
ترهګر او ورانکاري د افغانستان د خلکو سرسخته او بې رحمه دښمنان دي. دوی چې هیڅ دین او ائین ته درناوی نه لري، نو همداسې یې د هیچا په وژنه او بدمرغه کولو هم زړه درد نه کوي. د ښځو او ماشومانو په ګډون عام او بې دفاع هېوادوال په نښه کوي. د یکشنبې په ورځ د کنړ په مرکز او اسعداباد کې د عامو خلکو په منځ کې د ترهګریز ځانمرګي برید ترسره کول د دوی د وحشت ستره بېلګه ده، ځکه د دوی په همدغه وحشیانه برید کې ګڼ ملکي خلک شهیدان او ټپیان شول. په یاده پېښه کې یوازې د یوې کورنۍ درې تنه ځوان اولادونه شهیدان شول او یو بل یې هم په ټپي حالت کې په روغتون کې بستري دی. دغو څلورو واړو وروڼو نه کومه دولتي، نظامي او سرکاري دنده لرله، نه له بهرنیانو سره ترجمانان وو او نه هم د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین وو، چې ترهګرو دې پرې برید کړی وي. دغه څلور واړه وروڼه عام وګړي وو. هغوی خپلو کورنیو او اولادونو ته د حلال رزق په موخه په اسعد اباد کې خپل کار او روزګار چلاوه او د همدغه روزګار له مخې یې خپلې کورنۍ پاللې، خو د افغانستان د خلکو دښمنانو په خپل وحشیانه او ترهګریز برید کې د دغې کورنۍ درې ګټیالي ځوانان شهیدان او یو بل یې هم ټپي کړ. د یادې کورنۍ د پالنې دروند مسوولیت د کورنۍ مشر او سپين ږیري زهیر پلار او لس کلن زوی ته ور تر غاړې شو. زړه مور د خپلو ګلالیو زامنو او درې کونډې د خپل ژوند د ملګرو ویر ژاړي. د افغانستان دښمنانو د دغې کورنۍ په څېر ګڼې کورنۍ بدمرغه کړې دي، خو د یوې په اړه یې هم زړه درد نه دی کړی او نه هم دردمن زړونه لري، ځکه د دوی اساسي موخه د عامو خلکو په منځ کې د وېرې، ډار او وحشت خورول دي او دوی په همدې موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان عام وګړي او بې دفاع خلک په نښه کوي او شهیدانوي یې، نو د افغانستان د خلکو د دغو بې رحمه دښمنانو پر وړاندې عام او پراخ ولسي پاڅونونه پکار دي. ځینې مسوولین، ډلې او عام هېوادوال یوازې د دغو بریدونو په لیکنۍ غندنه خپل مسوولیت پوره بولي، خو د دوی مسوولیت په دې نه ترسره کېږي. په دې برخه کې دوی لوی او دروند مسوولیت لري. دوی باید د ترهګرو پر وړاندې ودرېږي او خپل قهر او غبرګون د دوی پر وړاندې څرګند کړي. د ترهګرو پر وړاندې پاڅونونه او یا د قهر او کرکې څرګندول ګڼې لارې لري. ممکن عام خلک په خپلو کې سره جرګه شي او ټول په دې پرېکړه وکړي چې له دې وروسته هغوی ته په خپلو کلیو او کورونو کې د استوګنې، فعالیت او تګ راتګ اجازه نه ورکوي او که هر چا ترهګر ولیدل، نو د دوی په هکله دې امنیتي مسوولینو ته ژر تر ژره خبر ورکړي. همدارنګه داسې هم کېدای شي چې قومي مشران، متنفذین او دیني علما د دوی پر ضد راپورته شي، د عامو خلکو په منځ کې، په خپلو کلیو او سیمو کې ، په جوماتونو او د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې د ترهګرو پر ضد واضح اعلان وکړي، دوی د افغانانو دښمنان وبولي او پر وړاندې ودرېدل یې د ټولو ګډ مسوولیت وبولي. د ترهګرو پر وړاندې د ودرېدلو بله موثره او ګټوره لاره داده چې قومي مشران، متنفذین او دیني علما په خپلو کلیو او سیمو کې ځوانان دېته وهڅوي چې خپل ځوانان د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې منظم کړي او له دې لارې د هغوی پر وړاندې وجنګېږي او تر هغو دې مبارزې ته دوام ورکړي چې دغه ترهګرې ډلې او ګروپونه د افغانستان له پاکې خاورې څخه ورک کړي او د افغانانو سر، مال او ژوند خوندي کړي.