سوله به څنګه راشي؟

 
څه کم څلوېښت کاله کیږي چې افغان ولس په جګړه او وژنو کې ښکېل دی او تر دې دمه په دې جګړه کې چې د نورو ګټې په کې خوندي دي قرباني ورکوي. لومړی مو له سرو لښکرو سره جګړه وه چې ګټې یې پردیو په خاصه توګه امریکې ته رسېدې، دوه میلیونه مو قرباني ورکړه، په لکونو خلک مو له هېواده مخ په تېښته شول؛ له هغې وروسته بیا هم د پردۍ جګړې ښکار شوو، د روس له وتو سره سم امریکا، هغه هېواد چې په افغانستان کې یې د روس د ماتې په موخه افغانانو ته په بوجیو ډالر ورکول او موخه یې یوازې او یوازې افغانستان ته دننه کېدل وو، ډېره هڅه یې وکړه ولې ونه توانېده څو افغانستان ته دننه شي، بلاخره خپله یې قرباني ورکړه او دې ته یې لاره پرانیسته څو افغانستان ته ځان ورسوي.
په هر صورت امریکا افغانستان ته راغله، د طالبانو واکمني یې را نسکوره کړه، په هېواد کې دری څلور کاله آرامي او سوکالي خوره وه، خو وروسته له هغه افغان ولس یو ځل بیا د جګړې ښکار او افغانستان د پردیو د جګړې ډګر وګرځېد او دا لړۍ تر ننه پورې دوام لري.
سوله د هر افغان غوښتنه ده، هر افغان سوله غواړي ولې ګاونډي او نور زبر ځواک هېوادونه لکه امریکا چې اوس مهال په افغانستان کې ځای پر ځای ده، هېڅکله نه غواړي افغان ولس د ارامۍ او سوکالۍ خاوند شي. امریکا په تېرو دیارلسو کلو کې داسې دوه مخی سیاست پر مخ بېولی چې تر ډېره وخته افغان ولس د دوی له دې دوه مخي سیاسته نه وو خبر، امریکا په ځانګړې توګه د دوی استخبارات (سي آی اې) داسې لوبه روانه کړې چې قرباني افغان ولس ورکوي او ګټې د دوی پکې خوندي دي. امریکا له یوې خوا د افغان حکومت ملاتړ خو له بلې خوا د وسلوالو په روزلو او تجهیز کې پوره لاس لري.
په تېرو دیارلسو کلو کې افغان ولس زیاتې قربانۍ ورکړې دي او دا لړۍ لا روانه ده، افغان حکومت د دې لپاره چې د وسلوالو طالبانو سره یوې تل پاتې سولې ته ورسېږي په کال ۱۳۸۹ کې د سولې عالي شورا رامنځته کړه څو له دې لارې وکولی شي له وسلوالو طالبانو سره یوې تل پاتې سولې ته ورسېږي، خو خبر نه دي چې د افغانستان د سولې موضوع د افغانانو په لاس کې نه بلکې د پردیو استخباراتو په لاس کې ده. د سولې د شورا لپاره دوه کسه کاندیدان وو، یو یونس قانوني او بل هم برهان الدین رباني و، که څه هم په لومړیو کې پخواني ولسمشر کرزي د سولې واګي صبغت الله مجددي ته سپارله ولې هغه د یو شمېر ستونزو له کبله ونه شوای کولی د دې شورا چارې پر مخ یوسي. بلاخره رباني د سولې د عالي شورا د رییس په توګه وګومارل شو او د ده په دوره کې هېڅ کوم پرمختګ ونه شو، رباني به ویل چې طالبان د سولې وړ نه دي موږ له هغه چا سره سوله کوو چې د سولې وړ وي، په داسې حال کې چې جګړه ټوله د وسلوالو طالبانو له لوري کېده دا چې ده له چا سره سوله کوله معلومه نه وه؛ کله چې ده دا خبره وکړه چې طالبان د سولې وړ نه دي درېیمه ورځ یې دی هم د سولې په لار کې لاړ او له دې نړۍ یې خدای په اماني وکړه.
په دې وروستیو کې د ملي یووالي حکومت د سولې په شورا کې د بنسټیز بدلون هڅې پیل کړې، دوی په تېر حکومت نیوکه کوي. دوی وایي چې تېر حکومت سره له دې چې ۱۰۵ میلیونه ډالر یې لګولي ولې کومه لاسته راوړنه نه لري؛ دا چې د ملي یووالي د حکومت هم څه کم دوه کاله تېریږي خو تر دې دمه هېڅ کومه لاسته راوړنه دوی هم نه لري، څو ځلې پګواش په قطر کې غونډې ونیولې، څلور اړخیزې غونډې هم رواني دي چې دوه ناستې شوې او تمه ده درېیمه یې په نیږې ورځو کې په اسلام اباد کې دایر شي، تېرو غونډو خو هېڅ کومه لاسته راوړنه نه درلوده، دا چې درېیمه غونډه به کومه لاسته راوړنه ولري کنه لا معلومه نه ده.
زه وایم چې د افغانستان سوله دوه بعده لري. یو بعد یې بین الافغاني او بل یې خارجي بعد دی، سوله د افغانانو په لاس کې نه ده، افغانانو ته اړینه ده چې لومړی له بهرنیانو په ځانګړې توګه امریکې او پاکستان سره سوله وکړي، څو چې له دوی سره سوله ونه شي د سولې راتګ خورا ستونزمن دی.
دویم د افغانانو تر منځ سوله ده، حکومت له هغه کسانو سره چې واقعا سوله غواړي د سولې انګېزه نه لري، حکومت ته په کار ده څو له افغاني طالبانو سره د سولې په موخه یو مېکانیزم جوړ کړي او د هغه پر اساس مخ پر وړاندې حرکت وکړي.
یوه بله مهمه مسئله د سولې په شورا کې د اهلو کسانو ګومارنه ده، که حکومت د سولې په شورا کې هل کسان ونه ګوماري بیا هم فکر نه کوم چې سوله راشي. که د سولې شورا هېڅ له منځه لاړه شي او د دې شورا واک خپله حکومت په لاس واخلي او د چارو د تنظیم په موخه یې اهل کسانو ته دنده وسپاري بیا هم سوله راتلوکې ده. زما هدف له اهل کسانو دا دی چې له داوړه لوریو سره ښې او نیږدې اړیکې ولري ولې متاسفانه باید ووایم چې د سولې شورا یو ځل بیا د نا اهلو کسانو ښکار شوه، په یاده شورا کې داسې کسان ګومارل شوي چې هېڅکله به ونه توانیږي افغان ولس د یوې تل پاتې سولې خاوند کړي. که څه هم د سولې شوار تر دې دمه یوازې د دې شورا د رییس ټاکل تاییدوي خو اجرائیه ریاست بیا وایي چې د دې شورا ټول غړي ټاکل شوي چې کریم خلیلي،حبیبه سرابي، عطاالله سلیم، مولوي خبیر، حاجي دین محمد او مولوي خدام د یادې شورا د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي او همدارنګه محمد ایوب رفیقي د یادې شورا د دارالانشا د مشر په توګه ټاکل شوی، هېره دې نه وي چې افغان ولس بیا د ښامارانو ښکار شو.
حیران دې ته یم چې د خدای پار دی کرم خلیلي د سولې په شورا کې څه کوي؟ حبیبه سرابي د سولې په شورا کې څه کوي؟ عطاالله سلیم څه کوي. ما مخکې ویلي وو چې د سولې شورا ته باید داسې کسان معرفي او په دندو وګومارل شي چې له دواړو لورو سره ښې اړیکې ولري، خو متاسفانه چې اوس داسې کسان ورته معرفي شوي چې له هېچا سره نه اړیکه لري او نه هم د سولې په تګلاره پوهېږي.
خدایه خیر همغه خرک همغه درک!