
د ټاپي پروژه يوه ستره پروژه ده، بشپړېدل يې لس مليارد ډالر لگښت ايجابوي، نږدې يو زر اوه سوه كيلومتر نل ليكه به له تركمنستان تر هند پوري غزول كېږي، اوه سوه كيلومتره به يې د افغانستان په خاوره كي وي، له دې لاري به هر كال نږدې دري دېرش مليارد متر مكعب گاز لېږدول كېږي.
ځيني د ټاپي پروژه له دې پلوه يوه مهمه پروژه گڼي چي افغانستان به هر كال له دې پروژې شاوخوا څلور سوه مليونه ډالر كميشن ترلاسه كوي، نږدې (۱0۰۰۰) افغانانو ته به د همدې پروژې له امله د كار شرايط برابر شي او افغانستان به د لېږدېدوونكي گاز پنځمه برخه په مناسبه بيع ترلاسه كولى شي.
خو د دې پروژې اهميت تر دې هم ډېر زيات دي، حقيقت دا دي چي په افغانستان كي روان جنگ د هغو ځواكونو د لاسوهنو له كبله پيل شوى چي ځيني يې غواړي د مركزي آسيا زېرمي او ماركيټونه د دوى په واك كي وي، دا هېوادونه د افغانستان له لاري له نړۍ سره وصل نشي، يا په بشپړه توگه د مخكي په څېر د مسكو په گورت كي وي او يا د ايران له لاري له جنوب سره وصل شي، خو په مقابل كي يې نور دا غواړي چي پر مسكو او تهران له اتكاء ووځي او د افغانستان له لاري له نړۍ سره وصل شي. هند، پاكستان او امريكا غواړي دا د ټاپي مهمه پروژه ژر او له ځنډ پرته پلې شي، خو مسكو او تهران يې مخالفت كوي. دا پروژه يوازي د نفت او گاز په انتقال كي نه راخلاصه كېږي، بلكي د مركزي آسيا پرېمانه او ارزانه برېښنا به هم له شمال جنوب ته په ځانگړې توگه پاكستان او هند ته انتقالېږي، دا دواړه هېوادونه برېښنا ته دومره ضرورت لري لكه چي نفت او گاز ته اړ دي. همدا راز دا پروژه به هند او پاكستان د هغه نوري فايبر له لاري له اروپا سره ونښلوي چي د همدې نل ليكي خوا ته به غزول كېږي. دا تر ټولو نږدې او له تخنيكي پلوه خوندي لار ده، اوس دا تار د سمندر په تل كي تېر شوى له يوې خوا خوندي نه دي او له بله پلوه فاصله يې اوږده ده.
د دې پروژې په اړه هغه مهال د غربي شركتونو له لوري غور پيل شو چي شوروي اتحاد په زوال محكوم شو، شرقي اروپا يې له لاسه وركړه او له مركزي آسيا يې خپل ځواكونه وايستل، خو دلته د مسكو پخواني كمونست ملگري په قدرت كي پاته شول، همدا د مسكو او واشنگټن گډ توافق وو، او دا د دې لپاره چي غرب نه غوښتل دا هېوادونه د مسلمانانو لاس ته ورشي او په كابل كي د مجاهدينو په لاس د اسلامي حكومت له جوړېدو وروسته هلته هم اسلامي حكومتونه رامنځته نشي. دواړو له يوې خوا په كابل كي د مسكو پلو كمونستانو او مجاهدډوله غربپالو ايتلافي جبهه جوړه كړه او دا دنده يې وروسپارله چي د شوروي ځواكونو نيمگړې جگړي ته دوام وركړي، همدا جگړه د دې باعث شوه چي دا پروژه وځنډېږي، اوس چي د مسكو اړيكي د اكراين او سوريې پر سر له غرب سره ترينگلې شوې؛ امريكا د دغي پروژې د ژر پلي كېدو پرېكړه كړې. كه نه نو د يونيكال او بريډاس كمپنيو لا ډېر دمخه لومړى مسعود ته د دې پروژې د پيلولو لپاره ډېر ډالر وركړل او بيا طالبانو ته. دوى همغه مهال غوښتل چي دا نل ليكه ژر او له ځنډ پرته وغځول شي. بريډاس پر مسعود پانگونه كوله او يونيكال پر طالبانو، خو دواړو يې دواړو ته هديې او تحفې هم وركولې!! مسعود ته د غفوري په لاس او طالبانو ته د عبدالحكيم مجاهد په لاس، د همدغو تحفو د انتقال له كبله غفورى د مسعود له لوري صدراعظم شو، خو بخت ورسره ياري ونه كړه او ايرانيانو هغه مهال په هليكوپتر كي ورته بم كېښود چي باميان ته تللى وو، هليكوپتر يې په هوا كي منفجره شوه او له گڼ شمېر همسفرو سره ووژل شو، او ډېر ډالر د هغه په اكونټ نمبر كي پاته شول، او حكيم مجاهد خو د همدې خدمت له كبله د صلحي په شورى كي د رباني معاون شو!!
د ټاپي پروژه په هغه صورت كي پلي كېدى شي چي افغانستان يو داسي پياوړى او ځواكمن حكومت ولري چي په ټول هېواد او په ځانگړې توگه هغو سيمو كي د امنيت تأمينولو توان ولري چي دا نل ليكه به ترې تېرېږي. د كابل اوسنى حكومت په پلازمېني كابل كي او حتى د ارگ شاوخوا امنيت نشي تأمينولى، امنيتي ځواكونه يې له هغو مليشو جوړ شوي چي تر دې وړاندي د مسكو پلو او ايران پلو ډلو جنگيالي ول، دا امنيتي ځواكونه نه يوازي د داسي مهمو پروژو امنيت نشي تأمينولى بلكي په هر گام كي به د مسكو او تهران په ايماء او اشاره ستونزي ورته راولاړوي. كه ايران كولى شي د سلما بند د تخريب لپاره له باروتو ډك گاډي راولېږي نو د دې نل ليكي تخريب ورته ډېر آسان دي. د عينك د مس په څېر پروژې له همدې كبله وځنډېدې چي د كابل امنيتي ځواكونو او په دولت كي شاملو مسكو پلو او تهران پلو ډلو ستونزي او خنډونه ورته راولاړ كړي. د هغو پروژو امنيت تأمينول تر دې ډېر ډېر آسان وو.
ايران په ټول هېواد او په ځانگړې توگه هغو ولايتونو كي پراخي لاسوهني كوي چي له ايران سره گډه پوله لري. ايراني چارواكو په ډېري بې شرمۍ او غرور سره اعلان وكړ چي د عراق او افغانستان دننه او د ايران پولو ته څېرمه تر څلوېښتو كيلومترو پوري به د داعش رانږدې كېدل ونه زغمي، په كابل كي د ايران سفير وويل: كه د كابل چارواكي وغواړي ايران حاضر دي د داعش په ضد مرسته وكړي، مقصد يې جوت وو، يعني حاضر يو خپل ځواكونه افغانستان ته ولېږو!! ذليلو چارواكو د دې پر ځاى چي د غيرت رگ يې وخوځېږي او د مېړنيو په څېر د رد ځواب وركړي مننه يې ترې وكړه!! خو دا دي عملاً گورو چي ايران د سپاه پاسداران ځواكونه فراه ته راولېږل او په هغي جگړي كي يې برخه واخيستله چي د شينډنډ په زير كوه كي د ملا محمد رسول په ضد د ملا اخترمحمد منصور د پلويانو په نامه پيل شوې وه، ملا عبدالمنان نيازي رسنيو ته وويل چي ايراني ځواكونو په دې جگړي كي برخه درلوده!! ايران تر دې وړاندي او هغه مهال هم د سپاه پاسدان ځواكونه هرات او فراه ته رالېږلي وو چي غوښتل يې د شينډنډ هوايي ډگر د حزب اسلامي مجاهدينو له لاسه وباسي او تورن اسمعيل ته يې وسپاري، شينډنډ د ډاكټر نجيب حكومت د نسكورېدو په وخت كي د همدې زېركوه مجاهدينو لاس ته ورغى، شمالي ټلوالي گڼ شمېر بريدونه وكړل خو ټول بريدونه يې په شا وتمبېدل، په پاى كي ايراني استخباراتو جنرال دوستم او مسعود دې ته چمتو كړل چي د شينډنډ د نيولو لپاره گډ ستر عمليات ترسره كړي، ايران خپل ځواكونه هرات ته راولېږل، جنرال دوستم هوايي بريدونه پيل كړل او د تورن اسمعيل مليشو او ايراني جنگياليو ته يې د مخكي تگ لار پرانستله، په دې توگه د شينډڼد ستر هوايي ډگر له ډېرو خونړيو جگړو وروسته د دوى لاس ته ورغى، او ټول مهم وسايل يې ايران ته انتقال شول.
دغو دردناكو حقايقو ته په پام سره ويلى شو چي د كابل پاشلى او شړېدلى حكومت په خپلو اوسنيو امنيتي ځواكونو سره د دې مهمي پروژې د امنيت له تأمينولو عاجز دي. كه څه هم اشرف غني ويلي چي د پروژې د امنيت لپاره به خاص امنيتي ځواك رامنځته كېږي، خو پوښتنه دا ده چي دا ځواك به له چا جوړېږي؟!! آيا دا ځواك به همغسي نه وي لكه د اوسني حكومت اربكي؟ قومندانان به يې د ميرعلم، حكيم شجاعي، افغان كش، بې خدا، روغ ليوني… په څېر نه وي؟ د اشرف غني دا ځواك به د ده له اربيكو څه توپير لري؟!! د پروژې په سيمي كي د بادغيس له تورغونډۍ د كندهار تر سپين بولدك پوري داسي قومونه مېشت دي چي د كابل له حكومت سره نه يوازي خواخوږي نه لري بلكي له حكومت او چارواكو يې كركه او د رژيم له مخالفينو سره خواخوږي لري. په حكومت كي د شاملو ډلو په منځ كي داسي ځواكمنه ډله نشته چي د مسكو او ايران تر اغېز لاندي نه وي. ايران توانېدلى چي د طالبانو په ليكو كي هم ډېر ټولگي استخدام كړي او د خپلو موخو لپاره يې وجنگوي، جمهور رييس دومره كمزورى او بې واكه دي چي په يوه كال كي يې دفاع وزير ونشو ټاكلى، د ملي امنيت رييس يې له دې كبله استعفاء كوي او د ده سياستونه غندي چي د څه كولو واك ورسره نه وو!! جمهور رييس د داسي والي له منفك كولو هم عاجز دي چي ده ته گواښونه او ښكنځلي كوي!! نه يې له ولس سره پر خپلو ژمنو وفا وكړى شوه او نه له سياسي ډلو او شخصيتونو سره!!
كه څه هم حزب اسلامي په يوې اعلاميې كي ويلي چي د دې پروژې د امنيت لپاره هري مرستي ته چمتو دي، حزب اسلامي په دې اړه له كوم شك پرته ډېر څه كولى شي؛ خو د افغانستان په پېښو كي ذيدخل هېوادونه دا نه غواړي چي حزب اسلامي په داسي مهمو قضاياوو كي د يوه مؤثر او اغېزمن لوري په توگه مطرح شي او د مثبتي ونډي ترسره كولو فرصت وركړى شي.