عزم

 
 
د 2016 کال د فبرواری د میاشتې 29 نېټه
د 1394 کال د حوت د میاشتې لسمه نېټه
 
نن مې بیا په سر هوا راځی د بزم
را یادیږی مې خواږه یاران د رزم
 
کاشکی موږ سره یوځای یوځلې بیا وای
مجلسونـــــــــــــــه وای د نثر او د نظم
 
که هرڅو مې ګیره سپینه شوه ملګرو
د وطن خدمت ته لا مې کلک شو عزم
 
چې نېشه مې دې ځوانۍ راباندې راشی
د خُمــــــــــــــونو حوصله لرم د هضم
 
ستا په مینه کې پتنګ یم، لکه وم چې
د (نور) شمعې ته بلیږه زه به سوځم
واصل آباد - کابل