حکمتیارصاحب سوله مني

 
د انجینرګلبدین حکمتیار په مشري حزب اسلامي جهادي تنظیم د افغان حکومت له لوري وسله والو مخالفینو سره د خبرو او سولې د تامین په موخه د سولې په مذاکراتو کې ګډون کوي او سولې ته غاړه ږدي. که خدای کول وطن ته به سوله راستنه شي، ځکه د حزب اسلامي اجرائیه شورا غړیوڅه موده وړاندې په پاکستان کې له افغان سفیر ښاغلي ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال سره وکتل. وروسته یې یو دوه کسیز پلاوی د خبرو لپاره پلازمېنې کابل ته را استولی دی چې د سولې له عالي شورا سره یې مخامخ خبرې کړې دي. . دا یو ګټور او بختور ګام او اقدام دی.
د سولې له بهیر سره د حکمتیار صاحب او د دوی د پلویانو یو ځای کېدل څو ګټې لري. لومړۍ ګټه خو یې داده چې د افغان دښمنه رسنیو، تحلیل ګرانو، افرادو، ګروپونو، ډلو او ټپلو هغه تبلیغات به دروغ او بې مانا ثابت شي چې ویل یې افغان سوله نتیجه نه ورکوي او دا یې یوه بې ځایه هڅه بلله.
بله ګټه یې داده هغوی چې د جهاد ټېکه داران یې له ځانه جوړ کړي او په دې نوم له حکومت څخه مقامونه، منصبونه او امتیازونه اخلي هغوی به نور کرار په خپل ځای کېني، ځکه حکمتیار هغه څوک وو چې په افغانستان کې یې لومړی جهاد پیل کړ او لا هم د جهاد په نوم د هېواد په غرو او درو کې د بهرنیانو پر ضد جنګېده.  دوی لا له اوله سره اعلان کړی وو چې په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باید برید ونشي او نه هم دولتي تاسیسات ونړول شي.
د سولې د بهیر له لارې له حکومت سره د حکمتیار صاحب د یو ځایوالي بله ګټه داده چې د حزب اسلامي په نوم بېلابېل دوکانونه چې وحیدالله سباوون، جمعه خان همدرد، عبدالهادي ارغندیوال، انجینر محمد خان، فاروق وردګ او نور یې مشري کوي، دا ټول سیاسي دوکانونه به ورسره وتړل شي او د حکمتیار صاحب په موجودیت کې به دغه سیاسي دوکانداران کرار په خپلو ځایونو کېني.
د حکمتیار صاحب د راتګ بله لویه ګټه داده چې د طالبانو لپاره به یوه لاره او منډ جوړ شي، که هغوی ته رښتیاني هم ځانونه افغانان معلومېږي او په افغانستان او افغانانو یې زړه درد کوي، نو د ښاغلي حکمتیار په څېر به نور خپل وسله وال مخالفت ته د پای ټکی کېږدي او خپلې هغه ستونزې، ګیلې او شکایتونه چې له حکومت، مسوولینو، چارواکو او هر چا څخه یې لري، نو د سولې د عالي شورا له مشرتابه سره به یې یاد او مطرح کړي او دا د هغوی مسوولیت دی چې د دوی ستونزو ته د حل مناسبې لارې ولټوي او هغوی دېته وهڅوي چې د حکومت پر ضد وسله وال مخالفت او د افغانانو سره غیر معقوله دښمني نوره پایته ورسوي.
حکمتیار صاحب چې د حکومت تر څنګ ودرېده، نو معلومدار چې له دې سره د حکومت ملا نوره هم قوي کېږي او همدارنګه د ولس او په ځانګړي ډول د حزب اسلامي د پلویانو په زړونو کې د حکومت محبوبیت زیاتېږي. د ولس او حکومت تر منځ شته واټنونه له منځه ځي او بله مهمه دا چې د ښاغلي حکمتیار او د ده د پلویانو او ملګرو له پوهې، تجربو او وړتیاو څخه به دهېواد د ابادۍ ، سوکالۍ او پرمختګ لپاره ګټه واخیستل شي.
لنډه چې د سولې له بهیر سره د ښاغلي حکمتیار یو ځای کېدل په خپله د حکمتیار صاحب، د حکومت، د افغان ولس او همدارنګه په لویه کې د افغانستان لپاره ګڼې ښېګڼې لري، نو په دې هیله چې ژر تر ژره د سولې د عالي شورا او د حکمتیار صاحب په مشري د حزب اسلامي رهبري او پلویان موافقې ته سره ورسېږي او ډېر ژر یو بل په غېږ کې ونیسي.