دوه پاچاهان، د کابل په بالاحصار او ارګ کې؛ تاریخې شالید(پسمنظر)

 
۲۳/۷/۱۳۹۵،ل،ل
په ۱۸۱۸،زیږدیز کال کې، هغه مهال چې د تیمورشاه زوی شاه محمود، خپل لوی وزیر فتح خان، ړوند او بیا یې په کړاؤ او بې رحمۍ سره وواژه، وزیرفتح خان(۲۱) وروڼه درلودل، چې یو شمېر یې د لوی افغانستان په ځینو ولایاتونو کې والیان وو او د خپل ورور د غچ اخیستلو په موخه، د کابل پر لور وخوځیدل، چې له دوی څخه یو هم سردارمحمدعظیم خان چې د کشمیر والي ؤ، کابل ته یې خپل ورور سردار دوست محمدخان ولیږه، دوست محمدخان چې پېښور ته راورسید، په پېښور کې یې د تیمورشاه زوی، شهزاده ایوب چې یو کمزوری شهزاده ؤ، د افغانستان د پاچا په توګه اعلان کړ او چې کابل ته ورسید، د شاه محمود له لمسي، جهانګیر، چې د کابل حاکم ؤ، د ده له مرستیال، عطامحمدخان سره یې په یو پټ جوړجاړي کې کابل ونیو، سردار دوست محمدخان په کابل کې د تیمورشاه یو بل زوی، شهزاده سلطان علي، چې هغه هم د شهزاده ایوب په شان کمزوری او نوم ورکی شهزاده ؤ، د پاچا په توګه اعلان او ځان یې د هغه وزیر کړ. (میرغلام محمد غبار؛ افغانستان در مسیر تاریخ ،۵۱۰ مخ)
لږه موده وروسته، سردار محمدعظیم خان له کشمیر څخه پېښور ته راغی او بیا له (ایوبشاه سره یو ځای) کابل ته راورسید، نوموړي، د کابل په بالاحصار کې د ځان لخوا ایوب شاه، د پاچا په توګه ونوماوه. (احمدعلي کهزاد؛ افغان میړني او تاریخي پېښې، ۵۹،مخ)
دغه دوه سدوزي پاچاهان چې دواړه وروڼه وو، د دوو محمدزیو وروڼو لاس پوڅي او د کابل په بالاحصار کې په دوو ودانیو کې څنګ په څنګ اوسیدل، تش په نوم پاچاهان وو، څه واک او اختیار یې نه درلود، ریښتنی واک او لښکر له دوست محمدخان او محمدعظیم خان سره ؤ، دغه دوه پاچاهان یوازې یو بل ته د دسیسو په جوړولو باندې لګیا وو، دوست محمدخان چې د سلطان عليشاه لوی وزیر ؤ، د شاه محمود او د هغه له زوی کامران سره په غزني کې په جګړو باندې لګیا ؤ، د کابل په بالاحصار کې د دغو دوو تنو سدوزیو پاچاهانو او دوو تنو محمدزیو سردارانو تر منځ د واک پر سر باندې ډول ډول پټې او ښکاره ناندرۍ او توطیې روانې وې، تر څو یو تن له منځه وباسي چې له دې کبله د هیواد اداره ور څخه پاتې وه او نه خو د هیواد د ساتلو په غم کې وو، نو ځکه سکانو د لوی افغانستان ډېرې سیمې لاندې کړې.
یو کال وروسته(۱۸۱۹،ز) کې سطان عليشاه د محمدعظیم خان لخوا د پاچاهۍ څخه لیرې کړای شو او دوست محمدخان یې هم له وزارت څخه وشړلو، سردارمحمدعظیم خان له ایوب شاه سره ژمنه کړي وه چې، که خپل رقیب پاچا له منځه یوسي نو دی به هم خپل ورور دوست محمدخان ووژني، په دې بنسټ د سلطان علي شاه د وژلو لپاره د ایوب شاه زوی اسماعیل، د شپې په پای کې د سلطان علیشاه د خوب کوټې ته ورغی او خپل کاکا او د پلار رقیب پاچا یې ووژلو... خو سردار عظیم خان، د ایوب شاه د تینګار سره سره، خپل ورور دوست محمدخان مړ نه کړ. (احمد علي کهزاد؛ بالاحصار کابل، ۴۰۶مخ)
په پای کې ایوب شاه د محمدزیو سردارانو، پردل خان او مهردل خان لخوا د کابل په بالاحصار کې اسیر او زوی یې اسماعیل ووژل شو... د ایوب شاه څخه یې د پاچاهۍ کالي وایستل او زاړه کالي یې ور واغوستل، د کابل په کوڅو کې یې وګرځولو او د خلکو پر وړاندې یې مسخره کړ او بیا د رشوت په بدل کې، له بنده خوشی شو او د سکانو پنجابي حکومت ته ورتسلیم شو. (احمدعلي کهزاد؛ بالاحصار کابل،۴۱۲ مخ)
د کابل په بالاحصار کې د سدوزیو غبرګو پاچاهانو د له منځه تلو څخه وروسته، لوی افغانستان د محمدزیو وروڼو په منځ کي ووېشل شو... کله چې د افغانستان بهرنيو دښمنانو (سکانو او انګریزانو) په افغانستان کې دا ډول ناوړه حالت ولید، نو د پنجابي حکومت، د سکانو مشر رنجیت سنګ چې د انګریزانو لخوا یې ملاتړ کیده، ورو په ورو یې اټک، پېښور او د کشمیر سیمې، د ملتان په شان له افغانستان څخه جدا کړي او په پنجاب پوري یې وتړلې. (محمدزیو سردارانو د خپل منځي مخالفتونو له کبله، ونه شول کړی، تر شلو کلونو پورې په هیواد کې یو واحد او مقتدر حکومت جوړ کړی، چې تر نن ورځې پورې د افغانستان ملت له تباهیو سره مخ دی.) (میرغلام محمد غبار؛ افغانستان در مسیر تاریخ ،۵۱۰ مخ)
دا چې لیکنه اوږده نه شي د ښاغلو او آغلو لوستونکو د ستړیا سبب ونه ګرځي، په لنډه توګه د ملی وحدت(!) نومي حکومت مشران، نږدې له دوه سوه کالو پخوانیو پاچاهانو سره پرتله کوو.(۱۸۱۸،ز= ۱۱۹۷،ل،ل)
ــ په کال(۱۸۱۸،ز) کې سردار دوست محمدخان او سردارمحمدعظیم خان د کابل په بالاحصار کې دوه تنه سدوزي شهزاده ګان، د پاچاهانو په توګه وټاکل، خو پوره(۱۹۸) کاله وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کابل په ارګ کې دوه تنه هر یو اشرف غني او عبدالله عبدالله مشران وټاکل.
ــ دواړه سدوزی پاچاهان د کابل په بالاحصار کې په دوه جدا جدا ودانیو کې اوسیدل او د یو بل پر وړاندې یې دسیسې جوړولې او د یو بل د کار مخه یې نیوله. د کابل په ارګ کې اشرف غني او عبدالله په دوه جدا جدا ودانیو کې اوسیږي او د یو بل د کار مخه نیسي، په ځانګړي توګه عبدالله د اشرف غني د کړنو پر وړاندې لوی خنډ دی.
ــ سکان، د انګریزانو لخوا تمویلیدل او د افغانستان پر ضد باندې یې استعمال کړل، د انګریزانو په دستور یې د ایوب شاه او سلطان علي شاه، له خپل منځي اختلافاتو څخه ګټه پورته کړه، د لوی افغانستان خاوره یې ورو په ورو لاندې کړه ، خو نن ورځ، وروسته له دوه پېړیو څخه طالبان، د انګریز له پاتې شونی او لاس پوڅي، پاکستان(پنجاب) لخوا د افغانستان پر وړاندې استعمالیږي.
ــ سکانو د سدوزیو د پاچاهانو د بې اتفاقیو په نتیجه کې د افغانستان خاوره ونیوله، خو طالبان د اشرف غني او عبدالله له اختلافاتو څخه ګټه پورته کوي، ورځ تر بلې مخ پر وړاندې درومي، ولسوالۍ نیسي او د ولایتونو مرکزونه تر فشار لاندې راولي.
ــ که حالت په دې ډول روان وي چې د ارګ پاچاهان(!) نه سره جوړیږي او طالبانو ته ایران او روسان د پاکستان په شان مرستې ورکړي، په پای کې به د ارګ دواړه پاچاهان د سدوزو پاچاهانو غوندې له منځه ولاړ شي او د افغانستان واک به ډول ډول بانډونو ته په لاس ورشي، د محمدزیو سردارانو په شان به هیواد په ملوک الطوایفیو باندې وویشل شي. پای