اپل پې په چین کې فعالیت پیل کړ


د اپل کمپنۍ د پیسو پرېکولو خدمات په چین کې هم پیل شول.
د اپل کمپنۍ اجرایوي مشر ټیم کوک په « سینا ویبو» کې چې د ټویټر چینايي وېرژن دی، پر خپله پاڼه لیکلي چې د اپل کارکوونکي تر دې وروسته کولی شي، د اپل پې له لارې په چین کې هم توکي واخلي.
اپل پې د اپل کمپنۍ د پیسو پرې کولو خدمات دي چې خلک یې د توکو د اخیستو لپاره کاروي.
سرچينه: هميانۍ