په رحم کې داولاد زيانمنول

دا ولاد زيانمنول چې په عربي ژبه کې ورته اجهاض ويل کيږي پدې معنى  ده چې اولادپرداسې ډول تاواني کړي چې نورژوندونکړي، لدې څخه موخه اوهدف دادې چې مور په خپل رحم کې بچې ياخپله اويادبل شي په واسطه زيانمن کړي .
دزيانمنتيا تاريخ
ديادونې وړده چې زيانمنول دهغه دعوت په پايله کې رامنځته شول چې غوښتل ئې دنفوسو دزياتوالي مخه ونيسي اودبشريت دکثرت مخه ډب کړي البته دعوت له پخوا څخه پيل شوې وو چې لومړې پيل ئې داتلسمې پيړۍ په وروستيو کې وو، اولومړې کس چې دې نظريې ته ئې دعوت پيل کړ هغه برطانوي نصراني پادري –مالتوس – وو، نوموړې پدې اندوو چې دنفوسوزياتوالې بشري موارد له ګواښ سره مخ کوي ځکه دنړۍ نفوس په يوډول هندسي لارسره زياتوالې مومي چې په پرله پسې توګه دوه ،څلور ،اته ،شپاړس اودوه ديرش ډوله سره کثرت مومې خودبلې خوادځمکى عايدات په حسابي توګه زياتوالى مومي پدې معنى چې دوه – درى –  څلوراوداسې نور، پدې ډول سره زياتيږي .
دغه دعوت په پريمانه کچه خپورشو چې لومړى ئې په امريکا کې رواج وموند که څه هم په پيل کې دنړيوا لې ټولنې له ګواښونو سره مخ شول خوبيا په کال ١٩٤٢م  کې په امريکا کې ددې لپاره دوالدينو ديووالى تنظيم جوړشو اوددغه تنظيم هدف داوو چې دحمل مخه ونيسي اوميندې په خپل رحم کې اولاد زيانمن کړي ترڅو دبشريت په ژوندانه کې ترقې راشې .
دوخت په تيريدو سره بيا دغه اتحاد  په  ١٩٦٤ م  کال دملګروملتونو غړى وګڼل شو اودغې کميټې بيا ګڼ شمير سيمه ايز فروعات په بيلابيلوهيوادونو کې جوړکړل .
داولاد دزيانمنتيا په اړوند داسلام
اونورو اديانوموقف
 داسلام څخه مخکې اديانو کښې داولاد ضايع کول حرام وو،  يهودي دين کې داولاد اسقاط ناروا اوددغې کړنې لپاره ئې سخته سزا ټاکلې وه که څه هم چې دغه سزا معينه نه وه ،دارنګه په نصراني دين کې هم اسقاط حرام اوسزاائې مرګ وه  له همدې کبله په برتانيا کې ترکال ١٥٢٤م  پورې ددغې کړنې سزا اعدام وه بيا ئې نرمي پکښې راوسته اوپه دائمي حبس ئې بدله کړه مګر ددې حبس سره سره به په شاقه کارونو هم ګمارل کيدل اوبيابه ورو  ورو نرمي پکې راتله تردې چې حلا ل وګڼل شو .
دارنګه حال په امريکا کې هم وو، هلته هم داسقاط سزا قتل وه بيا په دائمې حبس بدله شوه بيا وروسته پکښې نرمښت راغې او په پاى کې مباح وګڼل شو
لوموړى هيواد چې اسقاط د اولاد ئې مباح وګڼلو هغه پخوانى شوروي اتحاد وو دغه هيواد په کال ١٩٢٠م کې  داولاد اسقاط مباح وګاڼه بيائې په کال ١٩٣٥م کې ورڅخه منعه وکړه ځکه چې پدې وخت کې ګڼ شمير ميندې داسقاط له کبله مړې شوې اسقاط ډير ځله ددې لامل ګرځي چې ښځې ته زيان ورسوي اوشوني ده چې دمرګ له خطر سره ئې مخ کړي .
دشوروي اتحاد څخه وروسته جاپان داولاد ضايع کول مباح وګرځول ، وروسته ئې دهغه اولاد ضايع کول مباح وګرځول چې په لومړيو دريو مياشتو كې وي .
داولاد داسقاط احصائيه :
دملګروملتونو دنړيوال صحي سازمان داحصائې له مخې ترکال ١٩٨۴ پورې ضايع کړي شويو بچيانو شميره پنځو مليونو ته ورسيده او دهغو ښځو شمير چې د اسقاط له کبله له مرګ سره مخ شوي دسل او دوو سووزرو ترمنځ وه .
يوازې په امريکا کې د١٩٧٣م او١٩٨٣م کلونو ترمنځ داسقاط شميره پنځلسومليونوته ورسيده پدې معنى چې دلسوکلونو په موده کې دضايع شويو جنينو شميره پنځلس مليونه وه .صرف په نيويارک کې دجنين داسقاط درى سوه صحي مرکزونه جوړ کړې شوي وو.
دپورتنيو شميرو څخه دجنين داسقاط خطر په بشپړه توګه څرګنديږي .
داهم يوڅرګند حقيقت دې چې ټول اديان دنفس په حفاظت اوساتنې متفق دي ټول شريعتونه ددې دپاره راغلي چې دنفسونو ساتنه وشي اودپنځو ضرورياتو په ساتنه ئې ټينګار کړې چې هغه عبارت دې له : دين ، نفس ، ناموس ،عقل ، اومال څخه اودجنين اسقاط ددې مصالحو سره په ټکر کې دى .
دا رازاسلامي شريعت په ټولنه کې دجنين اسقاط حرام بولي ځکه شريعت دپنځوضرورياتو دساتنې لپاره راغلى کوم چې مخکې ورته اشاره وشوه .
دويم : دجنين اسقاط دنکاح دمقاصدو سره اړخ نه لري ځکه له مقاصدو دنکاح څخه دادې چې نسل زيات شي الله پاک په بني اسرائيلو باندې دنفوسو دزياتوالې له کبله احسان کړى اوپدې اړوند ئې فرمايلي دي ﴿وجعلناکم اکثر نفیرا ﴾    ژباړه : اوستاسې شمير مونږ له پخوا نه زيات کړ. 
داراز رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل امت ته امرکړى چې زياتې ښځې په نکاح کړى او لدې څخه ئې مقصد دنسل زياتوالې دې هغه صلى الله عليه وسلم داسې فرمايلې دي :((تاسې  داسې ښځې په نکاح کړئ چې اولاد راوړونکي وي ځکه زه غواړم چې دقيامت په ورځ زما دامت شمير دنورو ملتونو څخه زيات وي ))
دريم : دجنين په اسقاط سره پر الله باندې دبد ګومانۍ امکان دى ځکه يو شمير خلک دغه کړنه لدې کبله ترسره کوي چې دزامنو له نفقې اوتربيې څخه په ويره کې وي ... نو دغه کړنه په الله تعالى باندې بدګوماني ده الله پاک پدې هکله  داسې فرمايلې دي ﴿وما من دابة فی الارض الا علی الله ﴾ ( )
ژباړه :په ځمکه کې هيڅ داسې کوم خوځنده ساکښ نشته چې دهغه روزي دالله په غاړه نه وي .
داسلامي شريعت له انده دجنين اسقاط ناروا او حرام دې مګر ددې سره سره يولړ مسايل ورڅخه مستثنى دي .
دجنين داسقاط حکم :
په تفصيلي ډول دجنين اسقاط څوبرخو ته ويشل کيږي
لومړې :طبيعي اسقاط :
دغه ډول اسقاط عبارت له هغې طبيعي کړنې څخه دى چې رحم خپله پخوا له بشپړوالي څخه هغه خارجوي .
دغه قسم اسقاط دښځې دغوښتنې او ارادې څخه پرته صورت نيسي ښځه اونور څوک پدې کې هيڅ رول نلري طبي څيړنو ثابته کړي چې داويا او اتياو ترمنځ طبيعې اسقاط دخرابتيا له کبله صورت نيسي اودا د الله پاک غټ فضل اوکرم دي ددغه قسم اسقاط حکم په لاندې ډول دى :
پدې ډول اسقاط کې هيڅ ګناه نشته اونه څوک پرې ملامتيدلاى شي آن چې دغه قسم اسقاط دالله پاک رحمت دى پرخپلو بنده ګانو باندې
دويم – پرته دکوم شرعي عذرڅخه دجنين اسقاط
  دغه قسم اسقاط درى حالته لري :
لومړې حالت : په لومړيو څلويښتو ورځو کې دجنين اسقاط
ددې ډول اسقاط په اړوند بې شميره پوښتنې راولاړيږي ، يو شمير داسې خلک دې چې دښځو ئې اولاد پيداکيږي اودلږې مودې دتيريدو وروسته بيا حمل اخلي نوپدې صورت کې غواړي چې داحمل ضايع کړي اوياهم د واده څخه وروسته سملاسي حمل اخلي خوخاوند ئې نه غواړي چې ژر حمل واخلي  نو په لومړيو څلويښتو ورځوکې يى ضايع کوي پدې مسئله کې علماء جلا جلا نظريات لري :
يوشمير علماء پدې اند دي چې دا  حرام دى اوپه هيڅ توګه ندي روا، امام مالک ،ابن رجب ، عزبن عبدالسلام ، ابن الجوزي ، شيخ الاسلام ابن تيميه پدې نظر دې ظاهريان هم  دانظرلري .
 ددوې دلائل په لاندې ډول دي :
الله تعالى فرمائې : ﴿واذا المودة سلت بای ذنب قتلت﴾ ( )
ژباړه : اوکله چې له ژوندۍ ښخى کړى شوى نجلۍ څخه پوښتنه وشي چه هغه په کومه ګناه وژل شوى ؟.
دنطفې په حالت کې اسقاط په  - الوﴼد – وژنه کې داخل دى ځکه نبي کريم صلى الله عليه وسلم عزل ته پټه وژنه ويلې اوعزل ديته ويل کيږي چې سړى دښځې دفرج دباندې انزال وکړي ، دا پداسې حال کې چې دعزل په موضوع کې نطفه دښځې په رحم کې قرارندې موندلې نوکله چې په رحم کې قرارومومي بيا خو په هيڅ ډول ندي روا اوهم په پټه وژنه کې داخل دى .
دا راز دابن مسعود رضي الله عنه په حديث کې دي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : ( ستاسو دهريوه خلقت (پيدايښت ) څلويښت ورځې  دمور په رحم کې نطفه وي بيا څلويښت ورځې وروسته يوه ټوټه دغوښې شي بيا څلويښت ورځې وروسته هډوکې وګرځي ...)
ددې څخه جوته شوه چې الله تعالى دانسان پيدايښت په  لومړيو څلويښتو ورځو کې جمع کوي ا وپه همدې موده کې شکل اوپيدايښت صورت مومي که څه هم چې دا په پټ توگه  شکل  اوپيدايښت دې .
نوداچې دانسان شکل په همدې موده کښې صورت مومي که څه هم چې په پټ شکل سره وي نوبيا نده روا چې تيرې پرې وشي اويائې بي حرمتي وشي .
دريم داچې حد او قصاص داسلامي شريعت له انده  واجب دى، نو کله چې څرګنده شوه چې ښځه حامله ده نو دحد اوقصاص اقامه کول ترهغه پورې ندي  صحيح ترڅوئې چې اولادنه  وي پيدا شوي اګرکه هغه نطفه هم وي دهمدې نطفې له امله دقصاص اوحد اقامه کول وځنډيدل اوداهم څرګنده ده چې دواجب وروسته کول دمحترم شي له کبله صورت نيسي چې بې حرمتي ئې په هيڅ توګه جوازنلري .
څلورم داچې ډاکټرانو جوته کړې چې دانسان دپيدايښت ترټولو مهم پړاو دنطفې پيدايښت دې په همدې موده کې دجنين پيدايښت صورت نيسي اوهم په دې موده کې انساني طييعتونه ، صفات اواشکال انتقال مومې، تردې چې جنين په دې موده کې دومره متأثر کيږي چې په بله هيڅ موده  کې دومره نه متأثره کيږي نودا چې دا خورا  مهم  پړاو  دې اوهم دالله پاک عظمت پکې ښکاره کيږي ، نوبيا په کوم دليل پدغه جنين تيرې روادى ؟ له بلې خوا په همدې موده کې په جنين تيرې اودهغه بې حرمتي دشريعت داصولو سره په بشپړه توګه ټکرخوري .
دويم نظر : حنفي ، شافعې اوحنابله علماء پدې اند دي چې پدې موده کې دجنين اسقاط روادې دوئ په لاندې دلايلو اتكاء كړى  :
الله تعالى فرمائې ﴿یاایها الناس ان کنتم فی ریب من البعث فانا خلقناکم من تراب ثم من نطفة ثم من علقة ثم من مضغة مخلقة وغیر مخلقة ﴾ ( )
ژباړه : اي خلکو ! که دمرګ نه د وروسته ژوندانه په باب ستاسې څه شک وي نو تاسې ته دې څرګنده وي چې مونږ تاسې له خاورې نه پيداکړي ياست بياله نطفې نه ،بيا دويني له ټوټې نه ، بيا دغوښې له بوټۍ نه چې شکل لرونکې هم وي اوبې شکله هم .
دشکل او بې شکله څخه څرګنده  شوه چې پيدايښت دبوټۍ په حالت کې صورت نيسى او دنطفې په حالت كې پيدايښت نه وي نوداچې پيدايښت نشته حرمت هم نشته اونه دبې حرمتې کړنه شته .
البته ددې دليل څخه داسې ځواب شوې چې ګنې ددغه آيت څخه دنه پيدايښت معنى نه لازميږي، بلکې پيدايښت له پيل دنطفې څخه شروع دي چې په اړوند ئې بيشميره دلايل موجود دي اودا واړه بيا دوو برخوته ويشل کيږي :
لومړې : پټ پيدايښت چې پردې دابن مسعود حديث دلالت کوي اوهم دډاکټرانو له انده پدې وخت کې پيداښت صورت نيسي .
دويم : ښکاره پيدايښت چې په دې همدغه آيت دلالت کوي .
٢- دجابر رضى الله تعالى عنه حديث : ((په هغه کې راځي صحابه ؤبه ويل ((مونږ عزل کولو او قرآن نازليدلو نوپيغمبر صلى الله عليه وسلم ددوۍ کړنه تائيدکړه نوددې څخه څرګنده شوه چې نطفه حرمت نلري )).
ددې دليل څخه داځواب شوي چې ددواړو حالتونوترمنځ ښکاره فرق دى ،دعزل په صورت کې نطفې په رحم کې قرارندى موندلې اونه ئې پيدايښت پيل شوى خودنطفې حالت په رحم کې قرارموندلې اوهغه هلته ټينګه شويده لکه الله پاک چې فرمايلې دي : ﴿الم نخلقکم من ماء مهین فجعلنه فی قرار مکین ﴾ ژباړه :ايا مونږ له ناڅيزه اوبونه تاسې پيدانه کړئ اوتريوې ټاکلې مودې پوري  موهغه په يو محفوظ ځاي کې تم کړى .
نوداچې په محفوظ ځاي کې خوندي دي بيا ئې بي حرمتي په هيڅ توګه صحيح نده پدې بنسټ دعزل دمسئلې اونطفې او دقرار دمسئلې ترمنځ فرق دى.
بنسټيزه قاعده ده چې وائې دفع کول له پورته کولو څخه آسان دى .
دنطفې په صورت کې جنين لاپيداشوې ندي نو پدې بنياد دقيامت په ورځ هم نه راپورته کيږي دقيامت په ورځ چې نه پورته کيږي بيا حرمت هم نلري اواسقاط ئې درست دى .
ددې دليل څخه داځواب شوي چې دشخړي په مسئله ئې دليل نيولې اوداصحيج ندې .
راجح : دپورتنيو دلايلو اومناقشاتو څخه داسې څرګنديږي چې دجنين اسقاط ياضايع کول صحيح ندې که هغه دحمل څخه دخلاصون په بنياد وي اويا پدې بنسټ وي چې له نفقې اوتربيې څخه ئې په ويره کې وي .
دکويت دڅيړنيزو چارو کميټي اودسعودي عربستان دعلماو ټولنې هم دنه جواز فتوى ورکړې، يوازې هغه وخت روا ده چې  دمور دسلامتيا ويره وي اوبس
دويم حالت: دڅلويښتو ورځو څخه وروسته بيا د روح تر اچولو پوري داسقاط حکم :
 علماء پدي مسله کې دوه جلا جلا نظريات لري :
لومړى نظر: هغه علماء چې دڅلويښتو ورځو په موده کې داسقاط جواز نه ورکوي دهغي مودي څخه وروسته خو ئي بيخي نه ورکوي او دا دمالکيانو ، ظاهريانو شيخ الاسلام ابن تيميه، ابن رجب، عز بن عبدالسلام ،ابن الجوزي ، او حنابله وو نظروو.
دوهم نظر: حنفي اوشافعي علماء پدي موده کې داسقاط جواز ورکوي .
راجح اوغوره نظر: داچې په مخکني صورت کې دجنين داسقاط درست نه وو نودوينې دټوټې اوغوښي دبوټي په صورت کې خو بيخي درست ندى .
دريم حالت : دروح داچولو څخه وروسته داسقاط حکم :
ټول علماء پدي متفق   دي چې دروح داچولو څخه وروسته اسقاط ناروا اوحرام دى، کله چې دماشوم څلورمياشتي پوره شي نو الله پاک ورته پرښته راوليږي اوپه هغه کي روح واچوي لکه دابن مسعود په حديث کې چې راغلي دي پدي بنياد ئي ددي مودي څخه وروسته اسقاط دټولو علماوو له انده ناروا اوحرام دى . ددي دليل دادى چې ددي مودي څخه وروسته اسقاط دمعصوم نفس وژنه شميرله کيږي ، او الله تعالى پدي اړوند داسې فرمايلي دي ﴿ولا تقتلو النفس التی حرم الله الا باالحق﴾ ( )
ژباړه: دنفس وژنې مرتکب کيږۍ مه ، دهغه چې الله حرام کړيدې مگر په حقه سره.
اوپه حديث  د  ابن مسعود رضى الله تعالى عنه کې پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : ((دهيڅ هغه مسلمان وينه تويول ندي روا چې شاهدي وائې ددي خبري چې نشته لايق دعبادت په حق سره پرته له يوالله څخه اومحمد صلى الله عليه وسلم دالله تعالى استازې بولي مګر ددريو کارونو په کولو سره ئې وينه تويول صحيح دى چې هغه دانسان وژنه دبل انسان په بدل کې اوهغه زاني چې  محصن وي اومرتد چې ددين څخه ګرځيدلې وي اودمسلمانانو حمايت ئې پريښې وي ))  ( )
 پدي بنسټ حمل په اسلام کې دنيک والد پيرو  وي نو اسقاط ئي په هيڅ توگه ندى روا.
دريم ډول: دشرعې عذر پر بنسټ داسقاط حکم:
ددې موخه داده چې کله ناکله دجنين پاتې والې دمور ژوند له گواښ سره مخامخ کوې ، اودا هغه مهال واقع کيږي چې کله مور ناروغه وي   نو دجنين بقاء ناروغي نوره هم زياتوي په تيره بيا دزړه ، گردو ، سرطان او ويني ناروغي لنډه دا چې دجنين پاتي والې دمور ژوند ته خطر وي . آيا په دغسي حالاتو کې دمور دسلامتيا په خاطر دجنين اسقاط اوضايع کول روادي ؟  دغه مسئله  دوه اړخونه لري چې هغه په لاندي ډول دى :
الف: دروح اچولو څخه وړاندي حالت:
معاصرعلماء پدي آند دي چې دمور دسلامتيا پر آساس دجنين داسقاط ياضايع کول دروح اچولو څخه وړاندي روادى، دسعودي عربستان د علماو کميټې هم په کال ١٤٢٦هـ  کې ددې فتوا ورکړه اوددوئ په فتوا کې راغلې : ((دجنين اسقاط ندى روا)) يعنې دروح اچولو څخه مخکې خوهرکله چې د ډاکټرانو معتبرې کميټې نظر ورکړ اووئې ښودله چې جنين دمور ژوند او سلامتيا ته خطر پيښوي نوبيا ئې په دې موده کې ضايع کول درست دي پدې شرط چې ډاكټرى چاري اوطبي کړنې کارورنکړي . 
دوئ دمسئلې تحليل په لاندې ډول کړې :
فقهې قاعده ده چې وائې : غټ  ضرر به په وړوکې سره د فع كوې ددوو شرونو په مهال به په وړوکي عمل کوې نو دجنين اسقاط ضرردى، دارنګه  دمورمړينه هم ضرردى، پدې وخت کې به اوس وړوکي ضررته ګوري  نو دجنين اسقاط دمور دمړينې په پرتله وړوکې دى .
داچې اصل په اسقاط دجنين کې حرمت دې خومخکنۍ قاعده او لاندې قاعده چې وائې (( ضرورتونه حرام شيان هم رواکوي ))  معاصر علماو  دجنين داسقاط دجوازفتوا دلاندې شرائطو په پوره کولو سره ورکړيده :
١- داسې حقيقي ناروغي به موجوده وي چې دمور ژوند له خطر سره مخ کوي.
٢- ددغې ناروغي علاج پرته داسقاط څخه شونې نه وي .
دډاکټرانومعتبره کميټه به ددې تصديق کوې چې دمورنجات پرته دجنين داسقاط څخه په بل شي شونې ندې .
کچيرې پورتني شرائط پوره کړاى شي بيا دجنين اسقاط په هغې موده کې روا دى چې روح نه وي پکې پوکل شوي
ديادونې وړده چې دغه شرائط ځکه کيښودل شول چې معاصر ډاکټران پدې اند دي چې هيڅ داسې ناروغي نشته چې دهغې درملنه ونشې اودمور دنارغۍ درملنه شونې ده  چې پرته داسقاط څخه وشې، ډاکټر محمد البار وائې : صرف يوه ناروغي ده چې درملنه ئې نه کيږي اويوازې په همدې حالت کې به مورخپل جنين ضايع کوي چې دادمسموم ناروغي ده اولدې څخه پرته دنورو ټولو ناروغيودرملنه امکان لري .
پدې آساس دجنين اسقاط دپورتنيو شرائطو دپوره کولو څخه پرته په هيڅ صورت نده روا، ځکه اصل په اسقاط کې حرمت دى اوجواز ئې دشرائطو په پوره کولو کې دضرورت پراساس دى .
دويم حالت : دروح اچولو څخه وروسته :
پدې معنى چې د جنين څلورمياشتي پوره شوې وي اوبقاء دجنين دمور ژوند ته خطر وي آياپدى صورت کې دجنين اسقاط ياوژنه دمور دبقاء او سالميت پخاطر روا ده ؟ پدې مسئله کې هم علماء دوه جلاجلا نظريات لري .
لومړې نظر : پخواني  ټول علماء پدې متفق دي چې دروح اچولو څخه وروسته دجنين اسقاط حرام اوناروا دى که څه هم چې دمور دمړينې لامل وګرځي
دمعاصروعلماو څخه شيخ محمد بن عثيمين پدې نظر دى.
دلايل :
الف : ټول علماء پدې متفق دي چې ديو انسان وژنه په هيڅ صورت نده روا آن که دهغه په وژنه اړکړي شي بيا هم روانده چې بل څوک ووژني اوکه دغه کاردده دوژنې لامل وګرځي خو روا نده چې هغه بل کس ووژنې .
نودارنګه دجنين وژنه هم نده روا اګرکه دغه کار دمور دمړينې لامل هم وګرځي .
ب : دعلماواجماع ده کچيري يوسړى دلوږې _ مخمصه _  په حالت کې وي نو دځان دبقاء پخاطرنده رواچې بل څوک ووژنې ترڅوئې غوښه وخوري او ځان له هلاکت څــخه پــرې وژغوري نــودارنګه دجنين وژنه دمور دپايښت له کبله نده روا.
 ج : ابن نجيم وائې : ديوانساني نفس ژوندي کول دبل په وژنه سره دشريعت له اصولو اومقرراتو څخه ندي اونه ئې په اړوند کوم دليل وجود لري .
دويم نظر : ګڼ شمير معاصر علماء پدې اند دي چې کچيري خبره ديته ورسيږي چې دجنين له اسفاط څخه پرته دمور ژغورنه شونې نه وي  نو بيا دجنين ضايع کول صحيح دى.
دلايل :
الف : دوې  پدې اند دي چې دمور په مرګ سره جنين هم له منځه ځي اوهغه هم مري نو پدې صورت کې به يا دجنين په اسقاط سره مور له مرګ څخه ژغورو اوجنين به له منځه وړو اويا به دواړه له منځه ځي ځکه دمور په هلاكت سره جنين هم هلاکيږي ځکه جنين دمور يوه برخه وي نو مور چې هلاکه شوه جنين  خپله ورسره هلاک شو اودا ډير لږ واقع کيږي چې مور مړه شي اوجنين ژوندې پاتې شي .
ددې دليل څخه يو شمير علماو دا ځواب کړى چې نوموړې دليل قابل دغوردې ځکه پخوانيو علماو دهغې ښځې په اړوند څرګندونې کړي چې کله وفات شي او په رحم کې ئې اولاد وي نو آيا دهغې خيټه څيرلاى شي ترڅو جنين ته نجات ورکړي ؟ ګڼ شمير ئې پدې نظر وو چې خيټه ئې څيرلاى شي ترڅو ئې اولاد نجات ومومي، نو داچې هغه مهال علماو ددې څيړنې کړي او خيټې څيرلو ته ئې جواز ورکړې اوس چې طب ترقي کړي او دمور خيټه په آسانۍ سره څيرلاى شي ترڅو ئې اولاد سالم را وباسي، که څه هم چې دجنين شپږ مياشتي نه وي پوره شوي، نو چې دغه کړنه شوني ده بيا دا دليل دمنلو وړندې چې دمور په مړينې سره جنين هم مري .
ب : دا راز ددې نظر څښتنان وائې چې جنين دمور تابع دې او دهغې يوه برخه ده نو دعلما و په اتفاق دا رواده چې دانسان  يواندام دنورو دسالميت په خاطر قطع کړاى شي، کچيري دانسان يولاس يايوه پښه شله شي اوله کارڅخه  ولويږي نود نورو اندامونو دسالميت پخاطر ددغه اندام قطع کول صحيح دي نو دا رنګه دجنين موضوع هم ده،  دلته هم جنين دشل کړې شوي اندام په شان قطع کوو ترڅوئې دمورسالميت خوندي پاتې شي .
ددې څخه داسې ځواب شوي چې دغه قياس درست ندې ځکه دلته جنين او مورئې دواړه معصوم نفسونه دي .
ج – دا راز دوئ په يولړ فقهى قواعدو دليل نيو لې اوهغه داسې دى (( سختي دآسانتيا غوښتنه کوي )) (( په دوو ضررونو کې به آسانه اختياردى ))
څلورم ډول : دحرامې نطفې  اسقاط :
داهم دوه حالته لري  :
لومړې حالت : دروح اچولو څخه وړاندې دجنين اسقاط :
پدې مسئله کې معاصرعلماء درى نظريات لري :
لومړى نظر : ددى نظر څښتنان پدى اند دي چې د حرام جنين اسقاط حرام اوناروا دي که څه هم چې پخوا له رو ح اچولو څخه وي .
دوئ _ دغامديه – په پيښه دليل نيولي، هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته پداسې حال کې راغله  چې دزنا څخه ئې حمل اخستي وو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغې دزنا حد ترهغه پوري قائم نکړ ترڅو يې چې اولاد پيداشو، نو کچير ته دحرام جنين اسقاط روا واي نو پيغمبر صل الله عليه وسلم به په - غامديه –  باندى حدقائم کړى وو، اوکچيري يې حد پرې قائم کړې واي دا او جنين دواړه به تلف شوى وو، خو رسول الله صلى الله عليه وسلم حد وروسته کړ ترڅو چې اولادپيداشوبيائې حد پرې قائم کړ، نوددى څخه جوته شوه چې حمل دروح اچولو څخه دمخه هم هغه حرمت لري لکه څرنګه چې دروح اچولو څخه وروسته لري .
دويم نظر : ددې نظر څښتنان پدې اند دي چې کچيرې زنا داجباراو زورله لارې رامنځته شوى وي نو بيا دجنين اسقاط روا دې خو دروح اچولو څخه وړاندې، اوکه  زنا د دواړو زانيانو په خوښه ترسره شوى وي بيا دجنين اسقاط ناروا اوحرام دى .
دوئ دخپلې نظريې دتاييد لپاره داسې وائې چې که زنا دزور له لارې وي نو بيا دښځې ګناه نشته اوددى عذر دمنلو وړدې او جنين ئې دآذيت او ضررلامل ګرځي له همدې امله رواده چې جنين ضايع کړي .
دريم نظر : ددى نظر څښتنان وائې چې په مطلق ډول دجنين اسقاط پدغسې حالت کې روادې  برابره خبره ده که زنا دزور له لارې ترسره شوى وي او که دخوښۍ له لارې .
١ – دوئ پدې اند دى چې دغه نطقه حرامه ده اوشريعت چې څه شي حرام کړي وي هغه دهيڅ معنى لري چې هيڅ ډول حرمت نلري .
دشيخ ابن عثمين څخه ددې مسئلې په اړوند پوښتنه وشوه نو هغه وويل چې دا اسقاط روا دى .
٢- بل داچې دغه نطفه دښځې اودهغې دکورنۍ د آذيت اوضرر لامل ګرځې.
٣- بل داچې په خپله دغه جنين دولادت څخه وروسته دآذيت او ضررسره مخ دى ځکه دزنا زوى دى .
راجح : پدې مسئله کې تفصيل ته اړتيا ده، کچيري ښځه په زنا کولو اړکړي شوې وه اويائې په خوښه زنا کړي وه خو پري پښيما نه وه او توبه ئې ورڅخه ايستلې وه نو پدغسې حالت کې دجنين اسقاط دروح اچولو څخه مخکې روا دى، ځکه بقاء يې مور او کورنۍ ته آذيت او ضرردى آن چې خپله ماشوم ته هم آذيت دى او شرعي قاعده ده چې وائې (( ددووضررونو څخه به وړوکي اختياروي، سختي دآسانتيا غوښتنه کوي)) ددى سربيره دا نطفه حرامه ده او حرام شى داسې دى لکه هيڅ چې نه وي موجود مګر کچيري زناپه خوښه ترسره شو ي وي او تو به ئې هم ورڅخه نوي ايستلي نو بيا اسقاط حرام او ناروا دى .
دويم حالت : درو ح اچولو څخه ورو سته دحرام جنين اسقاط :
دروح اچولو څخه وروسته دحرام جنين اسقاط حرام او ناروا دى ځکه دا د معصوم نفس وژنه ده په ده کې چې کله روح پو کړي شي بيا نفس معصوم دى او قتل ئې حرام دى .
هغه آذيتونه او اضــرار چــې موراو جنين ته دولادت څخه وروسته رسيږي نودا دقتل سره بــرابر ندى ځکه وژنه دخورا سترو او غټو ګناهونو څخه ده الله تعالى پـــدې اړونـد داسې فرمايلي دي : ﴿ولا تقتلو انفسکم ان الله کان بکم رحیما﴾ ( )
ژباړه : او خپل ځانونه مه وژنۍ باورولرې چې الله پرتاسې مهربان دى .
او فرمائې : ﴿ولا تقتلو النفس التی حرم الله الا باالحق﴾ ( )
ژباړه : اوهغه نفس چې الله هغه محترم ګرځولې دي مه وژنۍ مګر په حقه سره
دارنګه پــه هـغــه حـديــث کـې راغـلي کوم چې مخکې تير شو او رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي وو : ( دمسـلمـان ويـنـه نده روا مګر په دريو شيانو سره ......).
دا راز دشريعت له مقاصدو څخه يو هم ددغو پنځو ضرورياتو ساتنه ده کوم چې ټول شريعتونه پرې متفق دى اويوهم ددغو پنځو څخه دنفس ساتنه ده .
پدي اساس دروح اچولو څخه وروسته دجنين وژنه ستره گناه او دعمدقتل په حکم کې راځي، ددي سربيره علماء وائي چې ديت هم پري لازم دى اوسزا هم ورکوله کيږي .
پنځم ډول: دجنين دخرابوالي له امله دهغه اسقاط .
دجنين خرابوالې ديته وائي چې هغه ته دخلقت له مخي زيان رسيدلى وي، ډاکټران وائي هغه زيان چي جنين ته رسيږي په درى ډوله دي:
لومړى ډول : هغه زيان چې  په لومړيو دوو اونيو كې  ورته رسيږي : که چيرې جنين ته دخارجي لاملونو له  کبله په لومړيو دوو اونيو کې ورسيږي  نو غالب ګومان دادى چې جنين تلف کيږي او هم غالب ګومان داوي چې رحم دارنګه جنين بيرون ته راغورځوي، مخکې څرګنده شوه چې طبيعي اسقاط له هغې طبيعي کړنې څخه عبارت دې چې رحم خپله جنين بهرته راغورځوي او وښودله شوه چې ډاکټران وائې له ٧٠ تر ٩٠ ورځو پورې جنين په طبيعې  ډول ضايع کيږي اوهغه لدې کبله چې خلقت ئې نيمګړى وي .
دويم ډول: ددريمې او اتمې اونۍ تر منځ دخلقت نيمگړتيا:
پدي کې هيڅ شک نشته چې دا خورا مهم پړاو دى اوهم جنين ته گڼ  شمير زيانونه اوړي،  جنين پدي موده کې له بيشميره خارجې لاملونو سره مخ وي .
ډاکټران وايي: پدي موده کي گڼ شمير عوامل موجود وي چې جنين ته زيان اړوي لکه : ددواگانو استعمال ، وراثي لاملونه ، کيمياوي مرکبات اوبيلابيلې شعاوې............ له همدي امله پکار ده چې دجنين دساتلو لپاره زياتې هڅې وشي ځکه پدې موده کښې له بې شميره ننګونو سره مخ کيږي .
دريم ډول: ددويم پړاو څخه وروسته دخلقت نيمگړتيا يا داسي نور مصيبتونه :
ډاکټران پدي آند دي چې جنين پدي موده کې ددغسي ستونزو سره نه مخ کيږي او که څه خرابي ورته هم ورسيږي نو هغه ډيره لږوي.
ددغسې جنين اسقاط ياضايع  کول:
دشريعت له مخې  ددغه قسم جنين حکم په دريو نقاطو کې خلاصه کيږي :
(الف): ددغسي امراضو مخنيوي اودجنين ساتنه، مور اوپلار په هڅه کوي چې جنين له دغه رنگې مصيبتونو او ناروغيو څخه وژغوري، او فقهي معتبره قاعده ده چې وائي ((دآفاتو مخنيوى))
 (ب): ددغه قسم ناروغيو درملنه که چيري دجنين درملنه دمور په خيټه کې وشي او امکان ولري چې درملنه ئې وشي نو دا کار واجب دى.
( ج)_ اسقاط او دجنين ضايع کول ، که چيرې ډاکټران له درملنې څخه بيوسه شې نو آيااسقاط اوضايع کول ئې روادي؟
علماء دغه رنگه ناروغي په دوو قسمونو ويشي:
لومړې: هغه ناروغي چې دروح اچولو څخه وړاندي جنين ته رسيږي، په دي معنى چې دجنين خلقت دروح اچولو څخه وړاندي نيمگړې وو.
په دغسي حالت کې گڼ شمير علماء داسقاط او ضايع کولو جواز ورکوي ، ددي قاعدي پر بنسټ چې وايې(( ددووضررنو په منځ کې به آسانه اختياروي _ نو اسقاط ضرردى خو دجنين پيدايښت په داسي ډول چې دخلقت له مخي نيمگړې وي هم ماشوم ته ضرردې اوهم ئي مور اوپلار ته .
دريم: دروح اچولو څخه وروسته دعيبونو او اندامونو دنيمگړتيا کشفونه :
 ددغه قسم جنين اسقاط اوضايع کول جواز نه لري ، ځکه چې دا انساني نفس دى  او داساني نفس وژنه حرامه ده ، دروح اچولو څخه وروسته معصوم انساني نفس وگرځيد نو قتل اوبي حرمتي يى صحيح نه ده .
 مگر ددې سره سره معاصر علماء وائې چې که چيري بقاء له ضرر سره تړلي وه ،چې هم ده ته ضرر وو اوهم ئې مور ته نوبيائې اسقاط درست دى .ددي څخه ځرگنده شوه چې په مسئله کې دپخوانيو او معاصرو علماو ترمنځ اختلاف دې پخواني علماء داسقاط جواز نه ورکوي ، او معاصر علماء وايي که چيري مور دهلاکت سره مخ کيده بيايي اسقاط صحيح دى .
 يو شمير ډاکټران وائي هغه عيبونه چې جنين ته رسيږي ټول په اټکل ولاړدي په دي آساس چې حتمي ندى، نو دا چې حتمي ندې بيا مور او پلار او دارنگه ډاکټر ته نه ده رواچې داسقاط په موضوع کې له چټکتيا څخه کار واخلي بلکې ډير احتياط به کوي.
  بل داچې عيبونه زياتره مهال د روح اچولو څخه وروسته څرگنديږي ، نو داچې دروح اچولو څخه وروسته کشف کيږي بيائي اسقاط نه دې صحيح پرته دهغو معاصرو علماو له آنده چې وائي که چيري يي مور ته حتمي ضرر رسيدو نو بيايي اسقاط روادى .