غزل

د مارچ  نهمه ۹ چی د کب د میاشتی د ۱۹ سره سمون خوري٬ د اسلام د ستر مفکر٬فیلسوف او نابغه ښاغلی سیدجمال الدین افغان (رح) د مړینی د وفات له ۱۱۹ تلین سره برابره وه.
ډیر خفه پدی وم چی زموږ ټولنه د فکری معیوبیت سره مخ ده. دلته څوک د چا د فکر په قصه کی ندی. دلته د هغه چا ورځ لمانځل کیږی څوک چی د ارمانونو قاتلان دي٬د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څه کوی حتی عام افغانان په ټولنیزو رسنیو کی د یاد مشر د فکر او مړینی د تلین څخه خبر نه وو. افغان حکومت د دی پرځای چی زاړه قصرونه او د داود خان مقبره ورغوی٬ د داسی شخصیتونو فکر دی ژوند کړی. ترڅو افغانان د فکری ګونګتیا څه راووځی. پدی خیال کی زنګیدم چی ګیله را ودریده او دغی ګیلی ته می د شعرجامه ورواغوسته٬ تر څو یی د ښاغلی سید جماالدین ارواه ته ډالی کړی.
 
دلته ستا د فکر مرګ ته جلاتان دی لاس په تــوره
دلته ټــــــــول چپیان یو شوي٫ کاهنان دي لاس په توره
 
تا ښکلا کړه موږ ته رسم٬موږ بدرنګو کړله ړنګه
آزادی د فــــــــــــــــکر نشته باداران دي لاس په توره
 
ستا وطن په وینو رنګ دی٬ستا د فکر جنازی کړي
ستا د پل ځای یی ړنګ کړی٬بی دینان دی لاس په توره
 
زه رښتین تاپسی ستړی ته می پیر زه دی مرید یم
دلته ټـــــــــــــولو ته هیر کړی افغانان دی لاس په توره