
موږ افغانان د دنیا په خوشالیو کې یوازې یوه خوشالي لرو، هغه هم د کرکټ خوشالي ده، زه خپله د کرکټ دومره شوقي نه یم خو چې کله د ګران افغانستان لوبه وي، نو بیا یې د زړه په سترګو ډیره په شوق ګورم کرکټ ډېره عجیبه او خوندوره لوبه ده که یوه نفر په یاده لوبه کې ښه منډې یا څو نفر پرله پسې اوټ کړي په لکونه او ملیونونه خلکو په شونډو خندا زرغونه کړي څو ورځې مخکې د هندوستان او پاکستان لوبه وه، پاکستان مقابلې لوبډلې ته ټرګیټ کیښود. خو چې کله د هندوستان لوبغاړي میدان ته د پاکستان کړیو منډو دفاع ته را ووتل د هندوستان مشهور لوبغاړی ویرات کولي توپ وهنې ته تر وروستیو شیبو پورې ودریدو یوازې یو کولي د هندوستان په ملیونونه خلکو ته ډېره خوشالي او د پاکستان چټې پیغلو ته یې ژړا وربښله.
زموږ اتلان هم د چا نه کم نه دي خو لږه خو لري ... هغه بې حوصلګي ده زموږ لوبغاړي ډیر بې حوصله دي هر وخت کوښښ کوي چې لوړ شاټونه ووهي چې له دې امله ناکام پاتې کیږي، کرکټ د چانس لوبه نه ده بلکې فکري لوبه ده زموږ لوبغاړو ته باید اروايي کورسونه کرکټ بورډ جوړ کړي تر څو چې په نړیوالو لوبو کې فکری لوبه وکړي نه احساساتي.
بیګا د هندوستان او بنګلدیش لوبه وه بنګلدیش ولې کټلي لوبه وبلله ؟ زما په فکر ځکه یې وبلله چې بنګلدیش احساساتي او هندوستان فکري لوبه وکړه بنګلدیش ته په درو توپونه دوه منډې پاتې وې هغه یې هم ونه شوې کړی ځکه بنګلدیش لوبغاړو د لوړو شاټونو هڅه کوله غوښتل یې چې هندوستان ته زر ټاکلی هدف پوره کړي خو و یې نه شول کولای که بنګلدیش لږ د خپل فکر نه کار اخستی وای هیڅ کله هندوستان لوبه ترې نشوه کټلي ګني په درو توپونه دوه منډي هیڅ نه وې.
زموږ لوبغاړي هم تل د بنګالي لوبغاړو غوندې ژر وار خطا کیږي او هر وخت ګټلي لوبې پړ ټیمونه ور نه وګټي که زموږ ملی ټیم ته کرکټ بورډ اروایي کورسونه جوړ کړي زه په پوره ډاډ سره ویلی شم چې زموږ اتلان به ډیر ویاړونه راوړي خو چې فکریې جوړ شي .
ځکه زموږ هیواد څو لسیزو جګړو ځپلی دی ډېر خلک یې اروایي ستونزې لري خلکو ته روانې جګړې ډیرې ستونزې پیدا کړي دی دا ستونزې زموږ په لوبغاړو هم تاثیر اچولی شي کیدای شي زموږ په لوبډله کې داسې لوبغاړی هم وي چې دغه سپیرې جګړې ځپلې وي څوک چې اصطراب ځپلې وي هغه یو کار هم په بریالېتوب سره نشي تر سره کولي.