
ددی مقالی څخه هدف د قذافی طرفداری ندی علاوه پردی چی قذافی یو دیکتاتور، قدرت غوښتونکی، په بعضی ځایونو کی ظالم او خپل مشکلات یی درلودل خو بیا هم لایق ددی نه وه چی په بیرحمانه ډولد غربیانو په لاس پدی جرم چی د نړۍ پولی سیستم حرام والۍ او غیر منصفانه والۍ درک کړۍ وه او پر وړاندی یی مبارزه کوله، ووژل شي.
قذافی غوښتل چی په نړۍ کی د اسلامی پولی سیستم یا بانکداری اسلامی په ټول افریقا کی ترویج کړی چی دا کار یی غربی سودخوران او غلو ته په هیڅ ډول د منلو وړ نه وه ځکه چی د سود خوړلو هیڅ ځای پکی نه وه.
معمر عبدالسلام ابومنیار قذافی په 1942 کال په سرت یا سرتی کلی او بعضی ځایونو کی راغلی دی چی په جهنم نومی کلی کی زیږیدلی ده
قذافی خپل لوړ تحصیلات په یونان او انګلستان په نظامی پوهنتونونو کی سرته رسولی ده.
قذافی په 27 کلنۍ کی وتوانيده د لیبایی افسرانو په مرسته د اول پادشاه ادریس حکومت د یو ارامی کودتا په صورت کی پای ته ورسول
نوموړی په 1969 کال کی د لیبیا رهبری پر غاړه واخیست او د 1970 څخه تر 1972 کال پوری د خپل هیواد د لومړی وزیر په توګه هم دنده اجرا کړی وه.
همدارنګه قذافی په 2009 کال کی د اتحادیی افریقا د رئیس په توګه انتخاب شو.
بر سیره دا چی قذافی د هیڅ یوه رسمی مقام سره تړاو نه درلوده مګر بیا هم د شوراء انقلاب لیبیا د مجلس د رئیس په نوم یادیده.
Date Of birth 7 june 1942, sirte, Libya
Date Of Death 20 Oct 2011 sirte, Libya by gun shot
Birth name: Muammar abdul meniar el gaddafi
Height: 1.83m
Scholl: age 9
Safi farkash 1970-20 oct 2011 , 9 children
Fatiha al Nuri 1968-1970 divorced 1 child
Religion : Islam Sunni
په لیبیا کی هر یو کس د کور درلودلو حق لری (په شین کتاب، ګرین بوک چی د هغی لیکوال خپله قذافی وه یادونه کړی وه چی کور د انسان د ژوند د لومړنیو ضرورتونو څخه شمیرل کیږی چی دوی باید ددی مالک اووسی، ګرین بوک یا شین کتاب د هغی سیاسی فلسفه یی ښودله چی په 1975 کال کی په نشر ورسیدل او د نصاب ملی په حیث باید هر یو لیبایی مطالعه یی وکړی.
تحصل او مفته علاج (د قذافی په دوره کی د صحی خدماتو او تحصیلاتو تر ټولو ښه سیستم په عربی او افریقایی مملکتونو کی وه، دهغی په دوره کی کله چی کوم څوک نتوانیدل خپل د خوښی تحصیلی رشته او یا هم صحی خدمات تر لاسه کړی نو بیا د لیبیا د دولت د پیسو څخه به بهرنۍ هیوادونو ته استول کیده.
د نړۍ تر ټولو ستر د اوبو رسولو پروژه (تر ټولو غټ د اوبو رسولو پروژه د دوی په لاس په دی خاطر جوړ شو چی ټول د لیبیا اوسیدونکو ته چی د لیبیا هر ګوټ کی وی اوبه ورسوی چی دا پروژه د قذافی دولت لخوا تمویل او حمایه کیدله او خپله قذافی دا پروژه د اتمه عجیبه پروژه د جهان نومول.
مفته زراعت: هر څوک چی د قذافی څخه د زراعت له لیاری پیسی پیداکولو پیشنهاد کول نو ورته یو کور، ځمکه، او زراعتی تخمونه په وړیا ډول ورکول کیده.
یو اندازی پیسی د نوی زیږیدنی ماشوم او مور ته یی ( کله چی یو لیبیایی مور ماشوم زیږول نو هغه او د هغی ماشوم ته په معادل د 5000 امریکایی ډالر ورکول کیده.
مفته برق: د قذافی په حکومت کی هیڅ یو لیبیایی د برق بیل نه وه لیدلای.
ارزانه تیل: د قذافی په حکومت کی پترول په معادل د 9 افغانیو خرڅیدل
د تحصیل او تعلیم درجه: د قذافی څخه مخکی 25 فیصده خلک باسواده وه چی دا سطحه د هغی په دوره کی 78 فیصد ته ورسیده چی یواځی 25 فیصده خلک د عالی تحصیلاتو څخه برخمن شو.
لیبیا د دولتی بانک درلودنکی وه: لیبیا یواځنی هیواد په نړۍ کی وه چی د دولتی بانک درلودنکی وه او پولی سیستم یی د لیبیا دولت لخوا کنترول کیده پدی معنی چی لیبیا دولت کولای شو چی خپل ټول اتباعو ته هر ډول او په هره پیمانه قرضه ورکړی چی د بیرته ورکولو کوم ترس او حراس وجود نه وه، او خپل دولت یی د نورو بین المللی بانکونو د قرضدارۍ څخه په آمن وه، همدارنګه د هغی په وخت کی سود خوړل حرام اعلان شوی وه.
اسلامی دینار: تر ټولو مهم دا چی قذافی غوښتل چی جوړ شوی اسلامی پیسی د سرو زرو د دینار په نوم په ټول افریقا کی اعلان کړی او دا کار یی کولای شو چی د امریکا ډالر او اقتصادی سیستم ته زیاته صدمه ورسوی که چیرته دا سیستم عملی کیده نو افریقایی غریب هیوادونه به د غربیانو د قرضونو څخه خلاص وه.
نو اوس تاسو قضاوت وکړۍ چی آیا قذافی یو تروریست وه؟
ددی سوال ځواب به یو خارجی ته ډیر اسانه وی خو مونږ باید د لیبیا اوسیدونکی خلکو ته مخ واړوو او دا پوښتنه وکړو نو جواب به دا وی چی نه هیڅکله هغه یو تروریست نه وه.
محافظین: د قذافی ټول محافظین ښځینه وه
مړینه: قذافی په 2011 کال کی د ناټو ځواکونو لخوا پدی حال کی چی قذافی د خپلو ساتونکو سره په فراری ډول د جنګ په حال کی وه قذافی د خپل ژوند تر اخری سلګۍ پوری د غربیانو مخالفت او د هغوی سره جګړه کړی ده او بلاخره د یو غار (سوري) څخه په زخمی حالت چی په ملا او پښو کی لګیدلۍ وه د ناټو او انقلابیون لاسته ورغۍ.
ویل کیږی چی قذافی کله ونیول شو ژوندۍ وه او په یو ویډیو کی ډیر په واضح ډول لیدل کیږی چی ژوندۍ ده چی بیا وروسته د برچو په واسطه ووژل شو
داسی هم ویل کیږی چی نوموړی د سندالصادق العربیی په واسطه چی د قذافی زندانی وه د ډزو په واسطه ووژل شو.
د قذافی د مرګ څخه وروسته د لیبیا انتقالی شورای بیان ورکړل چی ددی څخه وروسته هر څوک ازاد دی خصوصاً دولتی چاری!
راټولونه: الله یار رحمانی
د حقوق او سیاسی علوم د څلورم کال محصل
هیله ده چی نشر یی کړۍ، دا زما د سیمینار یوه برخه ده
مننه