
ستا څو غليظ او غموس قسمونه مي بيا واورېدل، په ډېر ډېر تأسف سره؛ ودي ويل: خداى شاهد دئ چي جنگ د اسلام په گټه نه دئ!! خداى شاهد دئ چي جنگ د هېواد په گټه نه دئ!! خو څو شېبې وروسته دي يو ځل بيا له مجهول آدرس د جنگ اجازه غوښتله!! او ودي ويل: كه اجازه رانكړئ په خپله اقدام كوو!! پوښتنه كوم: له چا دي اجازه غوښتله؟!! له عبد الله كه له اشرف غني، كه د امريكا له سفير او كه د ناټو د ځواكونو له نوي قومندان؟! عبد الله خو په غونډي كي درسره ناست وو او ستا وينا ته ئې لاسونه پړكول، د جنگ پرېكړه خو نه د ده په واك كي ده او نه د اشرف غني، د جنگ پرېكړه، د وسلو وېش او د جنگياليو پالل، روزل او جنگ ته لېږل خو په بشپړه توگه د ناټو په لاس كي ده، هر څوك پوهېږي چي ستا غوښتنه له امريكايي جنرال ... وه؛ نه له بل چا !! له همغه چا چي پر افغانستان تر بريد لږ وړاندي دي د بي بي سي له لاري ترې غوښتي وو: موږ ته وسله راكړئ، جنگ موږ ته پرېږدئ، موږ د هېواد په ور او گودر او په غرونو كي جنگېدو پوهېږو... او كله چي راغلل خپلو جنگياليو ته ئې وويل: اوس خپلي ټولي وسلېډي ډي آر كړئ!! او ستا يوه والي وويل: په خداى قسم چي موږ خپلي ټولي وسلې او مهمات تسليم كړل!!
په همدې ارتباط بله پوښتنه كوم: آيا غواړې خلكو ته ووايې او هغوى ئې درسره ومني چي د ناټو اشغالگرو ځواكونو په ضد جنگ حرام او د اسلام او هېواد په ضرر دئ او د ناټو تر قومندې لاندي جنگېدل د ثواب كار او د اسلام او هېواد په گټه؟!! هو؛ ستا د فتوى معنى همدا ده او افغانان پر داسي فتوى او مفتي ئې لعنت وايي!!
بله پوښتنه: ته هغه مجاهدين غندې چي د اشغالگرانو په ضد جنگېږي او هغه ستايې او د مجاهد لقب وركوې چي امريكايانو استخدام كړي، تجهيز كړي، روزلي، معاش وركوي، د خپلو افغان مخالفينو په ضد ئې جنگوي او د جنگ سوق او اداره ئې هم په بشپړه توگه د امريكايي افسرانو په لاس كي!! آيا په ټولي نړۍ كي به داسي كوم احمق مسلمان پيدا شي چي دا فتوى درسره ومني؟! د امريكايانو مزدور جنگيالي ته د مجاهد لقب وركړي او د اشغالگرانو په خلاف جنگېدونكي مجاهدين د غندلو وړ وگڼي؟!!
ته د چا په خلاف له امريكايانو د جنگېدو اجازه غواړې!! له كوم افغانستان دفاع كوې او د چا په وړاندي دفاع؟! ستا افغانستان ته خو د اته څلوېشتو هېوادو وسله وال ځواكونه راغلل، هر يوه ئې دلته نظامي اډه جوړه كړه، هر چا پر خپلي اډې خپل بيرغ ورپاوو، هر يوه ئې خپل امنيتي پرسونل، استخباراتي شبكې، صوتي او تصويري رسنۍ (ټلويزيوني چينلونه، راډيوگاني)، په دوى پوري تړلې مدني ټولني، NGO گاني درلودې، زندانونه ئې درلودل، افغانان ئې نيول او وژل، د شپې او ورځي له لوري ئې د دوى پر كورونو بريدونه كول، له زمكي او هوا ئې بمونه او راكټونه ورول، د هېواد زمكه او فضاء د دوى په واك كي وه، بې وېزې او له اجازې پرته راتلل او تلل، ستا د جمهور رئيس حفاظت او ساتنه هم هغوى په خپلو سپو او سپاهيانو كوله، د ارگ افغان مېلمانه به هغوى تلاشي كول، تا ته ئې هم تفصيلات ښه معلوم دي، څو ځلي ارگ ته د تگ په دوران كي د دغو سپو او سپاهيانو له منځه تېر شوى يې... ته او ملگري دي له دغو سره نه يوازې ونه جنگېدئ او له هېواد مو دفاع ونه كړه بلكي ټول اشغالگرانو ته سلامي شوئ هم مو خپلي وسلې وروسپارلې او هم په امريكايي نظام او د امريكايانو او انگرېزانو په لاس جوړ شوي اردو او پوليس كي شامل شوئ او د هغوى تر قومندې لاندي مو د مجاهدينو په خلاف جنگ پيل كړ!!
زه او زما په څېر ډېر نور افغانان پوهېږي چي ته، دوستم او شمالي ټلواله په مجموع كي ولي وارخطا او لالهانده يئ او د مليشو جوړولو اجازه له امريكايانو غواړئ!! تاسو گمان كوئ چي امريكايان وځي او تاسو يوازي پرېږدي، غواړئ د هغوى تر وتلو وړاندي وسلې دركړي او د دوى په غياب كي د جنگ د دوام مأموريت تاسو ته وسپاري، همغسي لكه چي د روسانو تر وتلو وړاندي هغوى د نيمگړي جنگ مأموريت تاسو ته سپارلى وو. ستا به ياد وي چي د مسعود د څلور لكه خيالي او جعلي مليشو له ډلي تا د څومره جعلي غنډونو او لواگانو معاشات او اعاشه ترلاسه كوله، په مسكو كي د چاپېدونكو افغانيو په بڼي كي، چي په ډالرو مو بدلولې او بهر ته مو انتقالولې!! د همغي خوندوري تجربې بيا تكرارېدا غواړئ!! ستاسو د وارخطايۍ بله وجه دا ده چي د سولي لپاره د مذاكراتو لړۍ په نوې او جدي بڼي كي پيل شوې، تاسو دا وېره لرئ چي كه صلح راشي نو خپل ټول اوسني امتيازات له لاسه وركوئ.
تا دا لوړه هم وكړه چي د صلحي مخالف نه يې!! دا ځكه چي د صلحي مخالفت يعني د خداى د حكم مخالفت او ته خو هيڅكله د خداى د حكم مخالفت نه كوې !!! خو افغانان ښه پوهېږي چي ته او ستا ملگري تر هر څه زيات د جنگ له ختمېدو او د صلحي له راتلو وېرېږئ!! دا ځكه چي جنگ تاسو ته ډېر څه دركړي: قصرونه، ښارگوټي، باغونه، زمكي، زغروال گاډي، وزارتونه، ولايتونه، د رهبر، مارشال، جنرال، ملي رهبر او قهرمان لقبونه... كه جنگ نه وى دا به مو له كومه ترلاسه كول؟!! پوهېږئ چي كه صلح راشي نو ښايي دا ټول به نه يوازي له لاسه وركړئ بلكه له كبله به ئې له سختي محاكمې او مجازات سره هم مخامخ شئ!! زه او ډېر افغانان د دې شهادت وركوو چي ته هم د رباني او مسعود په څنگ كي تر هر چا زيات د صلحي مخالف وې او اوس هم چي كله د صلحي غږ اوچت شي نو ستا وېښتان ځيږ شي او ژبه دي تېره، او د جنگ ډول وهل ته گوزارونه وركول دي تېز او زورور!! خو داسي جنگ چي د نورو به سرې ويني په كي توئېږي او ستاسو جيبونه به له شنو ډالرو ډكېږي!!
له تا يوه بله پوښتنه هم لرم: په داسي غونډو كي ولي د خپلي مورنۍ ژبي پر ځاى په فارسي خبري كوې؟!! ما ته ئې سبب معلوم دئ، پښتانه ستا له دريځونو او ويناوو كركه لري، دا ځكه چي تا تل د پښتنو له قاتلانو او دښمنانو سره ملگرتيا كړې، څوك چي ستا خبرو ته لاسونه پړكوي هغوى وايي: ما افغان نيستيم، افغانستاني هستيم، پښتونها دو صد و پنجاه سال بر افغانستان حكومت كردند، نمى گذاريم پس از اين بر افغانستان حكومت كنند!!. هغوى په شمال كي د پښتنو د عام وژني لړۍ پيل كړې، په كندز، چهاردره، ارچي، ډنډ غوري، پښتون كوټ او په ټول شمال كي ئې په زرگونو پښتانه له طالبانو سره د ملگرتيا په تور ووژل، د هغوى كورونه ئې وسوزول او له خپلو سيمو ئې وايستل. پښتانه او غيرپښتانه وروڼه دي، د يوه ملت غړي، د يوه بڼ رنگ رنگ گلونه، يوازي د دين او هېواد دښمنان او د پرديو مزدوران به د دوى د بېلولو او په خپلو منځونو كي د جنگولو هڅه كوي، په شمالي ټلوالي كي همدغه مفسدين راغونډ شوي. په شمالي ټلوالي كي ستا ملگري حتى پښتون خبريال ته هم په فارسي ځواب وركوي، په پښتو وينا خو لري پرېږده، هغوى عمداً او قصداً او په بد نيت د پښتو له ويلو ډډه كوي او كه كله په پښتو خبري كوي نو داسي كږه خوله خوزوي چي هم ځان وشرموي او هم پښتو!! په انگريزي او روسي ژبو خبري كولى شي او افتخار به هم پرې كوي خو د خپل ولس د غوڅ اكثريت (75 سلنه) وگړو په ژبه له خبرو كولو ډډه كوي!!
جناب مفتي ايساف! ته كه د هغو طالبانو په اړه چي د پرديو د مټو په زور جنگېږي او داسي انتحاري عمليات كوي چي د اشغالگرانو پر ځاى يا پخواني مجاهدين په كي وژل كېږي يا عام افغانان؛ هر څه ووايې؛ نو ته پوهېږې او هغوى، خو كه د امريكايي رژيم د مخالفينو او د اشغالگرانو ضد مجاهدينو خلاف داسي فتوى گاني وركوې چي يوازي شيطان پرې قانع او راضي كېږي او د طلوع په څېر امريكايي_ ايراني مزدوري رسنۍ ئې په وار وار خپروي، نو دا ئې زموږ د ځواب يوه لنډه بېلگه.