اسرائیل، د یهوه خدای، زناکاره ښځه؛ (لومړۍ برخه)

 
محمدانور(آڅړ)
۲۴/۴/۱۳۹۵
 
د یهودو په دیني کتابونو کې د اسرائیلو خدای خپل غوره کړي قوم، اسرائیلو ته ډول ډول سپکې سپورې وایي، ښکنځل کوي او د زناکارې ښځې خطاب ورته کوي، له خپل قوم څخه داسې شکایت کوي لکه له یوې زناکارې ښځې څخه چې خپل بې وسه او کمزوری میړه شاکي وي، د یهوه او د اسرائیلو قوم تر منځ اړیکې د ښځې او میړه په توګه ښودل شوي دي، چې ګواکې د اسرائیلو قوم د یهوه زناکاره ښځه او یهوه یې میړه دی، یهوه د اسرائیلو د دوستۍ تړونونه چې له آشوریانو، بابلیانو او مصریانو سره یې کړي دي، له زنا سره پرتله کوي او د بتانو عبادت هم زناکاري بولي، خو د بتانو د وداینو په څنګ کې د زناکاریو لپاره د ودانیو یادونه هم کوي، اسرائیل داسې فاحشه ښځه بولي چې له نورو بدکارو ښځو سره توپیر لري، داسې چې نورې ښځې له خپلو زانیانو څخه پیسې او ډالۍ اخلي مګر هغه خپلو فاسقانو ته پېسې او مزدوري ورکوي.
د یهودو دیني پوهانو اړونده موضوع په داسې ترتیب تفسیر کړي ده چې، د اسرائیلو زنا جنسي زنا نه ده، بلکه روحاني زنا ده، چې د اسرائیلو د قوم ارتداد یې بولي او اسرائیل د زناکارې ښځې سمبُل دی، یهوه زوم او اسرائیل د یهوه زناکاره ناوي ده.
د یهودو پوهانو کوښښ کړی دی د خپل خدای یهوه، سپکې سپورې داسې تفسیر کړي، چې له خپل ځانګړي خدای څخه ریښتنی خدای جوړ کړي، خو هر څوک چې د یهوه دا ډول څرګندونې ولولي پوهیږي چې بې له ښکنځلو څخه بله مانا نه لري او د ریښتني خدای له کلام سره هېڅکله سمون نه خوري. 
حزقیال چې اسرائیل یې خپل نبي بولي د اسرائیلو د خدای یهوه لخوا داسې وایي:
 یهوه خدای بیا له ما سره خبرې وکړې او ویې ویل: «ای خاورینه انسانه! اورشلیم له خپلو ګناهونو او خپلو کثیفو کړنو څخه خبر کړه او زما لخوا داسې ووایه: تا د کنعان په ځمکه کې نړۍ ته سترګې وغړولې، پلار دې د اموریانو له(قوم څخه) ؤ او مور دې د حیتیانو له (قوم څخه) وه(*)، کله چې نړۍ ته راغلې هېڅ چا اهمیت درنه کړ، نه یې ستا نوُم(ناف) غوڅ کړ، نه یې پریمنځلې او نه یې په روڼي سوزنۍ کې وتړلې، هیچا درته پام نه کولو او ستا په حال یې زړه سوی نه ؤ، دې ته څوک حاضر نه وو چې تا وساتي، ځکه چې په هغه ورځ چې پیدا شوې ستا څخه یې کرکه کوله، ته یې په دښته کې واچولې او هلته یې پریښودلې، کله چې زه ستا لخوا څخه تېریدلم ومې لیدلې چې پخپلو وینو کې تپیدلې، نو ومې وویل: ژوندۍ پاتې شه، ته مې لکه د دښتې د بوټي په شان وروزلې او ته لویه شوې او ښکلي پېغله شوې، تیونه دې ووتل(ښکاره شول) او ویښتان دې اوږده شول، خو لوڅه وې، څه موده وروسته(بیا) ستا له څنګه تېر شوم درته ومې کتل، دا ځل واده کولو ته تیاره وې نو خپل څادر مې درباندې واچوله او پټه مې کړې، لوړه مې وکړه او ستا سره مې د واده کولو تړون وکړ، ته زما شوې او ومې لمبولې تر څو له وینو څخه پاکه شې او غوړه مې کړې، د کتان او ریښمو نري ښکلي، ګُل دوزي کالي مې درکړل او د خز(حیوان) له پوستکي څخه جوړې شوي څپلۍ مې در په پښو کړې، ته مې په سرو سپینو باندې سمبال کړې، وښي مې ستا لاسونو ته واچول او ستا غاړې ته مې امېل واچولو، ستا پوزې ته مې پیزوان، غوږونو ته دې لښتۍ او ښکلی تاج مې ستا پر سر باندې کېښود، پدې ترتیب په سرو او سپینو زرو باندې پټه او ښکلي شوې، ښکلي د کتان او ریښمو نازک ګلدوزي کالي دې واغوستل او ښه خواړه دې وخوړل، ستا ښکلا بې مثاله وه د ملکې په شان شوې، د هغو کمالاتو له امله چې ما درکړي وو، ستا ښکلا یې پوره کړه او د ټولو قومونو د ژبې په سر شوې، خو تا فکر وکړ چې بې له ما څخه هم خپل کمال ساتلی شې، په دې بنسټ د خپلې ښکلا د اوازو له امله مسته شوې او په زناکارۍ کې ولویدلې، د یوې رنډۍ په شان د هر لاره وي په واک کې دې ځان ورکړ، هغه ښکلي رختونه، چې ما درکړي وو، د بُت تونونو د جوړولو او د فاحشه خانو د ښکلا لپاره دې وکارول، چې داسې څه هېڅ کله نه وو پېښ شوي او نه به پېښ شي، هغه سره او سپین چې ما  تا ته درکړي وو، له هغو څخه دې د سړیو مجسمې جوړې کړې او د هغو عبادت دې وکړ، له ما سره دې خیانت وکړ، هغه ګلدوزي کالي مې چې درکړي وو خپلو بتانو باندې دې واغوستل، زما بوی لرونکي غوړي دې د بتانو د عبادت لپاره وکارول، هغه اوړه، غوړي او ګبینه چې ستا د خوراک لپاره  درکړل شوي وو، د هغو(بتانو) لپاره دې نذر کړل، تر څو ستا څخه راضي شي، هغه لوڼه او زامن دې چې زما لپاره زیږولي وو، خپلو خدایانو ته دې قرباني کړل!، ایا زناکاري دې کافي نه وه چې په دا ډول جنایت دې لاس پورې کړ؟، تا زما زامن ووژل او خپلو خدایانو ته دې قرباني کړل او ودې سوځول، د زناکاریو او ګناهونو په دې ټولو کلونو کې دې یو ځل هم تېر دوران په یاد نه کړ، هغه وخت چې لوڅه وې او په خپلو وینو کې لغړیدلې، وای پر تا، وای پر تا چې، وروسته له دې ټولو شرارتونو څخه په هر ځای کې دې د بتانو او زناکاریو لپاره ودانۍ جوړې کړې او خپله ښکلا دې بې ارزښته او خواره کړه، د هر لاروي په واک کې دې ورکړه او ورځ پر ورځ فاسده شوې، د مصر له فاسدې ځمکې سره دې د یوالي تړون وکړ او هغه دې پر ټولو نورو فاسدو(کړنو) ورزیات کړ او زما د قهر اور دې لا زیات کړ، نو ځکه مې لاس اوږد کړ چې تا ته سزا درکړم او هغه توکي به له تا څخه بیرته واخلم چې ما درکړي دي، فلسطینیان چې ستا د وینو تږي دي، د دوی سره مې په جګړه کې یوازې پرېښودلې، حتَی چې دوی(فلسطینیان) هم ستا له دا ډول شرموونکي چلند څخه کرکه لري.
 له آشوریانو سره دې هم زنا وکړه، ځکه چې له دوی سره دې تړون وکړ او د دوی بتان دې ولمانځل، خو له دې ټولو سره سره  په نس مړه نه شوې، نو د بابل بتانو ته چې د پانګوالو ځمکه ده مخ کړ، خو په دې هم قانع نه شوې، ته څومره سسته اراده لرې، ستا کړنې د یوې بې حیاء فاحشې په شان دي، د هرې لارې پرسر باندې دې بت تونونه او په هره کوڅه کې دې فاحشه خانې جوړې کړي دي، خو ته د نورو فاحشو په شان په پېسو پسې نه یې، ته د داسې خاینې زناکارې ښځې غوندې یې، چې خپل میړه پریږدې د نورو سړیو غېږو ته ورځي، ستا کړنې د نورو فاحشو ښځو سره توپیر لري، فاحشې له خپلو فاسقانو څخه ډالۍ او پیسې اخلي، خو ته د ډالیو اخیستلو پرځای(دوی ته) مزدوري او رشوت ورکوې تر څو ستا سره زنا وکړي، ځکه چې تا څوک نه غواړي.» (حزقیال: ۱۶/۱-۳۴)
-----------------------------------------------------------------------
(*) اموریان او حیتیان هغه قومونه وو چې د اسرائیلو له ورتګ څخه پخوا په کنعان کې اوسیدل او اسرائیلو هغوی بت پرستان او فاسقان بلل.
په همدې تړاؤ دوهمه برخه بیا خپریږي.