يوه مور چې شل کاله د خپل زوی په انتظار کښې وه ؟
د سرشميرنې يو کارکوونکی د سرشميرنې په خاطر د يو کور دروازه ټک ټک کړه --------
زړې ښځې دروازه خلاصه کړه --------
کارمند پوښتنه وکړه: مور جانې په دې کور کښې څو کسه ياست ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
زړې ښځې د کوڅې اخر ته وکتل او په ژړندوکې لهجه يې وويل: کولی شې سبا راشې او سرشميرنه وکړې؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د سرشميرنې کارکونکي وويل: مور جانې څه فرق کوې نن يا سبا؟؟؟؟؟؟؟؟؟
زړې ښځې وويل: بلی مامور صاحب زوی لرم چې شل کاله کيږي په مسافرۍ تللی دی، شايد نن يا سبا راشي که راشي نو بيا دوه کسه يو-----------
له کور سره څېرمه يو دوکاندار وايي، چی هر کله دا مور له کوره باندې ځي نو کيلي ماته پريږدي او وايي چې شايد زوی مې راشیي، زه به نه وم ستړی به وي، دا کيلي ورکړه زما تر راتګ پورې به دمه وکړي ------
د مور مينه داسې وي!.
الله یار رحماني»
«
وروستي