
يوه اونۍ کيږي طالبانو د هرات په مهمه او د يو ولايت معادل ولسوالۍ شينډنډ کې د دوه سوه افغانانو وينې تويي کړې، دا دوه سوه افغانان يوازې د اختر منصور او ملارسول د شومو موخو قرباني شوي دي منصور د ای اس آی په چوپړ کې ځان ته افغاني رنګ ورکړی دی او رسول هم د ایران، داعش او بلې هرې فراري ډلې لاس په نام غلام دی، د دواړو غلامي يو شانې ده خو يوازې څيرې پکې بدلې دي.
دا اوس د هرات په دوه سوه کورونو کې دوه سوه جنازي ايښي دي عجيبه خو يي دا چې د منصور کس ته به هم شهید وايي او د رسول کس به هم شهيد وي، شونې ده په ليکنه کې دوه سوه يا درې سوه ويل آسانه وي خو که چیرته دوه سوه پسونه هم قطار ودروې او شمېرل يي شروع کړې نو پرې ستړی به شې همداسې په زابل، پکتيکا، نيمروز، هلمند او .... نورو کې هم سلګونو نور وژل شوي او سلګونو نور به شونې ده په راتلونکي کال کې و وژل شي .
هيڅ طالب تر اوسه له ځانه پوښتنه نه ده کړې که چیرته دوی ټول افغانستان منصور يا رسول ته وګټي د دوی ځای به په دې وطن کې چیرته وي دا اوس په ولايتونو کې هر طالب ته د خپل کلي او چم لس اته بدۍ ور په غاړه شوي دي ځکه دوی د اسلام په نوم خلک وژلي، خلک يي تښتولي، کلیوال يي بې کوره کړي، خلکو ته يي پټې او ښکاره بې عزتي ور اړولي دي، هدفي وژنې يي کړي،په عام محضر يي خلک په دورو او پټارو وهلي دي خو دوی دا بدي د وطن يا اسلام په خاطر نه بلکه د رسول، اختر منصور او خدای خبر وو کنه خو تش په نوم ملاعمر لپاره اخيستي دي ددې بديو تاوان به څوک ورکوي؟ آيا د اسلام په نوم له هرڅه ناخبره کلیوال نالوستی وسله په اوږه ځوان له دې خبر دی کنه چې په افغانستان کې سل کاله وروسته هم بدل اخیستل شوی دی.
که چیرته له دې خلکو سره زړه وی لږ به يي فکر کړی وی چې دوی کوم لوري ته روان دي دوی د اسلام په نوم په کړو ځان مرګو بريدونو کې زرګونو انسانان و وژل، ښونځي، پلونه، سړکونه، دولتی او نادولتي تاسيسات او... يي وران کړل خو داده نن يي چې نوره پروژه وروستۍ کيدونکې ده لکه د ګور چنجي يو بل سره خوري خو کاش منصور او رسول مخامخ سره خوړلي وی چې کيسه ختمه شوې وی يو د کوټې په کچلاک او بل يي د افغانستان په سرحدي سيمو کې په لوکس ځای کې ناست دی جيبونه يي له پيسو ډک دي، وړيا ساتونکي ورسره دي خو پکې مري د نورو بچيان که طالباني وحشت زرګونو افغانان و وژل دوی ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو له تیرو ۱۴ کلونو را هيسې راځۍ د يو طالب مشر زوی را وښیی چې وژل شوی دې وي يا دې ځانمرګی کړی وي که چا يو کس مستند را وښود زه يي تاوان درکوم، د نني طالب او پروني مجاهد کیسه يو شانې ده، جهاد افغانانو وکړ، قرباني ملت ورکړه، روس ولس مات کړ خو نن يي په نوم مزې سياف، عبدالله، عطامامد نور، دوستم، کرزی، حضرت، پير،ټټار او کولال کوي خو د هغه مجاهد ځای پکې هيڅ معلوم نه دی چې يا په کلي کې په فقر کې ژوند کوي او يا شهيد شوی او کورنۍ يي پاتې ده.
عجيب او حیرانونکې نه ده طالب جان په خپل کور کې په خپلو شتو اور بل کړی دی ورته ناست دي او ځانونه پرې ګرموي او ځان هم ورته د اويا حورو مستحق او د افغانستان سپاهي ښکاري، دوی که څومره هم له يو بله سرونه پرې کوي، خپل وطن او سيمې ورانوي زيان يي نورو ته نه بلکه دوی ته رسيږي موږ په تیرو ۱۴ کلونو کې عملا ولیده چې طالبانو څومره ستم له هغو سیمو سره وکړ چې دوی پکې يو څه برلاسي وو دا اوس هلمنديان چې کوم درد وينې دا د پرديو نه بلکه دې همدې ولايت د هغو اوسیدونکی دی چې منصور ته تورې وهي،پکتيکا، پکتيا، لوګر، خوست،ننګرهار، نورستان، بدخشان، بغلان او .......خو لا څه کوې..
مخکې به طالب د ملي اردو يا ملي پوليسو او ملي امنيت سرتيري په دې تور په شهادت رسول چې دوی د اشغالي ځواکونو تر قومندې لاندې دلاسپوڅي حکومت سپاهیان دي خو اوس ولې له ځانه پوښتنه نه کوي چې دوی دا دوه سوه تنه د چا په خاطر و وژل که اردو يا پوليس اجیران دي نو دوی څوک دي؟ نه پوهيږم په وحشتونو کې نوښت مې ليدلی وو خو په دين او الهي احکامو کې خو نوښت نور ناشونی دی ځکه د اسلام د ستر پيغمبر تر وفات وروسته نه وحيه راځي نه هم نوي اصول يا قواعد خو خدای خبر منصور، رسول او ابوبکر البغدادي به دا دين پاتې برخې له کومې سوړې را وباسي .
طالب ځان ته له دينه روايتونه را وباسي زما او ستا وژلو ته خو به يي د چړې په وخت کې هم قرآني ايتونه او حديثونه پيدا کول خو خدای خبر چې دې ملارسول او ملامنصور ته دا نوې وحيي له کوم ځايه راځي چې دوی اوس د يو بل سرونه پرې کوي او دوه سوه افغانان وژني؟
افغانان عجيب وړيا لښکر دی، افغاني ميندو عجيب په مفته خپل بچي لوی کړي دي، افغانستان عجيب د مفت خورو او وحشيانو وطن شو، دلته د انسان تر وينې د څاروي وينه قيمته ده، د يو بچي لويول څومره سخت وي خو چې ستر شو نو يو ناکس يي دوکه کړي په مفته کې يي بدۍ څيښتن کړي وسله ور په غاړه کړي څو ورځې وروسته يي کور ته مړی راشي د مورکۍ زړه يي سوری شي، ځوانه ميرمن يي کونډه شي، تنکي بچيان يي يتيمان شي خو ګټه پکې منصور يا رسول کړي وي، دلته يوازې يو غږ وکړه سل يا زر تنه پيدا کولای شې چې نور پرې و وژنې يا يي پرې ولوټي خو د وطن د آبادۍ په خاطر دې که ستونی هم غار شي يو کس به پيدا نه شي چې ستا غږ ته لبیک و وايي ان تر دې که دې د تمدن، مخکې تګ، سيالۍ، انسانيت او افغانيت خبره وکړه شل او سل ټاپې در باندې لګول کيږي.
طالب عجیب مخلوق دی، نه يي په افغانستان کې د کوم مشر معلوم قبر شته او نه يي هم ارزښتونو ته ژمنتيا،نه سره کرښه پيژني او نه هم شخصي او کورني حدودو په هرڅه له پاسه ور خيژي او ځان ته سل نمرې هم خپله ورکوي، را پورته کيدل يي مبهم وي او مرګ يي بیا له سخت ذلت او رسوايي سره مل وي يا پټ مړ وي او درې وروسته يي په نوم جنګيدونکي خبريريږي يا يي چیرته د ای اس آی او تور پنجابي تر لغتو لاندې په ژیړو او خړو سترګو ساه ختلي وي خو بیا هم په ځان وياړ کوي او ځان ورته قهرمان ښکاري، آيا په داسې يو ذلت سره مرګ قهرماني ده؟ آيا د دومره وحشتونو کونکی به په رښتيا جنت ته ولاړ شي؟
طالب نور د انسانيت، اسلاميت او افغانيت هر سرحد مات کړی دی، طالب ته نور د افغانستان ګټې نه بلکه د منصور او ملارسول ګټې مهمې دي که د افغانستان ګټې ورته مهمې وي نو را دې شي اول دې وطن آباد کړي، وږي دې ماړه کړي، امن دې راولي،د خلکو زړونه دې خپل کړي بیا دې نو د څوکۍ او واک خيال و ويني طالب باید پوی شي که محمد محقق تر اجرايه رياست، اشرف غني تر ولسمشرۍ، دوستم تر لومړۍ مرستيالۍ رسيدای شي نو دی هم ترې کم نه دی که ريښتونې مبارزه وکړي په خپلو خلکو رحم وکړي،په خپلو کدرونو او سيمو زړه وسوځوي نو تر دې شته کسانو به دی مخکې وي خو کاش يي په دې خبره سر خلاصيدای، افسوس په هغو چې مفته قرباني ورکوي او مفت مري، ماته ژړا په هغو ځوانانو راځي چې د منصور په خاطر په سنګرونو کې سختې ورځې تيروي يا چيرته پوليسو ، اردو او ملي امنيت له غټې ږيرې سره په ښځينه پنجابي کميس کې نيولی وي او ولاړ وي.
طالبانو افغاني او اسلامي ارزښتونه دومره سپک کړي دي چې هيڅ اټکل يي نه کيده،مخکې به ښه وو په موټرو کې به میرمنې نه تلاشې کيدې خو چې پنجابي کميس په ځان ببر ږیری طالب پکې ګير شو نو په پاک لمنو ميرمنو به دې هم د ببر ږيري او خیرن طالب شک راشي ځکه طالب ته کيدای شي په دومره شرم اوحقارت کې ځانمرګی بريد هم د نارینه شان ښکاري خو د ښځو په جامو کې راتګ د نارینه نه بلکه د تر ټولو د بې غیرته سړي کار دی، که ښځينه پولیسه نه وي نو اړ به يي چې د يوې با حيا او باعزته پاک لمنې افغانې خور يا مور مخ د پنجابي ګرد لمني کميس په خاطر لوڅ کړې .طالب لونګۍ دومره نوم بدې کړه چې په ښارونو کې هر ږيرور او لونګۍ په سر سړی له هيڅ تلاشۍ له پلټنې پرته نشي تيريدای، د تلاشيو وال مه ګرموۍ ځکه دوی ډير داسې لونګۍ په سر او په پنجابي شنو او سرو کميسونونو کې د ملامنصور او ملارسول مجاهدین نيولي دي.
طالبه راځه نور سر خلاص کړه که منصور او رسول پرې نه پوهيږي په دې کليو کې وسله په لاس خلک خو دې لیږ سرونه خلاص کړي که چیرته دوی ورسره نه وي دا يو منصور او رسول به وکړي څه؟ راځئ نور د دوو تنو لپاره د ميلیونونو افغانانو آزار او بدي مه اخلئ ځکه دا ازارونه به یوه ورځ تاسې هم داسې نابوده کړي لکه څنګه يي ملاعمر، اسامه بن لادن او.... نور نابوده کړل.