بې جوړې انسان !!!

 
مشرانو ریښتیا ویلې دي چې د انسان پیژنده سخته ده ؛ وخت سهار لس بجې وې چې د دفتر په پوړیو دوهم منزل ته پورته کیدم ؛ یو ځوان چې سپین کالي؛ښآیسته قواره ؛ اوږده ویښتان او عینکې یې په سترګو وې  په سینه یې دواړه لاسونه کیښودل ؛ سلام یې وکړ ما هم ورسره جوړ پخیر وکړ .
وخت تیریده خو دده انسان مېنه له هر چاسره دومره زیاته وه چې هر څوک یې له اخلاقو متاثیره کیده .
یوه ورځ ورسره څو شیبې ودریدم په هر موضوع چې به یې خبرې کولې نو دا نه وه چې سرسري دې پرې تیر شي ؛ بلکې هره خبره یې په شعر او د قرآن په خبره ولاړه وه .
اوریدلي مې وو چې پلانکی فلسفي غږیږي خو لا راسره داسې څوک نه وو مخامخ شوی چې زه یې فلسفي خبرې واورم دا ځوان (میرزا عنایت الله دیدار) نومیږي .
پوښتنه مې ترې وکړه چې غواړه ستا په اړه پوره پوه شم په خاکساره ژبه یې وویل ((که چا تپوس کوو، نو ورته وایه چې د جانان د در سپی دی؛ دې خبرې یې ډير حیران کړم خو ده خپله خبره اوږده کړه ژوند راباندې ډيرې لوبې وکړې .
ما خو قسم دی که ځان پېژندلی وي.د پېداېش تاریخ هم راله نه دی مالوم او دا ډېره تېره او هېره زمانه وشوه، چې نامالومه ګمنامي ګرځوم))
شل کاله پس خو راله راشه د یوسف په شانتې
 شل کاله پس خو مې په سترګو کې نظر پرېد وه
دیدار په اوس وخت په خپل سن کې هیڅ جوړه نه لري ښه شاعري او ښه لیکوالي یې زما په شان د ډيرو خلکو زړونه خپل کړي دي .
یه ابلیسه !یه سرمده!
اسرافیل په سجده نور دی
دموسی په ذات کې شوردی
ویلې شوی چرته طور دی
دا دکوم تکمیل له تندې
سمندر په چغو مست دی؟
کاېنات کچکول کې ګیردی
قلندر په چغو مست دی
دا د ود او یغوث مخ دی ؟
که سقر په چغو مست دی؟
دا دې جام دی سقراطه !
که باور په چغو مست دی؟
د بې کسو کسه دا یم!
شابه رحم دې فرمایه !
ته به (کُن)کړې نشت به شته شي
ما په دغه اثره پایه................................
په هر نظم او هر غزل یې کتاب خبرې کیدای شي لکه څنګه چې دی خپله په هرې موضوع په ساعتونو خبرې کوي دغسې یې شعرونه هم خپله خپل ځان ښایې چې څومره او څه پکې پراته دي .
ډمه مسته شوه نشه شوه
ژوند د جام په غاړه ناست و
زما هوش په زوال مست و
د ماښام په غاړه ناست و
تنانانانانا
نا
نا
نا
نا
په نړۍ کې به داسې ډير کم شاعران پیدا کړئ چئ په خپل شعر کې یې راګ کارولی وي ؛ خو دا ښیګڼه د دیدار په شاعرۍ کې شته.

ژوندکاڼی په لاس ولاړ
زه ورته غپېږمه
وایې چې ډيره سخته مبازه مې له ژوند سره کړي خو خپلو یو شمیر هیلو ته لا نه یم رسیدلی .
نوموړی اوس له شمشاد سره په دنده بوخت چې د سکالو په نامه یوه خپرونه یې له شمشاد تلویزیون نه خپریږي چې په سیمه کې ساری نه لري .
خپلې خبرې همدلته پرې کوم ځکه چې زما اصلي مقصد د دیدار د انسانیت استعداد ده .
 هغه ځوان چې باید ډيری ځوانان تر سالمه روزنه  واخلې ؛ هغه ځوان چې باید نور یې لار تعقیب کړې ولې زموږ په ټولنه کې ترې څوک ګټه نه اخلي .
ملامت تر یوه ځایه دیدار هم دی ځکه چې هغه خپل ځان په نشت حساب کړی او وایې چې زه هیڅ نه یم ؛ او یا خو دا وي چې هغه به ګمان کوي چې ځان ښودنه ونه شي .
وایې چې ښه اخلاق په ټولنه کې د انسان قدر زياتوي دا چې د دیدار قدر په هر چا زیات دی نو دې نه معلومیږي چې نوموړی ښه انسان دی .
تل د ښو انسانانو ملګري اوسئ .
اظهارالله خوشحال