ترهګر څه غواړي؟

 
ترهګر چې زموږ ګران هېواد ته یې وحشت، وژنې، ویجاړي او ناامني راوړې دوی په حقیقت کې د اسلام د نېک نامۍ او د اسلامي ارزښتونو د پالنې،  د خلکو د هوساینې او د هېواد د پرمختګ لپاره نه یوازې کومه ګټوره او عملي برنامه او پروګرام نه لري، بلکې دوی برعکس د انسانیت او بشریت دښمنان دي. دوی په حقیقت کې له بېلابېلو هېوادونو او ملتونوڅخه هغه رټل شوي او شړل شوي اشخاص دي چې د افغانستان دښمنان او په ځانګړي ډول پاکستان یې د افغانستان د حکومت او افغان ملت پر ضد کاروي.
د چین، چچن، ترکمنستان، ازبکستان، روسیې، ترکیې او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو ترهګر حتی د پاکستان د طالبانو د تحریک په ګډون د افغانستان له حکومت سره هیڅ معضله او کوم شراکت نه لري، ځکه دوی نه زموږ د هېواد دي او نه هم زموږ د عظیم ملت برخه دي، دوی که ستونزې او مشکلات لري، نو له خپلو حکومتونو او خپلو هېوادونو سره به یې لري، نو لاړ دې شي او خپلې ستونزې دې له هغوی سره یادې کړي.
لکه څنګه چې ترهګر زموږ په هېواد او ملت پورې اړه نه لري، نو له همدې امله افغان حکومت هم له دوی سره د سولې او خبرو پرځای د جګړې لاره اختیار کړې او افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مراتبو دا خبره کړې ده چې دوی به د سولې په مخامخ مذاکراتو کې یوازې له افغان طالبانو، وسله والو او مخالفانو سره د سولې خبرې وکړي، مګر له نورو ترهګرو سره به دوی د خبرو پرځای جګړې ته برتري ورکړي، ځکه له هغوی سره د خبرو اړتیا نشته او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هغو ترهګرو ډلو تر ورکاوي او نابودي پورې د هغوی پر ضد وجنګېږي.
ترهګر لکه څنګه چې په ګڼو ډلو وېشل شوي او بېلابېلو هېوادونو ته منسوب دي، نو همداسی دوی فکري یووالی او کومه ځانګړې برنامه هم نه لري، دوی د حق الزحمه یي یا اجورتي قاتلانو په څېر دي چې هر یو یې د خپلو ګټو لپاره استعمالوي. دا مهال چې ترهګر د پاکستان په ولکه کې دي نو دوی ورڅخه د افغانستان پر ضد ګټه اخلي، ځکه پاکستان غواړي چې د ترهګرو له لارې په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي او له همدې لارې افغان حکومت دېته اړ کړي چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژني او په افغانستان کې باید د پاکستان په خوښه حکومت رامنځته شي.
مګر دلته د نړۍ لویو لویو زبرځواکونو شرمېدلې ماته خوړلې، هغوی چې له منظمو وسله والو پوځونو، توپونو، طیارو، ټانکونو، وسلو او نظامي تجهیزاتو سره راغلي وو، نو د افغان مېړني ولس پر وړاندې مات شول او بېرته شرمېدلي خپلو هېوادونو ته ستانه شول، نو دغه څو تش لاسي او وحشي ترهګر به څنګه په دې وتوانېږي چې د پاکستان ناوړه او ناولې موخې دې په افغانستان کې ترلاسه کړي؟
دا بېخي له امکانه لیرې خبره ده چې پاکستان دې د ترهګرو له لارې په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت رامنځته او څه چې دوی غواړي همغه څه دې په افغانانو تحمیل کړي. افغانان د نړۍ هغه مېړنی ولس دی چې هیڅ ډول زور، فشار او تهدید ته سر نه ټیټوي، د هر فشار او تهدید پر وړاندې په مېړانه او قوت جنګېږي.
پاکستان ته ښایي چې په افغانستان کې د نړۍ د لویو زبرځواکونو له ماتې څخه د عبرت درس واخلي او د دښمني پرځای له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او دوستۍ لاره اختیار کړي. د دې لپاره دې په خپل هېواد کې د ترهګرو ځالې ویجاړې کړي، د هغوی د روزنې مرکزونه دې وتړي او ترهګر دې په افغانستان کې د ناوړه او ورانکارو فعالیتونو ترسره کولو ته نه هڅوي.