
سوله، هغه واژه چې نن سبا د هر افغان په ژبو خوره ده، افغانان له څلوېښت کلنې جګړې سخت ستړي دي؛ دوی تل د پردیو ګټو قرباني شوي دي، افغان ولس نور سوله غواړي، افغان ولس نو امنیت، سوکالي، ارامي او... غواړي، ولې متاسفانه څوک نه لیدل کیږي چې د دوی دا غوښتنې پوره کړي. د سولې د راتګ په موخه تر دې دمه هېڅ کوم بنسټیز ګام نه دی اوچت شوی، د سولې شوار یوازې د بنډار او مجلس لپاره جوړې شوې، تش په نامه ناستې کیږي، لاسته راوړنه نه لري، تر ۱۰۵ میلیونو زیات ډالر یې مصرف کړل، دا چې چا او د څه لپاره مصرف کړل لا یې ادرس نه دی مشخص شوی، دا لګښتونه په نا څرګندو ادرسونو کې لګول شوي خو تر کومه به ولس دوی ته لاس په زنې ناست وي؟
د تېر په څېر یو ځل بیا ناستې پیل شوې دي چې د څلور اړخیزو ناستو عنوان ورکړل شوی دی، که څه هم دا ناستې د ملي یووالي د حکومت په لومړیو ورځو کې هم پیل شوې خو دښمن له دې کبله چې سولې ته نیږدې نه شوو، داسې خبر خپور کړ چې په اورېدو یې یو ځل بیا د افغان ولس بې باوري زیاته شوه، وسلوال یې په څو ډلو راته ووېشل، جګړه هم توده روانه ده، د جګړې لوری یې بدل کړ، له کندزه تر هلمنده او نن سبا د هلمند د سقوط خبرونه خپروي. افغان حکومت یې بیا د سولې په خبرو کې مصروف کړی، بیا څلور اړخیزې ناستې روانې دي، ولس څه نا څه هیله من شوی دی، خو خبر نه چې دا د داسې دوه مخیو پالیسي ده چې دوی هېڅکله نه غواړي زموږ ولس په ارامه فضا کې ژوند وکړي.
دا خو منو چې موږ تل د پردیو استخباراتو ښکار ګرځېدلي یوو، (کا جي بي، ای اېس ای او په خاصه توګه سي ای اې) دلته ځآنګړې موخې لري، امریکا افغانستان ته د افغان ولس د ارامۍ او د دې هېواد د پرمختګ لپاره نه ده راغلې، امریکا افغانستان ته د دې هېواد د بربادۍ او شاتګ په موخه راغلې ده، امریکایان هېڅکله نه غواړي زموږ په ولس کې امن او امان راشي، امریکا تل دا هڅه کړې چې زموږ ولس د دوی لاسنیوي ته اړ پاتې شي، امریکا هېڅکله یو پرمختللی او با ثباته افغانستان نه غواړي، ځکه نه غواړي چې دلته یې ډېرې ګټې خوندي دي.
افغان ولس ته بیا هم وایم چې د سولې په څلور اړخیزو ناستو باور مه کوئ، زموږ سوله دوه بعدي سوله ده، موږ باید تر ټوله د مخه له امریکا او د دوی له متحدینو سره سوله وکړو، زموږ سوله زموږ په لاس کې نه ده، زموږ سوله د پاکستان او امریکې په لاس کېده، نو بنا اړینه ده چې لومړی موږ له دوی سره سوله وکړو. که چېرې افغانان په خپلو کې سره پرېښودل شي دا په ډاډ سره درته ویلی شم چې زموږ ولس به د یوې تلپاتې سولې شاهد وي.
امریکا په افغانستان کې د افغانانو لپاره ۱۰۵ میلیارده ډالر نه دي لګولي، بلکې دا یې د خپلو ګټو لپاره لګولي. دا اوس هم کومې ناستې چې راونې دي دا د دوی تر کنټرول او اداره لاندې دي، وسلوالو طالبانو ویلي چې د وروستۍ ناستې په هکله دوی هېڅ معلومات نه لري، له قطر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې هم داسې څه راغلي دي او دوی دا منلې چې له وروستۍ ناستې هېڅ خبر نه لري.
حیران دې ته یم چې دا څنګه سوله ده؟ زموږ د سولې مسئله له اریکې او پاکستان سره ده که له وسلوالو طالبانو سره؟ او بر عکس طالبان باید لومړی له چا سره سوله وکړي؟ افغان حکومت سره که امریکې او پاکستان سره؟
دا هغه پوښتنې دي چې حلول یې خورا اسانه دي، ما مخکې هم وویل چې زموږ د سولې مسئله له امریکا او پاکستان سره ده او همدارنګه مخکې له دې چې طالبان له موږ سره سولې ته کینې باید لومړی له امریکا او پاکستان سره سوله وکړي، پرته له دې د افغان سولې په اړه ناستې هسې د وخت ضایع ده.
افغان حکومت ته په کار ده چې لومړی له امریکې سره سوله وکړي، ځکه زموږ بهرنی اړخ تر کورني اړخه ډېر مهم دی.
په پوره درنښت