غزنی د نامتوازنی حکومتوالی ښه بیلګه ده

 
بسم الله الرحمن الرحیم
 
حکومت کول، حکمروایی، حکومتی مدیریت او ښه حکومتوالی د ټولنیزو علومو په برخه کښی یو له پېچلیو اوحساسو محوری بحثونو څخه دی، هغه چی له یوی خواه تل د ټولنې اکثریت د هغه په رعایت تاکید کوی او بل لور د معاصرو حکومتونو جوړښت او شکلی بڼه چی د خلکو د ارادی تمثیل، د هغوی له خوښی سره د هغوی په ګټه کار کول دی، د دی غوښتنه لری ترڅو د ښې حکومتوالی د برخی د پوهانو او نړیوالو منلی بدیل میعارونو څخه چی قانونی مشروعیت، حقوقی مکلفیت او شرعی واجب دی، په هر ډول شرایطو او سیسټمونو کښی رعایت او وپالل شی.
دلته دښې او متوازنې حکومتوالی په برخه کښی اړین بولم ترڅوهغه ځانګړیو فکټورونو ته ځغلنده کتنه ولرم، کوم چی تل د ټولنیز انارشیزم او یاغیتوب د ودی او بلاخره په لویه کچه د یوی ملی واکمنی د سیاسی زوال  او پاشل کیدو کورنی ځپونکی توپانونو ته زمینې برابری کړی، او تل یې هغه فرصتونه په کړکیچونو تبدیل کړی، د کومو په قوت کښی چی د یو ملت د تل پاتی کیدو او تاریخی عظمت راز او هیلی خوندی وی.
په یوه ټولیز اخذ کښی ښه حکومتواله دا دنده لری چی خپلی چاری په نیکه او صالحه کړنلاره، له هر ډول فساد سره په مبارزه او په ټوله کښی د پراختیایی متوازن سیاست چی اصل په کښی د ټولنیز عدالت پالنه او ساتنه وی د یو بی شانه مقدس معروف رسالت په ډول لومړی وپیژنی او بیا ورته د عمل تطبیقی موخی او معقولی کړنلاری برابرې کړی.
ولی کله چی دلته یعنی په افغانستان کښی او په ټوله کښی ددغه ممکنه حقیقی او ځمکنی اصل اړوند غواړو څو کرښې توری کړو، یا کله چه له ښې حکومتواله څخه خبره کوئ، باید وګورو چی حکومت تر کومه ځای په تیر یوه نیمه لسیزه کښی توانیدلی، تر څو د خلکو د ټولنیزو حقونو په تامین کښی اغیزمن ثابت شی اوتر ټولو مهم داچی ایا حکومت یا دولت هغه ژمنی چی د ملی وثیقی یعنی اساسی قانون او نورو قوانینو په رڼا کښی د متوازن پراختیایی ټولنیز سیاست څخه په تفسیر وړاندی کړی یوازی غولونکی او تش شعارونه ولو او یا په ریښتیا هم دوی په خپل ورکړی چلینج کښی بریالی راوتلی، مونږ د لته د غزنی ولایت چی له جغرافیایی، تاریخی او د بیلا بیلو قومونو د یو بل سره په څنګ کښی اوسیدو له کبله د ښې او متوازنی حکومتواله د ډول ازموینی لپاره یوه تحلیلی بیلګه بللی شو تر کتنی لاندی نیسو.
د ښې حکومتواله او د متوازنه پراختیا اصول هغه محوری مباحث دی چی د یو ټیکاو لرونکی ټولنی په جوړولو کښی ډیر ضروری دی، کوم چی دهغوی له په نظر کښی نیولو پرته هر بل حرکت محکوم په تباهی دی، په غزنی کښی دری وروڼه قومونه چی لویه برخه یی یعنی ۸۰٪ په ۱۰۰٪ کښی پښتانه اوسی، په دویمه کټګوری کښی هزارګان او بیا تاجکان هم راځی، داسی چی د قانونی مکلفیت حقوقی سنت، او شرعی مصلحت پر بنسټ دوی نه یوازی حق لری، چی پر همدی کچه شتون د یوه تشکیل په ټولیز جوړښت کښی ولری، بلکه دولت پدی مسول دی چی له دوی سره د هر ډول  تبعیض او ناسالم رقابت په صورت کښی مرسته وکړی، مګر هلته نه یوازی ددغه ډول متوازن عدالت څرک نه لیدلی کیږی، کوم چی د ښې حکومتواله حتمی  د ثبات راز دی، بلکه د حکومت په چوکاټ کښی یو داسی برابری سیاست په یو تنظیم شوی قومی، مذهبی او سمتی روحیه له تیرو ۱۴ کالو راپدیخوا پلی کیږی، هغه چی  سبب شوی له یوې خوا پر نظام د خلکو باورمند اعتماد راکم کړای شی، او بل لورته ټولنیز نظم په یو داسی حالت کښی دوام پیداکړی، هغه چی په جرات د کلمی او رسالت د وجدان ویلی شم د تباهی کندی ته ور لویدل وی.
ځکه پدی ولایت کښی له تیرو دیارلسو کالو راپدیخوا یوازی په یوه قام د حکومت د خدماتو او امتیازاتو د رحمت باران وریږی، د مثال په ډول:
۱- امنیتی بنسټونه:
په تیرو ۱۵ کالو کښی د دې ولایت یوازې له یو شخص امنیه قومندانه پرته نور ټول د ملی امنیت، امنیت ملی، نظم عامه او ملی پوځ رهبری او تشکیلاتی جوړښت د یو معلوم قوم چی اقلیت دی په لاس کښ وله.هغه چی ددی پرځای چی د دولت او خلکو ترمنځ د بی باوری واټنونه راکم کړی، کوښښ یی وکړل چی په لوی لاس خلک د نظام له اډانه څخه لری کړی، او داسی تبعیضونه را وپاروی، چی تاریخ به یی په سختو هیره وی، لکه د ملی پوځ په لیکو کښی څو میاشتی پخوا یو تن قومندان چی ددغه قام یو خاص سیاسی ډلګی ته منصوب ولو، یوازی په اندړو ولسوالی کښی تر یوې میاشتی په کمه موده کښی له مخالفو وسلوالو سره د مبارزی په پلمه ۱۷ تنه مظلوم تنکی ماشومان شهیدان کړل.
۲- پوهنیز او فرهنګی بنسټونه:
په تیرو ۱۵ کالو کښی کوښښ وشو، د نظام له منځه ترڅو دغه لوی اکثریت له علمی او فرهنګی لحاظه هم بیچاره کړای شی، لکه د بهرنیو ځواکونو سره او دهغوی د جاسوس لوریو په مټ یی د طالبانو په عنوان نږدی لسګونه ښونځی وسوزول، علمی شخصیتونه یی ترور کړو، او دا ډول یی د نظام د حاکمیت په چوکاټ کښی ددی قام له ملی مصطلحاتو سره د مبارزی ترڅنګ ټول علمی او فرهنګی قدرونه یی یا ور تقاعد او یا اړ کړل ترڅو په خپلی مورنی ژبی تدریس ونه کړی، لکه د فرهنګی یرغل په برخه کښی د دی ولایت د دوه لویو کتابتونونو چی ملی بڼه لری، له مدیریته نیولی بیا دهغه کتابونو چی پدی کتابتون کښی ساتلی شوی، او ټول د ایران هیواد له لوری د علمی او فرهنګی پروژو په ډول پلی شوی، د تحصیلی بورسونو ۹۰٪ سلنه خو له سره د دوی دی، لدینه ور اخواه یوازی د اندړو د ولسوالی څخه یی جاغوریو ته ددی مظلوم کړای شوی ملت په لسګونو د ښونکی بستونه او حتا د ښونځیو لپاره د تعمیر جوړولو او جواز امتیازونه هم په وروستی ظلم غلا کړی، داسی چی معلومه نه دی چی دا بهیر به په نورو ۱۴ پښتون میشتو ولسوالیو کښی په څه لوټماری روان وی.
۳- ملکی اداری جوړښټ:
د رسمی شمیرنو له مخی یوازی د غزنی ولایت په مرکزی تشکیلاتی جوړښت کښی ۷۰٪ فیصده هزاره ګان د تخصص او اصلاحاتو په عنوان ځای پر ځای شوی دی، د مثال په ډول د عدلیه، د کلیو پراختیا، څارنوالی، پوهنی ریاست، مخابرات او ټیکنالوجی، شهدا معلولین او د کار ریاست، کډوالو ریاست، د  اوبو رسونی ریاست، ترانسپورټ مدیریت، غزنی ګمرک تر ۸۰٪  څخه ډیر دوی دی، او په پاتی  نورو غیری کلیدی ادارو کښی هم د ۳۰ الی ۵۵ پوری برخه جوړه وی، لدینه ور اخواه ۳۵٪ سلنه داسی بستونه یی په پښتون میشتو سیمو کښی د قدرت د مافیا په مرسته یرغمل نیولی چی یوازی معاشونه یی دوی اخلی او دندی ته مکلف اشخاص نه ورځی، چی ګیرو، اب بند، رشیدان، جغتو، زنه خان او یوشمیر نوری ولسوالی یی بیلګه دی.
۴- د بیارغونی، او زراعت په برخه کښی:
د هزاره میشتو سیمو تر ۹۰٪ سلنه پورته ښونځی تعمیر لری، حال داچی په پښتون میشتو  سیمو کښی دا شمیره تر ۲۵٪ نه اوړی، ۵۳٪ نه پورته کچه سړکونه لوی لاری او ویالی یی په عصری بڼه رغول شوی او پخی شوی حال داچی په پښتون میشتو سیمو کښی دا شمیره تر ۷٪ سلنه نه لوړیږی.              د زراعت په برخه کښی چی د پښتون میشتو سیمو له ۸۵٪ سلنی پورته ځمکی د کرنی وړ دی، غرونه او دښتی یی کمی او ټولی حاصلخیزی دی، او اوسیدونکی یی اکثریته په کرهڼه بوخت وی، بیا هم ښکاره تبعیض وجود لری، د مثال په ډول په تیرو ۱۵ کالو کښی په ۱۴ پښتون میشتو سیمو کښی د زراعت ریاست یو میوه کونکی ونه څه چی حتا نهال یی هم نه دی ایښی ولی کله چی د هزاره میشتو سیمو برخه ګوری نو وبه وینی چی د ټول غزنی د خلکو حق یوازی دوی اخیستلی، داسی چی د غزنی زراعت تیر کال یوازی د میوی ۴۵۰۰۰ نیالګی غوښتل ولګوی ولی ددی ۷۸٪ سلنه یی هزاره میشتو سیمو ته تللی او همدا ډول په ټولو د کرنی او زراعت په برخه کښی حالت همدا ډول دی.
۵- سیاسی ویشنی د ولایتونو په سر:
بل لورته کله چی د مرکز پلازمینی پر کچه په لوی سر کښی کومی ګمارنی او ټاکنی کیږی هم لومړیتوب دوی ته ورکړل شوی لکه مرستیال وزیران، سفیران، والیان او داسی نور په سیاسی کچه د دی بی عدالتی ښه بیلګه  د ۱۳۸۹ کال ټاکنې دی هغه چی د غزنی ۱۱ څوکی چی  ۸ یی باید پښتانه وای، او پښتانه نوماندانو د دی صلاحیت د منلو وړ رایه هم وړی وله، مګر د یوی دسیسی په پایله کښی دغه لوی حق ترینه واخیستلی شو.
ددی ټولو ناخوالو په پام کښی نیولو سره او د یوی ایډیالی او د ټولنیز متوازن سیاست په لیدلوری چی عدالت یی اصل وی، د ښه حکومتواله کړنی او پایلی چی کله مونږ یوازی د غزنی په کچه تر ارزونی، محاسبه او معیاری غور لاندی ونیسو نو وبه وینو چی مونږ څومره د مفاهیمو له اصلی معنا لری پاتی شوی یو، او تر کومی کچې دلته حکومتی قومی فساد او بی عدالتی د استبداد او ټولیټاریزم خواته تللی دی، هغه چی قانون ددی پرځای چی د خلکو په حقونو څارنه وکړی، نظام د ملت د اراده ممثل وی او سیاسی توازن رعایت کړی تل عملا د فساد او جنون ښکار شوی.
نو په جراآت د وجدان او صراحت د کلمې ویلی شو، چی د افغانستان روانه کشاله په عمومی توګه او د غزنی ولایت روان کړکیچن امنیتی وضعیت په ځانګړی ډول په ټوله معنا کنه وی ولی په لوی کچې سره د ښه حکومتواله د نه شتون او نا متوازنه سیاستونو څخه د سیاسی نظام دی.
په درنښت