لیونی

 
لیونی یم ستا د مینې په سبب
ځکه لور د بیابان مې دی مذهب
 
دي څیرې یې مشابهې ستا د مخ
ښاپيریو ځکــــــــــه وړی دا لقب
 
زړه مې هسې د سینې له جاله وت
لکه ووځي له جاله څخه کب
 
د سرو شونډو نظم څومره ښایسته
لکــــــه توري په غزل کې مرتب
 
چې پیدا یمــــه له آره مسلمان
شکرانې او سجدې کوم د رب
 
یمه خام د اشنا خیال مې داسې وړي
لکـــــــه سین په مینه مینه یوسي لب
 
پاچاهي به په دنیا کړم کومه ورځ
یم په پاکـــــــه عقیده او لوړ نسب
 
شرمګینې سترګې رپي یې باڼو
اشنا څومره ښه بشر څه مؤدب
 
هلاکت دې په اغیار شي رانازل
تبت ید یې شه او خپله هم وتب
 
سرکشي د حیوانیت په دود لري
دی بې برخې له نعمته د ادب
 
غږ د ښکلي د نسیم په غیږ کې را
زړه مې ولویده او غږ یې شو د درب
 
په تنکي بدن غوبل کــــــــــــا که غنم
شبنم پښو لاندې که ګل کړمه ځب ځب
 
دي زبیښلي مــــــې یې وینې واړه دي
رنګ مې زیړ ښکاري په مثل د رطب
 
ویریدلي یې لــــــــه سیوري ظالمان
دغه څوک دی چې یې مخ دی منقب
 
واړه ژبې دي د خدای زښتې یې مه
دواړه یو دي که شپه وایو او که شب
 
خو حق دا دی چې د مور ژبه اول
زه به تبه وایم دی دې وايي تب
 
په پښتو یې قافیه لکـــــــــــــه الماس
په زینت  مې کړ دوه نور رنګه ذهب
 
ګیلــــــــــه منو لره نه ښایي ګیله
اسمان ښکلی په هزار رنګه کوکب
 
په هیڅ رنګ یې د سیالۍ دی ګلاب نه
اشنا دومره له رنګــــــــــــــونو مرکب
 
بې نمکه ترېنه ښکته یو په سل
وفادار دی که د سپي وکاندې چب
 
د اشنا په غـــــم د زړه وینې شي توی
شعر زرغون کړي ویې شیندم لکه حب
 
۱۸/۵/۱۴۳۷ هجري