
لیکوال: جنرال لیاخوفسکي
معرفي کوونکی: محمد یحیی جدي
دا کتاب د داود خان له دورې پیل او د بهرنیو زبر ځواکو څارګرو غړو (يو شمېر په اصطلاح مجاهدینو) تر دوري پوري د افغان اولس پر میړانې او غمیزې غږیږي. پدې کتاب کي د افغان اولسمشرانو غرور، بی اتفاقی او هغه ځان ځانی ښامار باندې بحث کیږي، کوم چي د دې یاد شوي نومونو له وجهی روغ جوړ حکومتونه، خوځښتونه او غورځنګونه له منځه ولاړل او د خپل منځیو تربګنیو پایلی دیته ورسیږي چې پردي غاړې ته پریوځي او ښایسته آباد هیواد د پردو هیوادونو او زبرځواکونو د څارګرو ادارو د نښتې په ډګر واوړي او له دې سره د افغان خاورې اثار، کلتور، فرهنګ لوټماري پیل او د میلیونونو افغانانو وژنه او د افغان نااهله بچو ځان پلورنه په ګونډیو او د سیمو پر زبرځواک څارګرو ادارو او بیا د هر ډلی مشرانو نه زغمیدونکي وژنی، تیری او لوټماري د افغان پاک او مظلوم اولس پر مال او ناموس او په پای کې د هماغه بادار څارګرې ادارې پواسطه د همدې لوټمارانو سیاسي قتلونه په واریز (نوبتی) ډول.
دا کتاب داود خان یو ملت پال(نشنلیسټ) وطن پال او د افغانستان د اقتصادي جوړښت او پرمختګ یو ستر شخصیت بولي، خو داود خان په وروستیو کې دومره په غرور ډوب او همدغه غرور د هغې د له منځه وړلو باعث هم شو، سعودي عربستان او امریکې سره د اړیکو پریکول، پاکستان سره د ډیورنډ منحوسې کرښی شخړه، د برژنیف پر میز سوک وهنه سرچینه اخلي او بیا د میر اکبر خیبر یو دمي وژنه او ورک وژونکي (قاتل) د سردار محمد داود خان د له منځه وړلو لامل شو. بیا نو د خلقیانو او پرچمیانو تر منځ ښاخونه(فرکسینونه) جوړ او تربګنۍ پیل شول.
کله چې نور محمد تره کي د حکومت واګی تر لاسه کړ او د سي آی اې ګوډاګي (حفیظ الله امین) تر منځ شخړې پیل او دومره پر مخ ولاړې چې د سره پوځ(روسانو) د یرغل باعث شو او د حفیظ الله امین وژنه هم ترسره شوه، د ببرک کارمل پواسطه تر څو قدرت تر لاسه او غوښتل يې په خپل شرابي خیالاتو ډوب د سره پوځ تر شا حلقه بګوش اوږد مهاله حکومتداری وکړي هماغه وه چې د ویل شوي متل په مصداق د خدای اراده او د بنده نیت یو نه و د حزب غونډې په ۱۸ پولینوم کې ګوښه او پر ځای يې ډاګټر نجیب الله احمدزی د واک پر ګدۍ کیناست. ډاکټر نجیب چې د یو خپلواک، پرمختللی او پیاوړي افغانستان په هیله و، د خپل منځی شخړو د له منځه وړلو لپاره يې روسان دیته اړ کړل څو افغانستان پریږدي او په همدې وخت د امریکې ستراتیژي سره سم د سي آی اې بچوړو پر هیواد تالان او یرغل پیل کړ ځکه د هغې علمیت، استعداد او هوښیاري نه ګوندیو زغملیشو او نه زبر ځواکونو او ټول هیلې او ارمانونه يې ورته خاورو سره خاورې کړل.
پایلې يې پداسې غمیزې ختمې شوې، څرنګه چې ډاګټر نجیب الله يې وړاندوینه کړې وه؛ مجاهدین چې د روسانو، عربانو، پاکستانیانو، فرانسویانو او امریکایانو لخوا ورسره مرسته کیده تر څو خلق او پرچم د کمونیستانو پر نامه له منځه یوسي، د هیواد تاریخ تر پښو لاندې کړي، فرهنګی او او کلتوری یرغل پای ته ورسوي او د روسانو څخه د ویتنام غچ واخلي او افغانستان د امریکی مستعمره وګرځوي چې همداسې وشول او له هماغه نیټی تر ننه زمونږ د سولې کوتره د ښکاري پر خطا ډزو نادرکه او د کلي مشران، کشران ، واړه، زاړه د هماغې ډزو قرباني دي.