خپلواکي ګټو خو ساتنه یی نه کوو

 
تاریخ د افغان قوم میړانه په ځان کی رانغښتی او تل به یی په یاد ولری٬ د هر امپراطور په سر کی چی د قدرت نشه پیدا شوی افغان خاوری ته یی خوله وراچولی خو د افغانانو اسلامی او وطنی مینی هغوی په شا تمبولی او د هغوی خوبونه یی دروغ ثابت کړی.
پوښتنه باید دلته وشی چی ولی موږ په ځلونو ځلونو خپلواکی تر لاسه کړی خو بیا بیا  مو بیرته له لاسه ورکړی د خپلواکی بیرته تللو دلایل څه وو؟ نور ملتونه یوځل خپلواکی اخلی بیا بیا د خپلواکی د اخیستلو لپاره وینی نه تویوی.
د اوسنی خپلواکی او هغه خپلواکی چی تر ۱۷ او ۱۸ پیړیو یی دوام درلود ډير توپیر لری هغه وخت نړی د انټرنټ په مزی نه وه تړلی او د نړی څخه ګډ کور نه وو جوړ شوی هغه وخت خپلواکی تش د هیواد فزیکی اشغال څخه خلاصون ګڼل کیده خو نن د خپلواکی مفهوم لا پراخ شوی٬نن هیوادونه خپل ملی حاکمیت په ټکنالوژی او فکر ساتی او هغه وخت به یی په فزیکی زور او قوت د خپلواکی څخه دفاع کولو ته ملا تړلی وه. په ټولنه کی داخبره ډیره عامه وه چی خپلواکی بخښل کیږی نه بلکه اخیستل کیږی دی خبری ته کتو داسی معلومیږی چی خپلواکی مو واخیسته بس همدا اخری منزل وو.
خپلواکی د سیاست کولو چتر دی او په عامه معنی سیاست د هیواد په بهر او داخل کی د چارو د خپلواکه سمون په معنی دی.موږ تل د خپلواکی د اخیستلو لمړنی پړاو چی خپلواکی اخیستل دی په میړانی بشپړ کړی خو د خپلواکی دوهم ګام چی ترپایه یی ساتل دی پکی بریالی شوی نه یو. دلیل یی شاید دا وی چی موږ په سیاست کولو نه پوهیږو. په سیاسی پوهه کی هم د چارو واکداران او هم ملت شاملیږی. دواړو ته په سیاست پوهیدل اړین دی که چیری ملت د واکدار په سیاستونو باور ونه لری هم د خپلواکی د له منځه تللو خطر منځ ته راځی او هم واک دار ته ضرور دی چی د ملت د ارادی سره سم خپل سیاستونه سمبال کړی . افغان ملت تل پدی کی ښه مهارت درلود چی څنګه او څه ډول له بهره آزادی ته خطر دفع کړی٬د بهرنی استعمار څخه د خلاصون په لار پوهیږو خو د داخلی استثمار څخه مو لاتر اوسه ځانونه نه دی خلاص کړی. همدغه داخلی استثمار د دی سبب شوی چی خارجی استعار ته لاره هواره کړی.که د نړی اکثره هیوادونه مطالعه کړو اکثره یی د استعمار تر سیوری لاندی راغلی وو. خو هغوی چی یوځل آزادی اخیستی بیا یی تراخیره ساتلی.همدغه هیوادونه نن د نړیوالو سیاستونو د مدار څرخونکی دی.
د امریکا متحده ایالاتونو په ۱۷۷۶ م کال کی له انګلستان نه خپلواکی واخیسته د خپلواکی د اخیستلو نه وروسته ټولو دریارلسو ایالتونو غوښتل جلا جلا خپلواکه شی خو جورج واشنګټن چی د ملت او دولت جوړونی طراح وو داسی اساسی قانون تدوین او وړاندی کړ چی د دیارلسو ایالتونو په یوالی تمام شو او ټولو پکی خپل ځانونه ولیدل نن د هغه له برکته د امریکا متحده ایالاتونه د نړی ځواکمن هیواد دی.
خو برعکس کله چی موږ افغانانو ۱۹۱۹ م کال کی خپلواکی ترلاسه کړه د خپلواکی طراح مو پدی خاطر بدنام کړ چی هغه د خپلواکی د ساتلو د پرمختګ نقشی ملت ته وړاندی کړی.پرون مو امیر امان الله خان ته د هغه نقشو او پلانونو پر سر کافر ویل خو نن د هغو نقشو او پلانونو طراح ته مسلمان وایو او د هغه د سیاست ٬چی پرمختګ اویوالی پکی نغښتی وو نن یی د عملی کولو ارمان کوو.
د پښتون قوم لوی مشر خان عبدالغفار خان هم پدی باور وو چی پښتانه خپلواکی ګټلی شی خو پاللی یی نه شی.
زموږ د خپلواکی او شهامت مزی لا اوس هم د ټوپک په شپیلی پوری تړلی ښکاری افغان خاوری خپله غیږه کی لوی مفکرین روزلی خو کله چی یی د ملت د سمون او پرمختګ لپاره د سیاست میدان ته رادانګلی ملت له ځانه بیزاره کړی آن د هیواد پریښودلو ته اړ شوی.
یوه بیلګه یی سیدجماالدین افغان یادوم چی نوموړی د هند د انقلاب د خوب د رښتیا کولو لپاره خپل فکر ډیر مخکی شریک کړی وو. مهاتما ګاندی او جواهر لعل نهرو چی د هند د ملت جوړونی معماران وو. په هند کی د مسلمان او هندو ترمنځ د یوالی فکر چی د نوموړی افغان پیر فکر وو سبب شو ترڅو هندی انقلاب په بریا تمام کړی. د مصر اخوان المسلین حزب چی په ټوله اسلامی نړی کی زیات نفوذ لری د نوموړی افغان پیر د فکر په اساس د اسلامی نړی د یووالی لپاره جوړ شو خو افغان خاوری ته یی ډیر خوبونه لیدلی وو له بده مرغه چی د عمل بستر ورته برابر نه وو همدا سبب شو چی د هیواده بهر وفات شی. نن یی په نوم دعوا لرو چی هغه افغان وو.موږ یی له فکر ګټه وانخیسته٬ګټلی خپلواکی مو د افغان مفکرینو په فکر ښکلی نه کړی.
که هرڅومره هم وڅیړو دی پایلی ته رسیږو چی خپلواکی په ټوپک نه ساتل کیږی بلکه خپلواکی په فکر او د فکر په اساس جوړو شوو سیاستونو باندی ساتل کیږی د افغانستان د خپلواکی د له منځه تللو دلیل کوم شخص نه شو ګڼلی٬ ټول پدی جغرافیا کی ژوند کوو حکومت زموږ نه جوړ دی څه چی زموږ فکر دی زموږ د فکرونو جمعی ته عامه افکار ویل کیږی چی همدغه عامه افکار د  سیاستونو د تغیر لاره ده.
خو د عامه افکارو سمون او رهبری په علمی استقلال پوری اړه لری په ټول کابل کی سلګونه د مراسمو او ودونو سالونونه جوړ شی خو تحقیقاتی مرکزونه شاید پکی د ګوتو په شمار وی هغه هم په نوی ټکنالوژی نه دی سمبال شوی.
راځي ټول د ازادی د ساتنی فکری لارویان شو. هغه خپلواکی چی زموږ پلارونو موږ ته لاس ته راوړی په هماغه شوروا باندی د ماړی پوری کول بسنه نه کوي.