
په کابل کې د سولې په اړه د څلور اړخيزې غونډې څخه وروسته طالبانو په ډاګه کړه چې د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي. که څه هم چې ولس، د دولت لوړ پوړو غړو او سياسي کارپوهانو وار له وړاندې ويلي وو چې طالبان نه د سولې واک لري او نه هم د دوی پنجابی حامي په افغانستان کې د سوله لپاره ريښتيا هم خپلې هڅې کوي، خو دا دي طالبانو په خپله زباد کړه چې تر څو د ګاونډيو هېوادونو په تېره پنجاب خوښه او ګټه نه وي، افغانستان او سوله دوه ناباندې (متضاد) نومونه ده.
طالبانو له افغان دولت او ولس سره له سولې څخه د انکار دليلونه وړاندې کړي دي چې ګواکي د دوی د مشرانو نومونه په تور لېست کې دي او امريکايانو په تېره افغان دولت خپل نظامي هلو ځلو يا عملياتو ته زور ورکړی دی. له همدې امله دوی د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي. که څه هم چې د دوی دک و دليل د منښت وړ دی، خو دا چې طالبان په خپله هم تر افغان دولت څخه په زرګونو مرتبو ډېر په جرم او جنايت کې لاس لري او تر خپل وروستي وس پورې په هر ډول جرم او جنايت لاس پورې کوي، نو د طالبانو دليلونه خپل اصلي ماهيت له لاسه ورکوي. طالبانو پرته له دې چې خلک په ځان پورې وخندوي او نور هم د ولس قهر او غضب وپاروي، نور د منښت وړ کومې پايلې به تر لاسه نه کړي.
يوازې تېره اوونۍ د کنړ ځانمرګي بريد تر څلوېښتو ډېر کسان ټپي او شهيدان کړل. په همدغه غيرانساني او غير شرعي کړن سره طالبانو د سولې خبرې رد کړي. په کنړ کې ځانمرګي يوازې او يوازې ولسي بې ګناه وګړي او ريښتيني جهادي شخصيتونه ووژل. نه يې امريکايی مړ کړ، نه کوم بل غربي سرتيری، نه د اوردو کوم سرتېری او نه هم کوم پوليس يا د امنيت کارمن. همداسې يې د کابل ځانمرګی در واخلئ چې د يو څو سرتېرو تر څنګه يې په لسګونو ولسي بې ګناه وګړي په وينو ولمبول. که طالبان له دولت څخه دا تمه لري چې بايد په کليو او بانډو کې نظامي عمليات بند کړي، نو طالبان بيا د کوم قانون، شريعت او کومې کړنلارې له مخې ځان ته دا حق ورکوي چې جهادي شخصيتونه او بې ګناه ولسي وګړي ووژني.
ستونزه چيرې ده؟
دوه اوونۍ به کېږي چې خبري رسنيو وليکل چې د طالبانو د قطر له دفتر څخه لوړ پوړي طالبان پنجاب ته تللي دي، خو دا چې د څه لپاره تللي دي، طالبانو خوله پټه ونيوه او خبري رسنيو هم نه دومره سر وخوږوه او نه يې هم د سياسي چارو له کارپوهانو سره اړيکې ونيوي چې د هغوی نظر واخلي. د همدې سفر په اړه پنجابي دولت هم څه و نه ويل. خو له نيکه مرغه چې افغان ولس او نړيواله ټولنه پوهېږي چې طالبان د سياسي واکيسنو لپاره پنجاب ته ولاړل تر څو د سولې په خبرو کې د پنجاب ګټې وساتي.
پنجاب ته د طالبانو له تګ څخه وړاندي دوه ځلې د پنجابي فوځ مشر راحېل شريف او يو وار د پنجاب لومړی وزير نواز شريف هم تللی وو او له طالبانو او قطري چارواکو سره يې د افغانستان په اړه خبرې کړې وې. د تل په څېر د دې ډول خبرو اترو په اړه خلک يا ګرد سره نه خبرېږي او يا هم په ډېره لږه اندازه مالومات د باندې وځي. ويښ او پوه ولسونه هرګوره پوهېږي چې د غلام او بادار تر منځ د ولس له ځپلو څخه پرته پر بل شي خبرې نه کېږي او نه هم غلام د دې وړ ګڼل کېږي چې بنسټيزې او د ولس د خير او ښېګڼې خبرې دې ورسره وشي.
تجربو وښووه چې طالبان د پنجاب زېږد، روزل شوي، لوی شوي او د دوی تلپاتې غلامان او سرتېرې دي. که داسې نه وي، نو د طالبانو شل کلن عمر به د افغان ولس لپاره هرو مرو يوه ښېګڼه هم درلودای. افغان ولس چې د پنجاب لخوا له افغانستان سره د نااعلان خو له کلونو روانې خونړۍ جګړې نارې وهي، دا په خپله د طالبانو په هويت او د پنجاب په نيت لوی لاسوند دی. او که څوک تر دې لوی لاسوند غواړي، نو خپل وران ويجاړ کلي، کور، ښار او هېواد ته د يوه خوږمن مؤمن مسلمان په سترګو وګوري.
طالبان که ريښتيا دا شرط لري چې امريکا دې له افغانستان څخه ووځي، نو تر ټولو ښه لاره دا ده چې امريکا ته د پاتېدلو پلمه په لاس ور نه کړي. او که دا نيت لري چې امريکا به له افغانستان څخه په زور وباسي، نو دا خو امکان به لمړی کېدون و نه لري او که يې چېرې ولري، نو افغانانو ته به په ډېره لوړه بيه پرېوځي. طالبان هم په دې پوهېږي او ډاډه دي چې امريکا له افغانستان څخه په زور نه شي اېستلای او نه وځي، ځکه چې دا به د نړۍ د زبرځواک لپاره تر ټولو ستره ماتې وي. که چېرې طالبان په ريښتيا هم د امريکا په شتون کې سوله نه غواړي، نو بيا د سولې لپاره ولې بېځايه د ولس له احساساتو سره لوبې کوي، ولې په يوه او بل ملک کې دفتر او آدرس غواړي او ولې د سولې نارې وهې؟
ډاډه يم چې دا چيغې او نارې به هله ريښتينې شي، طالبان به هغه وخت سولې ته په ريښتيا تيار شي چې افغانستان په بشپړه توګه پنجاب ته وسپارل شي.