یوه خوش باوره ځوان لیکلې وه، چې افغانستان د اشرف غني په هڅو د فساد له دریمی شمیري اتمی کټګورې ته را کښته شوی .
ولې په مقابل کې هغه له ځان او حاکم ټولنیز منطق څخه نه پوښتي یا د عقل سترګې د قضاوت هیښتېا او د فکر پوخ واله یې دومره ټېټه او ساده ده چې ووایي ولې هغه افغانستان چې یو وخت او څو پیړۍ پخوا زمانو کې نه بلکې یوه یا یوه نیمه لسیزه مخکې د دې خاوری او افغان ټبر یو ماشوم به د میوی په ډکو کروندو کې په داسی حال کې قدم واهه چې نه به یې خپله لرل، نه به یې د اخیستلو او پېر څه مادی توان درلود او نه هم پری دیني څه سختي وله چې د ګاونډی پالیز او هنداوڼو ته به یې د قیامت د عذاب او دنیوی شرم او پیغور له امله حتا چپ هم نه کتل، څنګه شو چې د دي ټولو ارزښتونو سره سره هغه د نړۍ لومړی، دویم، دریم او یا اتمه شمیره فاسد ملت وشمیرل شی.
ایا په ریښتېا هم زموږ ملت دومره ناسالم او ککړ ملت دی چې باید نږدی یوه لسیزه د نړۍ د مفسدو ملتونو د کټګوري په نوملړ کې ځای ولری، ځکه که داسی نوی نو د دوی حکومت چې د دوی په اصطلاح منتخب اجرایو باصلاحیته استازی دی دومره به بدنام نه وایی.
اوس که لیږ فکر او شعوری درک زموږ د چاپېریال په محور رامنځته کېدونکو قضایاو د یو لرغوني مقدمه په چوکاټ کې ولرو نو وبه پوهیږو چې له سره فساد نه یوازی د دې ملت په جوهری دود، عنعناتو او معرفتي بډایه فرهنګې ضمیر کې ځای نه لری بلکه له سره د موجود فساد تغذیوی ریښي، نښلونکې سرچینې او د وصل منابع له بهره هغه هم د دوی د اسټراټژیکو او مشترک السرنوشته نړیوال ملاتړیو له ملاتړ څخه خړوبېږي.
د بیلګه په توګه فساد د بهرنیو کمپنیو ( NGO ) ګانو او د هغوی د امریکایې الااصله افغان نومیو قرارار دادیانو ترمنځ د پټو او له فساد څخه ډکو معامعلو څخه را پورته کیږی او افغانان ته یې یوازی د دوی د خیانتونو او بی شرمویو له امله د اشغالي جغرافیوی قلمرو په توګه چې بشری تاریخ ورڅخه ناوړه او درد ناکه تجربه لری او افغان ملت تل د دغه اشغال شتون او نیواک په تړاو تل د اعتراض چیغه پورته کړي، ځکه د فساد د پیغور له امله د افغانانو ویښ وجدان د سیالانو په کاروان کې د سر ټیټې احساس کړي بل لور ته فساد د افغانانو پرمختګ او تمدني سترتیا عظیم شان ته سپکاوی دي او په لویه کچه یې د دې غیور او ځوان مرده ملت ثقافتی شان ته لسګونو نوری داسې ناخوالي د را پورته کولو تر څنګ چې حتا بهرنیان غواړی او پدی کوښښ دې چې د فساد نمبر له اوله تر اتمه هر کله چې زړه یې وغواړی د خپلو استثماری او نیواکګرو ګټو د تحقق په موخه او په ټوله کې د الغزوة الفکری د ټولنیزی استعماری طرحه پر بنسټ د افغانۍ باورمندی ټولني د بنسټونو د نړولو او ضعیفه کولو په موخه دلته بیا بیا تکرار کړي.
داچې په هیواد کې امنیتی وضعیت په ټوله معنا پیچلي ښکاری، سیاسی او ټولنیز حالت هم د واحد مرکزی واک د پاشل کیدو له امله چې د ملی یوالی ناقیضې فرمولی محصول دي، د رورابکر خیالی طرحه چې د افغانستان ویشنه د قدرت په ګواښونکو سیمه ایزو جزیرو بدل شوی، د ګډ حکومت واکمن شریکان هم د خپل ځان د بقاء په موخه هره ورځ د خیانت، چورګری او تاړاک ګری څخه ډکې معامعلو له امله لغړ انډوخر او غوبل جوړ کړي، هغه چې دوستم ته د ۲۰ زرو تنظیمی ملیشو جواز ورکول یا له عطا محمد نور سره د ( نور ) په شرکتونو چې سر تا سره په فساد کې ښکېل دي او په ټوله کې د سیاسی قدرت په سر پټ توافقات د دې ښودنه کړي، چې ژر دي د نظام په پاشل کیدو سره دوی خپله د فساد محوری اړخونه یعنی بهرنیان هم ورسره غرق شی.
اوس نو د دوی د نړیوال نومیو اسیرو ادارو له لوری پرته له هیڅ مخکښنې استدلالی معلوماتو وړاندی کولو او منطق څخه افغانستان د فساد له ۳ څخه مستقیم ۸ ته راکښته کړي.
هغه چې د بهرنیانو دا ډول تکتیکی کړنې چې نیواکګر قدرتونو یې د مستعمره ملتونو د فکری اغوا په موخه له موجوده حقایقو څخه تر سره کوی نه یوازي چې د بوډا غنی لاسته راوړنه نشی بلل کیدای او زموږ له اوږو د شرم نوم نشی لری کولای بلکه عملا د فارسی ژبه د یو متل په اساس چې دا ډول تکتیکونه افغان ولس د ( ارمیش پیش از طوفان ) له تاریک حالت سره مخ کوی.
بنآ لیږ عقلانیت پکار دي.
په درناوی
وروستي