خوست ښاروال ته د خوستوالو عرض

په ملي شورا کې د خوست ولایت درنو استازو ته !
خوست ښاروال ته مو لاندې عریضه څو ځلې د خپل وال له لارې وړاندې کړې ده ، هیله ده چې اجراات به پکې وکړي . دا دی له تاسو سره یې هم شریکوو تر څو یې قانونآ د ښاري پراختیا وزارت او نورو با صلاحیته ادارو سره شریکه کړئ چې د خوست ښار د شنې ساحې د شخصي او حکومتي تالان مخه ونیسي . عریضه داسې ده:
(( د خوست ښاریانو د عرض پاڼه .
د خوست محترم ښاروال صیب !
له کومې ورځې چې تاسو د خوست ښاروال په حیث ټاکل شوي یاست ښه روان یئ . کارونه مو ورځ تربلې ښه کیږي او هیله ده چې خوست ښار به کرار کرار رونق پیدا کړي او په رښتینې معنا به د ښار بڼه غوره کړي .
ستاسو درانه حضور ته خوست ښاریان په لاندې توګه خپل عرض وړاندې کوي :
دا چې خوست ښار د پراختیا او پرمختیا پر لوري روان دی ، ترانزیټي لاره پرې راماتیدونکې ده ، هوایي ډګر یې جوړیږي ، برښنا ورته را روانه ده ، صناعتي پارکونه ( دتولیداتو کارخانې او فابریکې ) پکې پرانستل کیږي ، پوهنتونونه لري او لا نور به هم پکې جوړشي ، معارف یې د لا نورې ودې په حال کې ده ، د جنوب ختیزو ولایتونو حتی د درست افغانستان او تر پولې پورې غاړې سیمو پر یو لوی سوداګریز مرکز بدلیدونکی دی ، د سیمې هیوادونو د ارتباط او وصل مهمه کړۍ او موقعیت دی او ...... نورو اغیزمنتیاو او اهمیت ته په پام به خوست ښار په راتلونکو دریو لسیزو کې د کندهار ، مزار ، جلال اباد او هرات په څیر پراخ او لوی ښار وي .
د هیواد د بیلابیلو ولایتونو ګڼې کورنۍ به دلته استوګن شي ، هره ورځ به زرګونه کورني او بهرني میلمانه ، سوداګر او جوپې جوپې ځوانان خوست ته تګ راتګ کوي ، چې انشاالله دا هیلې په غوړیدو دي .
نو زموږ عرض ستاسو درانه حضور ته دا دی :
د خوست ښار د یوداسې عملي کیدونکي او محسوسیدونکي زرغون تصور لپاره تر ټولو د مخه په کار ده او حتمي ده چې خوست ښار باید ډیر او پراخ تفریح ځایونه ، پارکونه او پراخې شنې ساحې ولري . دا مهال خوست ښار د دغې حیاتي ضرورت د پوره کولو لپاره یواځې یوه ساحه لري چې هغه هم د متون بابا غونډۍ په امتداد ، شمال او غرب لوري ته پرتې غونډۍ ، د غونډیو لمنې او پیڅې پیلمې دي .
موږ د خوست ښاریان خبر شوي یو چې خوست ښاروالي ، د خوست ولایت مقام سره په تفاهم داسې پلان لري چې د خوست ښار یاده ( شنه) ساحه کې رهایشي کورونه او نور تاسیسات توزیع او جوړ کړي ، که چیرې رښتیا هم خوست ښاروالي داسې پلان لري موږ ورته عرض کوو چې د خوست ښار د روښانه راتلونکي او جدي اړتیا په خاطر دې له دې کاره صرف نظر وکړي ، که د خوست ولایت مقام یا نورې ادارې پرې ټینګار کوي هغوی ته دې ، دښاري اړتیاو او د ښار د راتلونکي انکشاف د اهمیت پر منطق قناعت ورکړي چې له دا ډول زړه تنګوونکو سپارښتنو او غوښتنو صرف نظر وکړي .
موږ باور لرو چې که خوست ښاروال په دې اړه غوڅ ، منطقي ، مسلکي او د ښاروالۍ د رسوماتو مطابق دریځ غوره کړي ، هیڅ حکومتي مقام به ورباندې غیر قانوني فشار را نه وړي .
په احترام)) .
خوست تربیون