د دیدن تمه

 
زړونه واړه کړي له مخ چې لر پلو لو
لکه ډېرې چې ځوانۍ شي جنګ کې لولو
 
وې یې هله به دیدن د یو بل کاندو
چې سپرلی په تیریدو او غنم نه و لو
 
ځانځاني مې میراث مه کړې لویه خدایه
ریبل کړي لکه جوار چې شي یو یو لو
 
هسې تور شومه د هجر په غارمه کې
د لوګري مخ غرمه کې چې کا سو لو
 
په اوربل کې یې ټومبلو لره وړینه
په ګلابو دی ګډ کړی ښایسته و لو