دخوښۍ مرکزي جامع جومات

 
خوښۍ ولسوالۍ چې دلوګرمرکزپل علم په شل کیلومټري؛ دشمال ختیځ لورې ته موقعیت لري، ښکلې سیمه او دره ده، چې خلک يي په بزګري، سوداګري، بڼوالي، ښوونې او روزنې او په نورو برخوکې بوخت دي ، یاده  ولسوالۍ دتاریخ په اوږدو کې؛  لرغونې ځایونه، سیمې او آبدې لري. چې دهغې له ډلې څخه یو تاریخي مرکزي جامع جومات دی، چې دغه جومات  دولسوالۍ په مرکز کې جوړشوی، چې  د ۸۵ کالو څخه زیات لرغونتیا اوقدامت لري،دغه جومات دخاور اوخښتو څخه په ۵۰۰ مټره مربع ځمکې کې جوړ ، چې اوږدوالې يي ۹۰ مټره او پلنوالې يي ۱۵ مټره دی.  ددې جومات په منځ کې اته دخښتو پايې(ستنې) د چت د کلکوالې په موخه کارول شوي. ددې تاریخې جومات محراب هم په ډیرښایسته  ډول چې په کې دقرانکریم یوڅومبارک آیتونه  په ښکلې لیک  سره لیکل شوي هم دي.  دجومات بهر برنډه شته، چې د دوبې په موسم کې دخوښۍ ولسوالۍ اوسیدونکي  دلمونځ کولو په موخه ګټه ورځنې اخیستلی شي. ددغې تاریخي جومات دانګړ ځمکه درې جریبه ده، چې اوسمهال پکې د میوه لرونکي اوغیرې میوه لرونکي ونې په کې کینول شویدي. په دې تاریخي جامع جومات کې په یو وخت کې د ۸۰۰ تنو لمونځ کوونکو دځایدو وړتیا  لري. دغه جومات دوه  منارونه چې اوږدوالې يی کابو څلورومټرو ته رسیږي اویاد  جومات ته يي ښکلا وربښلې ده.
انجنیر عبدالشکور دخوښي ولسوالۍ یوتن مخور دیاد  جومات په اړه داسې وویل:  دغه مسجد د۸۵  کلونو تاریخي قدامت لرونکی جومات د ه، چې دخوښۍ ولسوالۍ د لرغونې اوتاریخي جوماتونو څخه ګڼل کیږي، چې دخوښۍ ولسوالۍ وګړي دجمعې او اخترونو د ورځې لمونځونه اداء کوي.  ده وویل:  ددې مسجد ترڅنګ یو بل نوی جومات چې دیوې نیمې بسوې ځمکې پر سر رغوول شوی دخوښۍ ولسوالۍ نږدې وګړي دژمې په موسم کې  دهوا دیخوالې  له امله  په دې جومات کې  خپل لمونځونه اداء کوي.. عبدالشکور ؛ دجومات دبیا رغونې او خرابوالې په اړه وویل، دغه جومات دوه ځلې دخلکو په مرسته ځینې تخریب شوي ځایونه او درنګ ورکولو په موخه  ترمیم  شوی. عبدالشکور دچت دلرګیو دخرابوالې لامل يي دهوا د رطوبت له کبله یو ډول کوچني حشرې چې د (وینا) په نوم یادیږي دچت لرګي يي څه ناڅه تخریب کړي دي. انجنیر عبدالشکور دجومات دساتنې اوبیا رغاونې په هکله داسې څرګندونې وکړې: « که چیرته دولت ددې مسجد په رغاونې اوبیا جوړونې کې خپلې مرستې وکړي، ددې سیمې خلک دا هوډ(تصمیم) لري، چې دغه مسجد په خپل څرنګوالې پاتې اوترڅنګ يي بل مسجد ورغول شي. » ددې مسجد مؤذن  آغا ګل  وویل: په دې تاریخي مسجدکې دخوښۍ ولسوالۍ داهل تشیع او اهل تسنن خلک بې له کوم نفاق او تعصب سره ټولیږي خپل لمونځونه اداء کوي. هغه زیاته کړه، چې دولت او دولسوالۍ خلک باید دداسې تاریخي ځایونو په ساتلو کې زیاته پاملرنه وکړي، ترڅو زمونږ ملي شتمنۍ او لرغونې ځایونه  په پوره توګه خوندي او زمونږ نوې زیږندو(نسلونو) لپاره تاریخ پاتې شي.
داطلاعاتواوفرهنګ ریاست دتاریخي آبداتو مدیرجلات خان سرخابي؛  دتاریخي سیمو، آبدو اوآرام ځایونو دساتلو او پاملرنې په اړه داسې وویل: « لوګرولایت کې تاریخي آبدې، سیمې او لرغونې ځایونه شتون لري، چې دهغې په ساتنه کې دفزیکي عواملو په وړاندې باید جدي پاملرنه وشي. که چیرته دیاد شوو تاریخ لرونکي آبدو ته پاملرنه ونه شي دغه تاریخي آبدې ( لرغونې ځایونه)  دوخت په تیریدو سره به له منځه ولاړې شي.
سرخابي زیاته کړه، داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست، دګرځندوی آمریت او دتاریخي آبداتو مدیریت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت، دګرځندوی ریاست او قومي مشرانو څخه غوښتنه داده، چې د تاریخي سیمو، آرام ځایونو او دلرغونې ځایونو په ساتنه اوپاملرنه کې د تاریخي آبداتو له مدیریت سره همکاری او مرسته وکړي . هغه  وویل: ، په لوګرولایت کې تاریخي آبدې  داسلامي دورې له تاریخي آبداتو څخه ګڼل کیږي. چې لوګري ولس باید ددغو لرغونو ځایونو  ساتنه او ورته زیاته پاملرنه وکړي.»
پاتې دنه وي، چې  په لوګر او دیا ولایت په ولسوالیوکې زیاتې لرغونې سیمې،ځایونه او آبدې  شتون لري. چې دولت او ځايی  مسؤلین دهغو په ساتنه اوپاملرنه کې خپلې هڅې نورهم ګړندي کړي، ترڅو زمونږملي فرهنګ نورهم غښتلي  شي.
ترتیب کوونکی : شیرمحمدامیني ستانکزی