نورو ادارو د یوې ورځې لګښت ورنه کړي ړنګېدو ته نیږدې کیږي، او کابو له ۷۰ سلنې زیاته دولتي بودیجه بهرنیان تمویلوي!؟
محمد امین کریم: دقیقأ ستاسو خبرې په ځای دي، خو عامل ددې شرایطو څوک دي؟! آیا افغانستان شل کاله وړاندې، دېرش کاله وړاندې، څلوېښت کاله وړاندې او یا پنځوس کاله وړاندې د نني وخت په پرتله ډیر په نورو پورې تړلی وه او که اوس ډیر ټړلی یا  وابسته دی؟! آیا د هېواد د تاریخ په اوږدو کې بل داسې رژیم یا نظام راښودلی شئ چې تر اوسني نظام زیات په نورو پورې تړلی؟! دا حالت هغو کسانو رامنځته کړی چې په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل دي.
ژورنالست: له داخلي کړۍ څخه مو مطلب څه او څوک دي؟
محمد امین کریم: داخلي کړیو استفاده وکړه او له دغو شرایطو یې شخصي او ډلییزې ګټې واخیستې. که د دغه نظام له پیل د اردو بنسټ د عسکري خدمت په چوکاټ کې رامنځته شوی وای، اوس به یې اجیره اردو نه لرله. مونږ غواړو داسې شرایط جوړ کړو چې د هېواد امنیتي او انتظامي ځواکونه له سلو زرو کم وي، او وکولی شو د عسکري خدمت پر مټ یې په پښو ودروو  او ۹۰ سلنه وابستګي په لمړیو دوو دریو کلونو کې له منځه یوسو، او په همدې ډول نورو خپلواکیو ته هم لاره پیدا کړو.
د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل سیاست داسې جوړ کړی دی چې ورځ تر بلې به ددې هېواد تړلتیا یا وابستګي زیاتېږي، او حتیٰ وینو چې د خیرات غوښتنې یو فرهنګ یې دود کړی. د مثال په ډول د افغانستان برېښنا پیسې باید امریکا ورکړي، که یې زړه نه و پرې کوي یې، دا رنګه د معاشاتو سیستم چې امریکا یې د تمویل لمړنۍ مرجع ده، په همدې ډول د اردو او د نظام د هرې برخې ژوره وابستګي د سقوط له جدي ګواښونو سره مخ دي. دا باید تاسو له هغو خلکو وپوښتئ چې امریکا یې د افغانستان لمړنی او اصلي دوست باله. حزب اسلامي له هېڅ هېواد سره د امریکا په ګډون ذاتي دښمني نه لري، بلکه مونږ د خپلو خلکو د رښتیني استقلال له پاره مبارزه کوو.
ژورنالست: نو تاسو دا څرنګه مشروع بولئ چې غواړئ له یوه لاسپوڅي نظام او حکومت سره مزاکرات وکړئ؟ یعنې ستاسو له نظره نظام لاسپوڅی دی!؟
محمد امین کریم: د لاسپوڅي کلیمه ما نه ده کارولې.
ژورنالست: تاسو وویل چې ددې نظام ټاکنې امریکایانو مدیریت کړې؟
محمد امین کریم: په دې کې تاسو شک ګڼئ؟ آیا تاسو په دې کې کوم شک لرئ چې امریکا په ټاکنو کې ښکاره دخالت لاره؟
ژورنالست: دقیقأ! آیا د افغانستان نظام ستاسو له نظره نامشروع یا لاسپوڅی دی؟
محمد امین کریم: د مشروعیت او لاسپوڅي والي ترمنځ توپیر شته، بالاخره په هېواد کې سره له ډېرو درغلیو ټاکنې وشوې یو کس پکې بریالی شو، پایلې یې د امریکا په خوښه اعلان نه شوې، او تاسو په جریان کې یاست چې څه موده وړاندې وروسته له دوو کلونو اعلان شوې. آیا دا عجیبه نه ده چې د یو هېواد د ولسمشرزو ټاکنو پایلې دې دوه کاله وروسته اعلان شي؟! په داسې حال کې چې همدا پایلې په همغه ورځ موجودې وې. یقینأ چې یو تاریخي او سیاسي طنز دی. آیا دا د امریکا د متحده ایالاتو ښکاره مهندسي نه ده، نو تاسو څنګه له واقعیتونو انکار کوئ!؟
ژورنالست: زه غواړم له تاسو وپوښتم چې د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ شباهت څه دی او تقابل مو په څه کې دی؟
محمد امین کریم: شباهت مو په یوه ادعا یا غوښتنه کې دی چې د افغانستان بشپړه ازادي ده، او د بهرنیو پوځونو وتل دي. که دغه شباهت یوې خواته کېږدو، حزب اسلامي د طالبانو له تحریک سره په لیدلوري، انګیرنه، د مبارزې بڼه، او ټولنیزه ټوکیدنه کې ښکاره توپیرونه لري. په پوره باور سره وایم چې د نظام په داخل کې داسې کسان شته چې د جهاد له ادرس څخه په طالبانو ځان ښه بولي، هغوی ملامتوي او غندنه یې کوي خو د کړنو له مخې د طالبانو له تحریک سره عیني او عملي ورته والی لري. هغه کسان هم چې ځانونه د دولت ساتندویان او ملاتړي ګڼي، خو په ښکاره ډول د طالبانو سره ورته والی لري.
ژورنالست: زه غواړم د څو افغان رهبرانو په اړه پوه شم، ځینې دي چې نه غواړم نومونه یې واخلم، د طالبانو په ضد شعارونه ورکوي، دقیقأ د امریکایانو سره نیژدې اړیکې هم لري، په ټاکنو کې یې ګډون هم کړی، او وایي مونږه د جهاد او مقاومت رهبري پر غاړه لرله. حزب اسلامي یې په اړه څه نظر لري؟
محمد امین کریم: ښه ده چې تاسو وویل چې دوی وایي رهبري مو په غاړه لرله، نه دا چې لري یې. ځینې خلک مدعي دي چې د افغانستان په جهاد کې مو ونډه لږ یا ډېره لرله کولی شو د پخوانیو مجاهدینو په ډله کې یې وشمېرو، خو له کلیمو سره لوبې جفا ده. جهاد نوم نه دی بلکه یو صفت دی، څوک چې جهاد کوي مجاهد دی، څوک یې چې نه کوي مجاهد نه دی. یا دا چې جهاد کومه ټاپه نه ده چې د چا په تندي وه مجاهد دی او که نه وه نه دی، شاید ځینو یې پخوا جهاد کړی وي خو اوس مجاهدین ورته نه شو ویلی، او په عقلي او منطقي لحاظ ددې حق نه لري چې ځان ته مجاهد ووایي.
ژورنالست: زما له پاره ګېچ کوونکې ده، د ښاغلي غني له هغه حکومت سره مزاکره کوئ چې ستاسو له نظره د خلکو د رایو پر بنسټ نه دی رامنځته شوی.
محمد امین کریم: تاسو زما خبرې غلطې مه تعبیروئ! ما درته وویل چې له ټولو ستونزو سره سره ټاکنې وشوې، او پایلې یې ټولو ته ښکاره وې چې څه دي، خو د امریکا متحده ایالات یې مانع شول چې پایلې اعلان شي، نو د لاسپوڅي او نامشروع کلیمې تاسو ورته کاروئ، زه درته په ټاکنو کې د امریکا څرګندو لاسوهنو او په ټولنه کې د رامنځته شوو ستونزو یادونه کوم.
ژورنالست: د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د مزاکراتو په وړاندې خنډونه څه دي؟ او څومره هیله مند یاست چې هغه هدف چې تاسو ځانته ټاکلی دی ورسېږئ؟
محمد امین کریم: مونږ الحمدلله د اسلامي نهضت له پیل نه تر اوسه خپل هدف ته ژمن یو، خپل هدف ته د رسېدو له پاره له هېڅ ډول قربانۍ نه په شا کېږو، او د حزب اسلامي د کړنو تاریخ دا په ثبوت رسولې ده. تاسو حتمأ پوهېږئ چې د حزب اسلامي د شهیدانو شمېره د اوسنیو سیاسي ګوندونو د لوی ترین ګوند د غړو له شمېرې څخه لوړه ده. په ځوانانو کې، یا هم په افغان کورنیو کې به داسې کور نه وي چې یو کس یا ټول کور یې د حزب غړیتوب نه وي ترلاسه کړی. نو دا یو افغانستان شموله حزب دی، او د پاکو شهیدانو په وینو به د پخوا په څېر خپل منزل ته لاره لنډوي. دا چې مبارزه به یې څه ډول بیروني انعکاس ولري، دا بیا د زماني او مکاني شرایطو له مخې ټاکل کېږي.
ژورنالست: د طالبانو د تحریک له ړنګېدو وروسته حزب اسلامي څه وخت د افغانستان په عدلیې وزارت کې ثبت شوی دی؟
محمد امین کریم: ما اورېدلي دي چې یو شمېرو وروڼو په عدلیې وزارت کې د حزب اسلامي په نامه ګوند ثبت کړی دی، په داسې حال کې چې ټول نړیوال او په ځانګړي ډول افغانان خبر دي چې حزب اسلامي له پخوا نه موجود دی، او همدا نن سبا وینئ چې د افغانستان دولت د حزب اسلامي افغانستان سره په خبرو بوخت دی. هغو وروڼو چې د حزب اسلامي په نامه کوم څه ثبت کړي دي، خپل مجبوریتونه یې وو، خو یقینأ چې ددغه لوی، سرتاسري او افغانستان شموله ګوند چې حزب اسلامي افغانستان دی د تضعیف په موخه یې یوه سیاسي پرېکړه او هڅه وه.
ژورنالست: آیا د ښاغلي حکمتیار او ولسمشر اشرف غني ترمنځ تلیفوني اړیکې شته؟
محمد امین کریم: نه، هېڅګله نه! مجاهد ورور حکمتیار له هغه وخته چې په افغانستان کې حضور لري، له هېچا سره هېڅ ډول تلیفوني اړیکې نه دي لرلې.
ژورنالست: تاسو چې د ښاغلي حکمتیار له اړخه د مرکچي پلاوي مشر یاست، څه غواړئ ترڅو خلکو ته څرګند شي؟
محمد امین کریم: زه د حزب اسلامي افغانستان له لوري د مجاهد ورور حکمتیار تر امارت لاندې د سولې د مرکچي پلاوي مشر یم. زمونږ پلاوی له دولت سره د افغانستان د خلکو د حقه حقوقو د ترلاسه کولو له پاره په مزاکره بوخت دی.
ژورنالست: د وروستۍ پوښتنې له پاره مو غواړم وپوښتم چې ستاسو د مرکو او غوښتنو له مخې تاسو په هېواد کې اسلامي نظام غواړئ. د افغانستان د اساسي قانون په یوه ماده کې ویل شوي دي چې د حکومت نوم جمهوري اسلامي افغانستان دی، له دې ها خوا څه غواړئ؟
محمد امین کریم: یقینأ زمونږ غوښتنه په هېواد کې اسلامي نظام رامنځته کول دي! ستاسو د پوښتنې په ځواب کې چې له نامه ها خوا څه غواړئ، مونږ د اسلام د سپېڅلي دین اوامر او احکام عملي کول غواړو!
ژورنالست: آیا اوس اسلامي ارزښتونه نه عملي کېږي؟
محمد امین کریم: تاسو د یوه ځوان او په دغه هېواد کې د یوه اوسېدونکي په حیث، زما نه ښه قضاوت کولی شې چې دغه نظام په کوم اړخ کې او په کومه کړنه کې د اسلام د مقدس دین سره سم عمل کړی او کوي یې.
ژورنالست: مننه ښاغلی محمد امین کریم چې مونږ ته مو وخت راکړ.
محمد امین کریم: له تاسو نه هم مننه کوم چې مونږ ته مو موکه برابره کړه څو له خپلو هېوادوالو سره د زړه خواله وکړو.
پای