
چې په لاره د اشنا مې انتظار شي
په حیرته راته کاته د ګل وخار شي
پسرلي مې د پل لاندې ګلان شیندي
ملایک مې سلامۍ لره تیار شي
د انوارو بارانونـــــــــــــــه ترې وریږي
مخ ښکاره چې د ها ښکلي زرنګار شي
که دې شونډو مې په شونډو برکت کړ
مخ به تور په دواړه کونه د اغیار شي
د پښتو نقاب به یې پورته شي له مخـــــــه
د ذلت په خاورو خړ مکر به یې خوار شي
دغه نشته چې پښتون دې غلامي کا
خو ناپوهه دی چې کله به هوښیار شي
کـــــــه مې قام په اتفاق سره راټول شي
که دا سوال منظور په نزد د کردګار شي
اننګي یې لـــــــــــــــــــــه ګلابو ښایسته شي
چې د خولې په غوښت دلبر زما په قار شي
انسانیت لره به لویه نیکمرغي وي
چې روان د اسلامیت په پاکه لار شي
په پناه کې مې دې رب ساتي له هغه
ناپوه دوست په خپل لستوڼي کې دې مار شي
پلار هیڅ ندی ملامت د زوی په کړنه
که د نوحع په څیر هم شي زوی بدکردار شي
په خوبونو کې یې غیږه کې رانیسم
سترګې پرانیزم اشنا نه وي سهار شي
له هر لوري نه وراچومه ټکي
بس غزل شي، قصیده شي او تیار شي
دا دخپل زړګي خبرې دي جـــــــــانانه
هسې نه چې ښاپیري راله احضار شی
تخیل مې یو په سله ترې رنګین دی
که له زرو سروشانو ډک بازار شي
دا هدیه د خدای له لوریه انساني ده
مرتب چې کلمات شي نو اشعار شي
چا ته زر د کلماتو ترتیب یاد وي
له اهمیته د مانا که یې انکار شي
د مانا چې په اهمیت باندې قایل وي
نو په فکر د مسرو د اختیار شي
چې بدرنګ یې وي ویل په ساده ژبه
ښایسته شي که په شعر کې یې ګفتار شي
سره او شنه رنګونه واړه زمانه شي
په لونل د ښکلاګانو چې بهار شي
په ګلونو شي ترسیم غرونه رغونه
عاشقان یې په قتال کې لاس په کار شي
شهیدان یې کا سرونه ترې جلا کړي
په ټومبلو یې کمڅیو کې د یار شي
د اشنا له ښایستوبه شرمګیر شي
د زلفانو زولنو کې په ازار شي
آه یې واوري اووه واړه اسمانونه
پتنګان یې په غم سوي په انګار شي
بیا قبول شي دا ویرونه فریادونه
او مین په بیلتانه کې ګرفتار شي
یا د قیس غوندې لقب د مجنون یوسي
یا پرې تبر د فرهاد غوندې ګوزار شي
یا جامونه د ساقي د لاس کا پورته
یا مجرم شي د منصور غوندې په دار شي
یا په مینه د اشنا کې ژاړي ژاړي
د یحیی ع غوندې له اهله په فرار شي
امید تمه د لوی خدایه څخه ښه ده
بدبختي ده د بنده چې تمه دار شي
په یوه لاره یې یو کوچی روان کا
چې اوښان د یو پر بل پسې کتار شي
خپل منزل لره رسید یې بې له شکه
چې تړلي د ارمان په یو مهار شي
ساز اواز شي ترېنه پورته په محفل کې
چې مهتز د چا په لاس تار د ستار شي
چې بادونه په نڅا شي مبهم ساز له
شور و شر ګډ پاس په څانګو د چنار شي
چې پرهر د ګل په مخ ورله ښکاره شي
وارخطا بلبل په چیغو په چغار شي
د همدغو پرهرونو قرباني ده
چې یې نوم په ملک ایښودی د ګلزار شي
یوسفي مخ چې خندیږي او موسکیږي
ژوند مې ستا له دې یوې خندا نه ځار شي
ښایسته مخ یې د شنه پلو په غیږ کې
که راښکته چې سپوږمۍ په سبزه زار شي
د بیلتون دجال به مړ نشي تر هغه
څو عیسی راښکته نه چې په منار شي
ستا یادونه راته دغسې ګویا دي
که نکلونه د شهرزاد په شهریار شي
دا لیکمه ستا په یاد کې بیله یاره
ګوندې زړه مې له ډېر غمه په کرار شي
اوښکې هم شي مساپرې له بڼونه
چې جانان دې د زړګي په بل دیار شي
۱۰/۵/۱۴۳۷هجري – کابل، جمال مینه