انضمام الحق ښه روزونکی دی خو !

 
د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانۍ کپتان انضمام الحق د افغان ملي لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی ددې خبرې په اوریدو خوښ شوی وم؛ خو په دې ډير خفه شوی وم چې نوموړې افغانستان ته د خپل قرارداد دلاس لیک لپاره له راتګه ډډه کړې وه.
موږ د کرکټ ملې لوبډلې لپاره له نورو هیوادونو هم روزونکي راوستي دي خو کوم معاش چې کرکټ بورډ نورو روزونکو ته ورکړې له هغوې ټولو لوړ معاش یې انضمام الحق ته وټاکه؛ پوهیږۍ د نومړې معاش ۱۵۰۰۰ امریکایي ډالره ټاکل شوی او د پیسو قرار داد یې هم امضا شوی .
منم چې انضمام الحق ښه روزونکی دی منم چې هغه په خپل وخت کې ښه بیټسمین وو منم چې هغه د خپلې لوبډلې لپاره ډيرې بریاوي یې ترلاسه کړې خو په دومره معاش نه ارزي او نه موږ ورسره مؤفق یو .
جالبه خو دا ده چې کرکټ بورډ په لومړیو کې ویلې وو چې انضمام الحق یې له ازموینې ورسته په دنده ګمارلی وختې چې کرکټ بورډ دومره تکړه کسان لري چې له انضمام نه دې امتحان واخلي نو ولې همغه کس چې له دې یې امتحان اخیستی هغه په کم معاش نه مقرروي چې ده ته دومره لوړ معاش ورکوي .
د انضمام په راتګ ټول خوښ یو خو دومره معاش په کوم معیار کرکټ بورډ ورکوي منم چې پیسې زما له جیبه نه ځي خو زما د ملت پیسې خو دي کنه!
کرکټ بورډ ښه بهانه پیدا کړې وایې چې تجربه یې ډيره ده ۱۲۰ ټېسټ لوبو او ۳۸۸ يو ورځنيو سياليو کې لوبېدلی په همدې وجهې یې دومره لوړ معاش ټاکلی .
او بله دا چې په لومړنیو سیالو کې چې دی یې روزونکی وو ښه ثابت شو .
ګورئ داسې نه ده چې موږ وړانده یو او یا هم په څه نه پوهیږو په هر څه پوهیږو یوازې دی نه وو تللی ورسره زموږ د ملي لوبډلې هغه روزنکی ورسره په دې سفر کې مل وو چې د افغانستام ملي لوبډله یې تر نړیوال جامه رسولې تاج ملوک عالم یادوم .
عالم صیب هغه څوک دی چې دده په روزنه کې افغانستان ډيرې کمې سیالۍ بایللي او ډيرې زیاتې یې ګټلي دي نوموړې په خپل هیوادنۍ مینې هم سیالۍ ګټله نو دا به نه وایې چې دا د انضمام برکت نه دا د عالم صیب برکت و هغه چې کله هم له لوبډلې سره تللی نو لوبډله په خوشحالۍ هیواد ته راستنه شوې ده .
ورستۍ خبره مې ده کرکټ بورډ ژغورل غواړي کنه نو د کرکټ راتلوونکی به ښه نه وي
منم چې انضمام الحق ښه روزونکی دی خو په دومره لوړ معاش قرارداد سره یې همغږی نه یو .