د کنړ د وروستي دردوونکي پېښې په اړه د حکمتيار د تسليت پيغام

 
بسم الله الرحمن الرحيم
إنا لله و إنا إليه راجعون
د کنړ د وروستۍ دردوونكې پېښي په مناسبت د شهيدانو او زخميانو كورنيو، د کنړ ولس،  او ټول افغان ملت ته تسليت وړاندي كوو، پر هغو لعنتي، دوزخي او وحشي قاتلانو لعنت وايو چي د مظلومو افغانانو او مسلمانو مجاهدينو په وينو ئې لاسونه سره دي، همغه د دين په جامه كي د دين دښمنان، اجرتي قاتلان او د پرديو مزدوران، همغه چي پر ځان ئې د طالب نوم ايښى خو هم د مخلصو طالبانو دښمنان دي او هم د هر مجاهد. همدغو خبيثو او د پرديو جاسوسانو په همدې کنړ كي د شهيد حاجي خان جان او تر ده وړاندي د شهيد حاجي عبدالغفور، شهيد مولوي رحمان گل او شهيد مولوى هاشم په څېر گڼ شمېر پخواني او نني مجاهدين په شهادت رسولي، په نورو ولايتونو كي ئې همداسي د ولسونو د سر سړي او مجاهد شخصيتونه ترور كړي، دوى په اصل كي د انگرېزانو په لاس او د مجاهدينو د ځپلو په موخه وزېږول شول، د پيدايښت له لومړۍ ورځي ئې خپل جنگ د مجاهدينو او په ځانگړې توگه د حزب اسلامي په ضد پيل كړ، د هېواد په گوټ گوټ كي په زرگونو مجاهدين د دوى په ناولو لاسونو په شهات رسېدلي، دوى د خپلو بهرنيو بادارانو په وينا او د هغوى د خوشحالولو لپاره د مجاهدينو په ضد جنگ پيل كړ؛ خو الله تعالى همدغه كافران پر دوى مسلط كړل او د دوى هغه مجاهد دښمن حكومت ئې نسكور كړ چي د غربي ځواكونو د مالي، نظامي او تبليغاتي مرستو پر مټ اقتدار ته رسېدلى وو. همدا د الله تعالى سنت دئ چي څوك د ظالم ملگرتيا وكړي ظالم پرې مسلط كوي. دا دئ گورئ چي دا اجرتي قاتلان نن خپل پخواني ملگري هم وژني او حتى د هغوى په ضد له امريكايانو، ايرانيانو، روسانو او كابل حكومت سره ملگرتيا كوي او له هغوى مرستي ترلاسه كوي!!!
دا سرطاني غده جراحي ته ضرورت لري، بايد جرړي ئې وايستل شي، ټول مخلص مجاهدين بايد د دوى په ضد لاس يو كړي او ولس د دوى له شر او ضرر وژغوري.
شهيد حاجي خانجان د روسانو په ضد د جهاد له پيل تر پاى پوري په كندز او کنړ كي وجنگېدو، د هېواد د نومياليو او سرلوړو جهادي مشرانو سرخېل وو، د امريكايانو په ضد روان جهاد د ده له سيمي دانگام پيل شو، زه، اسامه بن لادن او ايمن الظواهري ډېره موده له ده سره او  د ده په سيمي كي اوسېدو، امريكايي كوماندو د هغه پر كور بريد وكړ، كور ئې د شپې له لوري او په داسي حال كي محاصره كړ چي دى د كور دننه وو، د كور له شاتنۍ دروازې ووت، امريكايانو پرې ډزي وكړې خو الله تعالى وساتلو، پاكستان ته ولاړ، هلته ونيول شو او زياته موده بندي وو، مجبور شو بېرته هېواد ته ستون شي، او په خپلي سيمي كي پاته شي، ځينو قومي مشرانو د ده او كابل حكومت تر منځ د مصالحې هڅه وكړه، د شريرو او وطنپلورو طالبانو شرارت له يوې خوا او د ده مجبوريتونه له بلي خوا د دې باعث شو چي د قومي مشرانو وساطت ومني او چغه سراى ته ولاړ شي. خائنو او جهاد دښمنو طالبانو د ده ځيني خپلوان او ملگري ووژل او د ده كور ته ئې اور واچولو، او په پاى كي ئې د يوه احمق انتحاري په لاس له گڼ شمېر بې گناه کنړيانو سره په شهادت ورسولو!! په بريد كي نه كوم كمونست وژل شوى او نه د دولت كوم لوړ پوړى چارواكى، يولس ملكيان وژل شوي او تر پنځوس زيات ژوبل شوي!! موږ په داسي حال كي چي د دغو شهيدانو پر وحشي قاتلانو، د قتل د دې خائنانه منصوبې جوړوونكو، مرسته كوونكو او پلي كوونكو لعنت وايو؛ د کنړ مجاهد ولس ته سپارښتنه كوو چي د مجاهدينو له قاتلانو د انتقام لپاره ملا وتړي او خپله سيمه د پرديو له دغو ذليلو او سپكو مزدورانو پاكه كړي. دا د حيرانتيا وړ ده چي کنړيانو پرون د روسي مغرورو افسرانو پزه په خاورو لړله او نن څو ذليل ځانپلوري او پرديپال د کنړ د سر لوړي او مجاهد ولس همت او ايمان گواښي، هره ورځ بې گناه کنړيان وژني او كورونه ئې سوزوي او دوى په رډو سترگو ورته گوري او د غاښ ماتوونكي ځواب له وركولو ډډه كوي!! 
حكمتيار