
ژباړن: احسان الله ذهین
يوه تقاعد بوډا د مکتب تر څنګ نوی کور واخیست. یوه دوې اونۍ هر څه ښه او په خوښۍ تېر شول، تر څو چې مکتبونه پيل شول. د مکتب په لومړۍ ورځ له رخصتۍ وروسته درې هلکان په کوڅه کې روان وو، په داسې حال کې چې په لوړ اواز يې خبرې کولې، په کوڅه کې چې هر څه وو، په لغتو (پښو) يې وهل او عجیبه شورماشور یې جوړ کړی و.
دا کار هره ورځ تکرارېده او د سړي ارام ذهن يې ګډوډ کړ. بوډا د څه کولو هوډ وکړ، بله ورځ چې مکتب رخصت شو، په هلکانو پسې لاړ او ورنارې يې کړې: هلکانو! تاسو ډېر په خوند روان يئ، تاسو چې وینم ډېر خوښ يئ، بختور یم زه چې ستاسو په سن وم، ما هم همدا کار کاوه.
اوس غواړم یوه مهرباني راسره وکړئ. زه تاسو ته د ورځې (۱۰۰۰) تومن درکوم، چې دلته راشئ او همدا کار وکړئ. هلکان خوښ شول او خپل کار ته يې دوام ورکړ، څو ورځې وروسته بوډا ورته وویل: ګورئ هلکانو! له بده مرغه زما د تقاعد په محاسبه کې تېروتنه شوې او زه تاسو ته په ورځ کې تر (۱۰۰) تومنو زیات څه نشم درکولی. تاسو ته خو به څه ستونزه نه وي؟
هلکانو په حیرانۍ او ناخوښۍ وويل: سل تومن!؟
فکر کوې چې د سلو تومنو لپاره دا ټول بوتلونه او نور څيزونه په لغتو ووهو او شوټ يې کړو. لیوني خو نه یو!
بوډا وروسته په ارامۍ خپل ژوند ته دوام ورکړ.