
نن يو وار بیا د مجاهد په نوم امتياز اخیستونکي اسماعیل خان، د پچو په قرارداد کې اتيا ميلیونه افغانۍ وهونکي او د درې سوه بې سواده جنرالانو حکم لاسلیک کونکي بسم الله محمدي او په امريکې کې په مزو سر خو په خوب کې مجاهد انورالحق احدي د څو ناستو په لړ کې له ننه ۳۷ کاله مخکې د کب د میاشتې په ۲۴ نيټه يي د وخت د رژيم پر ضد د هرات د مجاهد ولس له قربانيو او پاڅون څخه ستاينه وکړه.
د هراتي ولس دا قرباني به تاريخ او راتلونکی نسلونه ستايي خو دوی په داسې حال کې د دوی د قربانيو ستاينه وکړه چې که چیرته همدا هراتيان، همدا پروني يو نيم ميليون شهيدان، شپږ ميليونه کډوال ، په کور کې ناست مجاهدين او په لکونو معلولین او معيوبين خبر وی چې د پروني جهاد پايله به يي ننی ذلت او در په دري وي او د دوی په نوم به امتیاز نور اخلي نو په والله باالله که يي ټک هم کړی وی ځکه موږ چې پرون کومه قربانۍ ورکړې نو نن په همدې قربانۍ باندې امتیاز هغه اخلي چې له يو نيم خطايي ډز يا ټک پرته يي والله که يوه شپه په لوږه تیره کړي وي او نه يي د کورنۍ د يو غړي پوزه هم وينې شوې که يي مرګونه وګورئ دوی په وروستیو کې په خپل منځي نښتو کې وژل شوي دي او که يي ژوندونه وګورئ د يو وران وطن د مجاهدينو دا ډول ژوند ، ښارګوټي، زرهي موټرې، د عبدالله عبدالله د اوو زرو ډالرو دريشي ګانې او د بسم الله محمدي د پچو، تيلو، دريشيو، بوټانو او... په قراردادونو کې وهنې در يادې کړئ نو دا خو نه جهاد دی نه د الله رضا.
زه به ډير مخکې نه ځم ځکه حرفوي ليکوال نه يم شونې ده د لیکنې تسلسل رانه خراب شي سيخ به خپلې موضوع ته او هغو څو ټکو ته راشم چې غواړم قلمي شخوند پرې و وهم.
په ننۍ ناسته کې اسماعيل خان او بسم الله محمدي یو وار بیا په خپلو خبرو کې د خبرداریو،تحميلي جګړې او پاکستان باندې ګذارونه وکړل خپله سي وي يي هم ددې خبرې په کولو چې باید د مجاهدينو له تجربو ګټه پورته شي بیا ځوريدلي افغان ولس ته وړاندې کړه دوی چې کله هم دا خبره کوي د دوی دا خبرې د يو نيم ميليون شهيدانو، د پلورل شوې اردو، کباړ شويو ټانګونو او الوتکو او ددې وطن پر ارزښتونو ملنډې دي،خو زه څو لنډو ټکو ته نغوته کووم:
الف: که موږ د مجاهدينو له تجربو استفاده کوو نو لږ را جوړ شوی کابل باید بیرته کنډواله شي، اتیا زره بې ګناه کابليان باید بیا و وژل شي، ناهيد رنګې ډيرې پيغلې باید بیا د مکرويانو له بلاکونو ځانونه را خطا کړي، د غني په وخت کې د ملي وحدت د شهيد عبدالعلي مزاري ډير هزاره وسله وال باید بيا د خلکو په سرونو کې ميخونه ټک وهي يا مرده بازۍ ته کينې، د افغانستان لږ را جوړه شوې ملی اردو او ملي پوليس لکه د شهيد ډاکټر نجيب الله د وخت اردو چور تالان شي، الوتکې باید بیرته پاکستان ته يو وړل شي او پر ایران او پاکستان وپلورل شي.
ب: که چیرته موږ غواړو د مجاهدينو له تجربو استفاده کوو نو باید بیا يو بل سياف، ګلبدين، مسعود،پیر، حضرت او.... را پيدا شي بیا موږ درې لسيزې وغولوي، وطن د تباهۍ کندې ته ور ټيل وهي، پاټکونه واچوي، ملوک طوایفي حکومتونه جوړ شي، د خلکو په سر کې باید بیا ميخونه ټک وهل شي، وطن په کنډواله بدل شي، په پاټکونو کې باید انساني سپي وتړل شي او يو بل مبهم ملاعمر او پاکستانۍ ډلې ته موکه برابره شي چې ددې پاتې لږ تر لږه دودیز اسلام ټغر هم له افغانستان څخه ور ټول کړي ځکه مجاهد د الله په فرضي جهاد تجارت وکړ او طالب بیا د الله تعالی په را ليږل شوي دين باندې څوارلس کاله کيږي سوداګري کوي.
ج: که موږ غواړو د مجاهدينو له تجربو ګټه پورته کړو باید د ګلبدين حکمتيار په څير مو له تورې ږيرې تر سپينې ږيرې پورې موقته اداره،بین الافغاني خبرې، بل ته مسلې او خپله پرې حملې ارمانونه وي، کله مو ایران ځای وي کله هم پاکستان، خو کله مو چې طالبان او نور په يو بل او نوم زرګونو کدرونه له حزب سره د اړيکو په تور و شهيدان کړي بیا نو له تیز وروسته پلترۍ و وهو او وايو چې موږ سوله کوو.
زه نه پوهيږم دا د مجاهد په نوم د پچو سوداګر،په هرات کې هدفي وژونکی، غاصب،بې کفايته او حزبي څيرې خپلې کومې تجربې له دې ملت سره شريکوي، دوی دواړه يو يي د کورنیو چارو وزیر وو بیا د دفاع وزیر شو او بل يي د برښنا وزیر وو خو کومې دې د دوی لاسته راوړنې د يوه په وخت کې د دفاع او کورنیو چارو وزارت له بې سواده او جمعيتي جنرالانو ډک شو او دې بل د برښنا وزیر خو ايله له ایران څخه څو جنراټورونه واخيستل چې په يو ډر به يي زر ليټره تيل خوړل نو دوی که دومره وړ، مدبر او ريښتوني افغانان وی لږ تر لږه خو به يي په تیرو ۱۴ کلونو کې افغانستان ته څوارلس مثبت کارونه کړي وی،دوی خو د غلامۍ، بدبختۍ،ورانۍ او تباهۍ هغه بيلګې دي چې په نړۍ کې يي ساری نشته که دوی غواړي له موږ سره يو وار بیا دا تجربې شريکې کړي بیا وطن کنډواله کړي نو وولس خو دا تجربې نه غواړي ځکه ولس اوس لږ تر لږه د سکون ساه اخیستې، لږ په ژوند پوی شوي دي، موږ لومړی وار دی له پردي ټليفونه خلاص يو اوس اړتيا نشته د يو ټليفون په خاطر پاکستان ته ولاړ شو، موږ اوس لږ تر لږه د طالب به بمونو را پاتې څو کيلومتره سړک خو لرو، په لوي، ښارونو کې خو ځينې شخصي ودانۍ جوړې شوې دي البته له دې ودانيو د اسماعیل خان،مسعود، قسيم فهيم،والي، وزیر،قومندان، زور واکي او جنګ سالار ښارګوټي او لوړپوړيزې ودانۍ مستثنا دي ځکه که له دې غصبي ودانيو سره په حلالو پيسو جوړې شوې ودانۍ ګډې کړو دا خو حلالو ته توهين او حرامو ته د روايت ورکول دي خو دای دې موږ له دې ډول روايتونو او فتواوو وساتي ځکه موږ طالبان يا په کوټه کې ناست منصوريان او رسوليان نه يو چې په دين کې هم نوښتونه کوو.
خو که دوی برني نوښتونه غواړي موږ ترې پناه غواړو او د دوی له شره د خلاصيدو او دريم وار اشغال څخه د خلاصون په خاطر وايو:اعوذباالله من شرماهذا
وماعلینا الی البلاغ