
د بهرامچې سيمه پنجاب تر پښو لاندې کړه، ولس يې يرغمل او په ناموس يې تېری پيل کړ. نه يوازې افغان دولت په وړينګه خوله ور ته ګوري، بلکې همداسې طالبانو هم په پوره اخلاص سره د پنجاب يرغل ته ښه راغلاست ووايه، بهرامچه يې ور وسپارله، ولس او ناموس يې په پنجاب وپلوره. د حيرانتيا ځای لا دا دی چې طالبان اوس هم ځانونو ته د موسی لقب ورکوي او ځانونه د افغان ولس او خاوري ساتونکي ګڼي.
د نجيب د حکومت له ړنګېدا وروسته پنجاب په بېسارې توګه د افغانستان په خاوره ننوت. نه يوازې پر ډيورند خط يې خېټه واچوله، بلکې تر ډيورند را وا وښت او د افغانستان ولسوالۍ يې ونيولې. د پنجاب دغه پرمختګونه د طالبانو له زېږد څخه په تېره په دې وروستيو پينځه لسو کلونو کې دومره په چټکۍ روان دي چې افغان دولت او ولس يې هک پک کړی دی، خو دومره پتمن او غيرتي څوک نشته چې د دغه طاغوتيانو په وړاندې خوله خلاصه کړي. ټول داسې غلي دي ته به وايي چې پنجاب يې په خولو ابدي مورونه وهلي دي.
د پام وړ هرګوره دا ده چې د پنجاب يرغلونو يوازې په هغو سيمو کي زور اخيستی دی چېرې چې طالبان واکمن دي. له همدې امله بيا هم پوښتنې را پيدا شي چې طالبان د چا عسکر دي، د چا لپاره کار کوي، د چا ډوډۍ خوري او د چا په پت او عزت تېری کوي او د چا پت او عزت پلوري. تر لمر روښانه هر ګوره دا ده چې چېرې طالبان دي، هلته پنجابي سرتېري دي، هلته پنجابي واکمني ده او هلته افغان ولس تر پښو لاندې او بې پته شوی دی او کېږي. که داسې نه وای، نو څنګه کېدای شي چې طالبان له امريکا او ملګرو سره يې ډغرې وهلای شي، خو يو څو پنجابي سړيخواره له خپل کور او کهول څخه نه شي ايستلای.
د طالبانو په لمن تر ټولو ننګين داغ همدا دی او همدا به پاتې شي چې د جهاد، شرعيت، خپلواکۍ، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو په پلمه يې افغانستان او دا مظلوم ولس له بي شمېره بد مرغيو او ناورينونو سره لاس او ګرېوان کړ، ولس يې بې پته او افغانستان يې په لوی لاس نه يوازې په پنجاب وسپاره، بلکې د نړۍ په ټولو خونخوارو.
ځينې خلک وايي چې ګواکي طالبان د پنجاب په دامونو کې لوېږې او هر ځل سهوې کوي، خو دې دک و دليل نور خپل اهميت له لاسه ور کړی دی، ځکه چې طالبان په خپل شل کلن عمر کې تل تر تله د پنجاب لخوا د کيناراب د لوټې په توګه کارول شوي دي. همدا پنجاب دی چې ګټه يي وي طالب ته وسلې ورکوي، طالب په خپلو کمپونو کې روزي او تر کابله يې بد رګه کوي. کله چې د طالبانو ګټه لږ شي، بيا يې په امريکا پلوري او کله چې د پنجاب له امر څخه سرغړونه وکړي، په خپلو دوزخي زندانونو کې يې بې پته کړي او بيا يې ووژني. بېلګې يې له لسګونو زرو څخه ډېرې دي، خو دا چې طالبان اوس هم ځان نه پوهوي، که چېر نه پوهېږي، نو دا به له خپل ايمان او عقيدې سره خيانت وي. او که طالبان پوهېږي چې له دوی او د دوی له هېواد، ولس او ناموس سره څه لوبې کېږي، او بيا هم د پنجاب غلامي کوي، نو بيا هم دا له خپل وطن، عقيدې او خپلو خويندو ميندو سره خيانت دی.
حقيقت هر ګوره داسې دی چې پنجاب د خپلو ګټو لپاره طالبان کاروي، د طالبانو ناموسونه يې په پېښور، کوټه، کراچۍ او اسلام آباد کې يرغمل کړي دي، طالبان يې د جهاد او عقيدې په نامه داسې وغولول چې ساری نه لري.
پنجاب په خپلو وروستيو يرغلونو سره نه يوازې د سولې په نامه خبرې او جرګې اخلالوي، بلکې همداسې د افغانستان په خاوره خېټه اچوي. هرې خواته چې پنجاب لاس اچوي، د طالبانو په مټ يې اچوي، د طالبانو په نامه يې اچوي او د طالبانو په وړتياوو يې اچوي. پنجاب له امريکا او نړيوالو څخه د طالبانو د ځپلو په نامه عصري الوتکې، وسلې، روپۍ او سياسي پلوي او امتياز غواړي او له افغانستان څخه خپلې نامشرع غوښتنې او هر اړخيز اميتازونه غواړي. دا ټول د چا په نامه؟؟؟؟ بې له شکه چې د طالبانو په نامه او مټ يې ترې غواړي. همدا طالبان دي چې د نړۍ هر خونخوار يې افغانستان ته راووست، همدا طالبان دي چې پنجاب غونډې سپی او بې ننګه غليم يې د پښتنو پر اوږو سپور او په ککريو موړ کړ، همدا طالبان دي چې ولس يې په پنجاب بې پته کړ.