
له ناچاپې ټولګې (نن سپوږمۍ نکل وايی) څخه:
موږ د اشنا د خولې د ښکلي موسکا ناز وړى دى
د مينې مرګ رانه د ژونــد د تار شهباز وړى دى
د اسمانونو عالمونه پرې خبرې کـــــــــــــــــــوي
لنډو ساګانو مو اشنا د ديــــــــــــدن راز وړى دى
د ساقي خونه ورانه شــــــــــــوي نشه تللي له مل
د ښکلو سترګو کرامــــــاتو ترې اعجاز وړى دى
چوپه خوله ناسته کــــــې توپان د ليونتوب الوزي
مه کړه په دغه د محـــــــــمود عقل اياز وړى دى
د بدرنګيو سمندر کـــــــــــــــې يې کښتي ډوبه ده
له مين يار د رنګين ژوند سامان او ساز وړى دى
کابل-جمالمېنه، ٢٠/٢/١٣٩١ ل ل