دخوست ښارشنې ساحې له شخصي او حکومتي غصبه وژغورئ !

دخوست ښارشنې ساحې له شخصي او حکومتي غصبه وژغورئ !
له هغې ورځې چې عبدالبصیر محمدي د خوست ښاروال په توګه وټاکل شو ، له خوست ښاریانو ، مدني فعالانو ، فرهنګیانو او خبریالانو پر وړاندې یې داسې وویل : (( ما نه غوښتل چې خوست ښاروال وټاکل شم خو دا چې خوست والي محترم حکم خان حبیبي مې نظریاتي ملګری او شخصي انډیوال دی ، د ده په ډیر ټینګار سره مې دا دنده ومنله خو زه ژمنه کوم چې په خپله دنده کې به غفلت ، خیانت او اداري فساد و نه کړم ، که کوم مقام را باندې فشار راوړ زه به مقاومت کوم او بالاخره به خوستوالو ته مراجعه کوم او استعفا به وړاندې کوم )) .
خو د هغو وعدو سره سره خوست ښاروال درګرده اخته دی شنې ساحې د تیلو پمپونو او نورو شخصي کاروباریانو ته په قراداد ورکوي او په شنو ساحو کې یې د رهایشي او نورو ودانیو د جوړیدو لپاره پلانونه جوړ کړي او د خوست ولایت مقام او نورو مافیایي کړیو په ملاتړ،  په ډیرې بې صبرۍ سره هڅې کوي چې خپلترتیب کړي پلانونه هر څومره ژر چې کیږي د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت له لارې منظور کړي .
ځینو باخبره سرچینو خوست تربیون ته دا هم ویلي چې د خوست ولایتي شورا وکیلانو ، په ملي شورا کې د خوست ځینو استازو ، د خوست ځینو متنفذو مشرانو او یو شمیر دیني عالمانو ته یې مخکې له مخکې د خولو بندولو لپاره ، هر یوه ته له پنځو څخه تر شلو پورې نمرې منلې دي . په خوست ښار کې دیوې نمرې ځمکې بیه په اوسط ډول دیرش زره امریکایي ډالره ده .
دا چې خوست ښار د پراختیا او پرمختیا پر لوري روان دی ، ترانزیټي لاره پرې راماتیدونکې ده ، هوایي ډګر یې جوړیږي ، برښنا ورته را روانه ده ، صناعتي پارکونه ( دتولیداتو کارخانې او فابریکې ) پکې پرانستل کیږي ، پوهنتونونه لري او لا نور به هم پکې جوړشي ، معارف یې د لا نورې ودې په حال کې ده ، د جنوب ختیزو ولایتونو حتی د درست افغانستان او تر پولې پورې غاړې سیمو پر یو لوی سوداګریز مرکز بدلیدونکی دی ، د سیمې هیوادونو د ارتباط او وصل مهمه کړۍ او موقعیت دی او ...... نورو اغیزمنتیاو او اهمیت ته په پام به خوست ښار په راتلونکو دریو لسیزو کې د کندهار ، مزار ، جلال اباد او هرات په څیر پراخ او لوی ښار وي .
د هیواد د بیلابیلو ولایتونو ګڼې کورنۍ به دلته استوګن شي ، هره ورځ به زرګونه کورني او بهرني میلمانه ، سوداګر او جوپې جوپې ځوانان خوست ته تګ راتګ کوي ، چې انشاالله دا هیلې په غوړیدو دي .
نو د خوست ښار د یوداسې عملي کیدونکي او محسوسیدونکي زرغون تصور لپاره تر ټولو د مخه په کار ده او حتمي ده چې خوست ښار باید ډیر او پراخ تفریح ځایونه ، پارکونه او پراخې شنې ساحې ولري . دا مهال خوست ښار د دغې حیاتي ضرورت د پوره کولو لپاره یواځې یوه ساحه لري چې هغه هم د متون بابا غونډۍ په امتداد ، شمال او غرب لوري ته پرتې غونډۍ ، د غونډیو لمنې او پیڅې پیلمې دي .
او یاده ساحه د خوست ښاري پراختیا لپاره په ستراتیژیک پلان کې هم شنه ساحه ثبت ده .
نو زموږ غوښتنه د خوست له ولایتي ادارې ، مدني فعالانو ، رښتینو قومي مشرانو ، دیني عالمانو ، د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت او دملي وحدت حکومت له مشرانو دا ده چې د خوست ښار په شنو ساحو کې د رهایشي او نورو ودانیزو پلانونو د تطبیق مخنیوی وکړي او په خوست ښار کې نورې شنې ساحې هم د قراردادونو او نورو پلانونو په نوم له شخصي او حکومتي غصب او تالان څخه وژغوري .
د خوست ښار د پراختیا او د خوست ښاریانو د اوسیدو او سوداګریزو چارو لپاره ډیرې ځمکې شته چې پلانونه پکې تطبیق کیدی شي او غصب شوي ځمکې هم شته چې خوست ښاوالي ولایتي اداره یې باید د ښار د پراختیا لپاره د غاصبینو له منګولو خلاصه کړي .
په درنښت
خوست تربیون