د نړۍ تر ټولو ستر الماس لمر دی، په ټولو یو شان ځلیږي.
نړۍ ډیره لويه ده د ټولو مخلوقاتو پکې ځای شته، د دې پر ځای چې د بل چا ځای ونیسې کوشش وکړه خپل حقیقي ځای معلوم کړې.
بربنډېدل زمونږ د زمانې مریضي ده.
حتی تر ټولو ښه اولادونه خپل والدینو ته دښمن جوړیږي.
کله چې ژوند سل بهانې د ژړا درکوي، تاسو ورته زر بهانې د خندا ورکړئ.
فیلم جوړوونکي په دغه خبره باید فکر وکړي چې فلمونه یی د آخرت پر ورځ د هغوی په حضور ټولو ته ښودل کیږي.
تر ټولو ښایسته تاجونه (خولۍ) چې خلک يې په خپلو سرونو ږدي، په اور جوړ شوي دي.
واده کول بازار ته تلل دي، یعنې چې پیسې، موټر او نور ضروریات نه وي بازار ته مه ځه.
له خپل دښمن څخه یو ځل وډاریږه او له خپل دوست څخه زر ځلې.
خوشبختي د يوې بدبختۍ او بلې بدبختۍ تر منځ پړاو دی.
چې کله خوشحاله وې ورو وخانده چې غم ویښ نشي، او کله چې خفه وې ورو وژاړه چې خوشحالي ناامیده نشي.
ښه نقاش هغه څوک دی، چې له هیڅ نه ځانته مضمون جوړ کړي.
شکست خوړل کومه معنی نلري، سړی باید زړور اووسي چې وکولای شي له ځانه یو احمق جوړ کړي.
شاید ژوند هغه جشن نه اووسی چې تاسو يې امید لرئ، خو اوس چې ته ورته دعوت شوی یی، څومره چې کولای شې ښه مستي وکړه.
زمونږ د ژوند یو مخالفت دا دی، چې خلک غلط کارونه په مهمو وختونو کې تر سره کوي.
حتی د خندا کولو تمثیل نورو ته خوښوونکی دی.
که چیرې یو انسان فقیر، نادار او وږی وي بهتره دی چی رزیل او بی عاطفه اووسي.
د کورنیو د تباهۍ غټ علت د ښځو ځان خوښوول دي، هیڅ داسې څیز نشته چې کورنۍ تباه کړي مګر د ښځو ځان خوښوول.
په کومه ورځ چی خیانت دې ولید، پوی شه ارزښت د زیات دی.
پښتو ژباړه: الله یار رحماني
وروستي