د نوروز ورځ؛ د حضرت علي مړیستون او شرک

 
۱/۱/۱۳۹۵،ه،ش
مخکې له دې چې زموږ ګران هیواد ته د اسلام سپیڅلی دین راورسیږي، د افغانستان په ځینو سیمو کې د نوي کال ورځ (نوروز) د زردشت د دین د لارویانو لخوا لمانځل کیدله، نوموړي ورځ هر کال لکه د هجري قمري کال په شان تغیر کولو.
 په اسلامي هیوادونو کې د هجري قمري کلیز(جنتري)  څخه ګټه اخیستل کیدله چې له شمسي کال څخه تقریباً(۱۱) ورځې توپیر درلود، نو ځکه په هرو(۳۴) کالو کې قمري کال له لمریز کال څخه یو کال وړاندې درومي.  قمري کلیز یې ځکه بولي چې میاشت د ځمکې له کُرې څخه راتاویږي؛ له دې کبله چې قمري کال په یو ځای باندې نه ؤ ولاړ او موږ وینو چې روژه، اخترونه او نورې ورځې هر کال تغیر کوي، دغې مشکل ته جلال الدین ملکشاه سلجوقي او د ده پیاوړي لوی وزیر خواجه نظام الملک ور پام شو(۴۶۷ه،ق)، نو په اړه یې د وخت نجومیانو ته دنده وسپارله تر څو پلټنې تر سره کړي، ګمارل شويو نجومیانو وموندل چې د ځمکې کُره له لمر څخه راګرځې او یو کال څلور فصله؛ ۳۶۵، ورځې؛ ۵، ساعته؛ ۴۸، دقیقې او ۴۶ ثانیې کیږي. چې په پایله کې یې لیږدیز لمریز کلیز رامنځ ته کړ، نو له دې کبله یې لمریز کال بولي او د وري(حمل) لومړۍ ورځ یې(نوروز) ونوموله.
د قمري او لمریز کلیزونو د پېل نیټه د محمد(ص) د هجرت څخه پېل کیږي چې له مکې څخه یې مدینې ته هجرت کړی دی، د یادولو ده چې د دواړه کلیزونو یادونه د قرآن کریم په انعام او رحمن سورتونو کې هم شوي ده.
فَالِقُ الْإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿٦: ٩٦﴾
ژباړه: «هغه(الله) د شپې پرده څیروي، سهار راباسي. او شپه یې د آرام کولو وخت ګرځولی دی. لمر او سپوږمۍ یې د حساب وسیله ګرځولي دي، دا ټولې د هغه ستر قدرت او علم لرونکې ټاکلي اندازې دي». (انعام: ۹۶)
الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ﴿٥٥: ٥﴾
ژباړه: «لمر او سپوږمۍ د یو حساب پابند دي».(رحمن: ۵)
 
له پورته معلوماتو څخه پوهیږو چې د وري(حمل) میاشتې لومړۍ ورځ د هجري شمسي کال د پېل ورځ ده چې د سلجوقي پاچا جلال الدین ملکشاه لخوا رامنځ ته شوي ده او د زردشتیانو په دینې ورځو او یا نورو ادیانو پورې کومه اړه نه لري او نه کومه دینې جنبه نه لري، دا ورځ یوازې د خلکو پر دودونو پورې تړاؤ لري، پوهیږو چې هر ملت د نوي کال ورځې لري خو له بده مرغه چې د نوروز ورځ یو شمېر خلکو دیني بڼه ورکړي ده  چې د هیواد په ځینو سیمو کې په ځانګړي توګه د بلخ په ولایت کې د حضرت علي تش په نوم د (سخي) په زیارت باندې خلک راټولیږي او له هغه څخه داسې غوښتنې کوي چې هغه غوښتنې یوازې د الله تعالَی څخه غوښتل کیږي ژاړي او زارۍ ورته کوي په داسې حال کې چې د حضرت علي مړی په هغه زیارت کې نشته خدای ښه پوهیږي چې په هغه زیارت کې به څوک او څه وي او کنه.
 د مسلمانانو شعیه او سني ټول پوهان سره متفق دي چې د حضرت علي مړیستون د عراق دنجف په ښار کې دی، په ځینو ناموثقو کتابونو کې لکل شوي دي چې د امویانو له ویرې یې د حضرت علي مړی پټ کړی ؤ او د حضرت علي له مرګ څخه ډېر کالونه وروسته د امام جعفر صادق په زمانه د حضرت علي مړي یې له عراق څخه د بلخ د خواجه خیران کلي ته راوړی دی چې په هغه وخت د نن ورځې په شان نه الوتکي او نه د نن په شان نقلیه وسایل وو. مسلمانانو ته ښکاره ده چې حضرت علي په رڼا وزځ د روژې په اوولسمه نيټه په ناڅاپي ډول په مسجد کې د یوه ترهګر عبدالرحمن بن ملجم لخوا په هغه زهرو لړلي توره باندې ووهل شو، چې له امله یې سخت ټپي شو او وروسته د روژې په ١٩ نيټه د ٦٣ کالو په عمر شهید شو، د حضرت علي د وصيت سره سم د ده قاتل د حضرت حسن (رض) له خوا د تورې په يوه ګوزار باندې ووهل شو، ځکه چې حضرت علي يې يوه توره وهلى وو، د حضرت علي د خلافت دوره څلور کاله نهه مياشتې او څو ورځې وه او د ده جسد د عراق په نجف کې خاورو ته وسپارل شو.
دا ډول خلک چې د حضرت علي تش په نوم مړیستون څخه دا شان غوښتنې کوي لکه خدای ته چې سوال کوي له یوې خوا په نه بخښل کیدونکي ګناه شرک باندې اخته دي بلکه د حضرت علي روح یې هم ناآرامه کړی دی، په دې اړه لویو څېړنو او پلتنو ته اړتیا شته چې باید وڅېړل شي خو د اوس لپاره په همدې لنډه لیکنه باندې بسنه کوو هیله چې د لوستونکو د پام وړ وګرځي