بیسکويټ

 
يوه ځوانه مېرمن د هوايي ډګر په انتظار خونه کې د الوتکې پرواز ته انتظاره وه، لا پرواز ته څو ساعته پاتې وو، نو د وخت د تېرولو لپاره يې د یو کتاب د اخیستلو هوډ وک. هغې يو کوتی بیسکویټ هم واخیستل، پر څوکۍ کېښناسته او په ارمۍ يې په کتاب لوستلو پيل وکړ، تر څنګ یې یو سړی ناست و او ورځپاڼه یې لوسته.کله يې چې لومړی بیسکويټ خولې ته کړ، پام يې شو چې سړي هم بیسکویټ ور واخیست، ډېره په غوسه شوه، خو څه يې ونه ویل. فکر یې وکړ غوره دا ده چې ناراحته نشم، ښايي تېروتنه يې کړي وي.
خو داپېښه تکرار شوه، هر ځل يې چې بیسکويټ اخیسته، سړي هم دا کار کاوه. دې کار دا بې کچې په غوسه کړې وه، خو نه يې غوښتل چې څه غبرګون وښيي. کله چې يوازې يو بيسکويټ پاتې و، فکر يي وکړ، اوس به ووينم چې دا بې ادبه سړی به څه کار وکړي. سړي وروستی بيسیکوټ نيمايي کړ او نيم يې وخوړ، دا نو ډېره سپین سترګي و. ځوانه ښځه بې کچې په غوسه وه. په دې وخت کې اعلان وشو چی په الوتکه کې د سپرېدو وخت دی. ښځې خپل کتاب بند کړ، شيان يې ټول اوتيار کړل. سړي ته يې په تريو تندي وکتل او د دروازې په لور روانه شوه. کله چې د الوتکې دننه په څوکۍ کې کېښناسته، لاس يې په خپل بکس کې دننه کړ، چې عینکې هلته کېږدي. ناڅاپه يې ولیدل چې د بیسکوټو کوتی هلته دی او خلاص شوی نه دی!
زیاته وشرمېده، له ځانه يې بد راغلل. هېر يې وو، بیسکوټ يې چې اخیستي وو په بکس کې يې اېښي وو. هغه سړي خپل بیسکوټ ورسره ویشلي وو، پرته له دې چې غوسه شوی وي!