روس له مخې خو امریکې له شا ګوزار وکړ

 
حفیظ الله امین نوی کور جوړ کړ او تر ټولو د مخه یې په نوي کور کې خپلو ګوندیانو او پلویانو ته مېلمستیا وکړه چې په همدې مېلمستیا کې روسۍ اشپزې، ده ته په ډوډۍ کې زهر اچولي وو، دی بې هوښه شو څو چې دی په هوښ راتلو ببرک کارمل چې د کابل ولایت د قمریو د سیمې او اصلا روسي اصل و، له تاشکند څخه کابل ته راغی له ملي رادیو ټلوېزیون څخه یې د امین د مړینې او خپلې پاچاهۍ اعلان وکړ، په داسې حال کې چې امین ژوندی او تر درملنې لاندې و؛ کله چې امین په هوښ راغی نو د ارګ دهلېز ته د ننه شو، هر لوری چې ګوري په روسي سرتېرو یې سترګې لګېږي، سمدستي لاړ او خپلې ښځې ته یې وویل چې کلاشینکوف راکړه روسان وژنم، څو چې ده د کلاشینکوف خبره کوله روسان ارګ ته دننه شول، امین سره له دوه زره هغو منظمو سرتېرو چې د ارګ امنیت یې نیولې و ووژل شول. ډاکټر نجیب چې په هغه وخت کې یې له روس سره ښې او نیږدې اړیکې درلودې د کارمل په پاچاهۍ کې د خاد د رئیس په توګه وګومارل شو. روسان افغانستان ته د ننه شول، پر افغان ولس یې د دوزخ اور بل کړ، شاو خوا دوه میلیونه افغانان شهیدان او په میلیونونو نور ګاونډویو هېوادو ته مهاجر شول، که څه هم د دوی دا یرغل د امریکې په ګډون د نړۍ ۱۲۲ هېوادو وغندو، خو دوی خپلو بریدونو ته دوام ورکړ څو ګرمو اوبو ته ځانونه ورسوي.
له کارمل وروسته ډاګټر نجیب  چې د ده په وخت کې د خاد رییس و، د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د کارمل ملګرو نجیب ته په خورا بده سترګه کتل، په همدې وخت کې د امریکې ولسمشر ریګن له موقع څخه استفاده وکړه او د مجاهدینو له یو شمېر مشرانو ( ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني او...) سره وکتل، ریګن دوی ته د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړ. کله چې دوی بېرته کابل ته ستنېدل نو له ځانو سره یې د ډالرو ډکې بوجۍ هم راوړې، په هېواد کې توده جګړه روانه وه، روسان له ماتې سره مخ وو او په دې لټه کې وو څو ځان ته د تېښتې لاره ولټوي. که څه هم نجیب له مجاهدینو د پخلاینې غوښتنه کوله ، د روسانو بیرغ یې وغورځولو او پر ځای یې پخوانی بیرغ وځړولو، خو مجاهدینو د ده خبره ونه منله او خپل جهاد ته یې دوام ورکړ؛ روسان مخ په تېښته شول او د افغانستان له ساتنې یې د ابد لپاره توبه وایستله، په ظرف د لسو میاشتو کې ټول له افغانستانه بهر شول او کله چې اخرینی جنرال د ګروموف په نامه د حیرتانو له پله تېر شو نو په سترګو کې یې اوښکې راغلې، کوم خوبونه یې چې لیدلي وو له خاورو سره خاورې شول، روس ټوټې ټوټې شو، کله یې چې په افغانستان کې ماتې وخوړه نو پنځلسو نورو هېواد خپلواکي ترې تر لاسه کړه او دا د دوی لپاره تر ټولو لوی درس شو. وروسته له دې د ډاګټر نجیب او مجاهدینو تر منځ اړیکې خرابې شوې، په هېواد کې ګوند او ګوند بازۍ پیل شوې، کورنۍ جګړې زور واخیست او په ترڅ کې یې کابل تکه تکه شو چې په ورانولو یې اوس هم یو شمېر محاهدین پېښماني څرګندوي.
امریکا هم همداسې یرغل وکړ، خو توپیر یې دا دی چې امریکا له شا پر افغانانو ګوزار وکړ. د روسانو سره کومه جګړه چې په افغانستان کې روانه وه د هغې جګړې مشري او ملاتړ تر ډېره حده د امریکې په لاس کې و او د ځان لپاره یې لاره پاکوله. امریکا له همغې ورځې په دې لټه کې وه څو منځنۍ اسیا ته ځان ورسوي، ډېرې هڅې یې وکړې، ډېر کوښښونه یې وکړل خو نه بریالۍ کېده څو دې موخې ته ورسیږي؛ بلاخره په دې فکر کې شول چې پرته له قربانۍ نه شوو کولی منځنۍ اسیا په خاصه توګه افغانستان چې دلته کورنۍ جګړه هم ګرمه وه ځان ورسوو. په ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په یوولسمه یې لویه قرباني ورکړه، په نیویارک ښار کې په دوو لویو سوداګریزو مرکزونو د الوتکو جنګول او پر پنټاګون برید له امریکایانو لویه قرباني واخیسته خو د دوی دې قربانۍ دوی ته زیاتې ګټې هم وکړې، د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادو د یرغل زمینه ورته برابره شوه، چې عراق او افغانستان یې ښې بېلګې دي. دوی په دې پلمه چې ګواکې دا بریدونه القاعدې پلان کړي وو پر افغانستان برید وکړ، په هغه وخت کې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت حاکم و او دې امارت له عربستان او نورو اسلامي هېوادو سره نیږدې اړیکې درلودې؛ امریکا چې له پخوا خپلې سترګې په افغانستان کې ښخې کړې وې نو د نړۍ پر ټولو هېوادو یې غږ وکړ چې که زموږ په غچ اخیستو کې راسره یو ځای کیږي ښه کنه موږ به بیا خپل تصمیم ونیسو، د نړۍ ډېری هېوادونه ورسره یو ځای شول او د ناټو تر نامه لاندې یې پر افغانستان برید وکړ. دغه وخت په افغانستان کې هم قومي شخړې روانې وې، د طالبانو او شمال ټلوالې تر منځ سخته جګړه روانه وه او دې جګړې د دوی راتګ ته لا زمینه برابره کړه. خلاصه په د المان په بن ښار کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ کنفرانس جوړ شو، په دې کنفرانس کې له افغانستانه هم ځینو کسانو برخه واخیسته چې ډېری برخه اخیستوونکي د شمال ټلوالې مشران وو. پرېکړه دا وشوه چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې به د ناټو ځواکونه افغانستان ته د ننه کیږي، دا هېواد به له قومي او مذهبي شخړو ژغوري، په دې هېواد کې به د بشر حقونه پلي کیږي او القاعده به ځپل کیږي.
په هېواد کې موقته اداره رامنځته شوه د موقتې ادارې مشر حامد کرزی وټاکل شو، که څه هم کرزی هسې په نامه د موقتې ادارې مشر وټاکل شو ولې نور ټول واک له شمال ټلوالې سره و. امریکایانو د شمال ټلوالې په مرسته پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو اسلامي امارت ړنګ شو، کابل ونیول شول او موقتې ادارې په خپل فعالیت پیل وکړ. په هېواد کې دری څلور کاله آرامه آرامي وه، خلک راتلونکې ته خوښ وو خو خبر نه وو چې امریکا تر روس بدتره ګوزار کړی او د دې ګوزار ټپ به ډېر په سختیو روغ شي. وروسته له دری څلورو کلو امریکا خپله وسلوال د جګړې لپاره هڅول، پر پاکستان یې فشار راوړ څو د وسلوالو په روزلو کې ورسره مرسته وکړي، له یوې خوا یې د افغان حکومت ملاتړ کولو او له بلې خوا یې پاکستان او سلوالو ته پیسې او تجهیزات ورکول څو په افغانستان کې جګړې ته لمن ووهي، د جګړې ادرس یې هم ورته مشخص کړ، پلمه دا وه چې دا جګړه د امریکایانو پر ضد ده ولې په پټه کې بل څه وو. خلاصه دیارلس کاله کیږي چې امریکا له افغانانو قربانۍ اخلي، د دوی کورونو بمباریږي، د دوی تور سرې بې عزته کیږي او د دوی ورور، خور او پلار وژل کیږي.
ماته یو پوښتنه دا پیدا شي چې ولې مو له روس سره جهاد فرض ګڼلو او امریکا ته پټه خوله ناست یاست؟ ډېری خلک وایي چې امریکا خو د ملګرو ملتونو په خوښه راغلې او روس خو خپله یرغل کړی و. تاته خو اسلام دا نه وایي چې کافر که په خوښه وي او که په نا خوښه ستا خاوره اشغال کړي، ستا خور، مور پلار، ورور... بې عزته او بې پته کړي خو د ملګرو ملتونو چې هغه هم د دوی په لاس او تر لاس لاندې کار کوي راغلې. اسلام وایي هر هغه اشغالګر چې ستا پر ناموس او خاوره یرغل وکړي، په مقابل کې یې جهاد داسې فرض دی لکه فرض لمونځ.
په پای کې بیا هم وایم چې نننۍ جګړه پر افغان خوار ولس یوه تپل شوې او له وخته پلان شوې جګړه ده، تاسو وګوری په دې وروستیو کې په هلمند کې څه حال روان دی؛ یو افغان را جګیږي بل افغان وژني، دوښمن مو په خپله اډه کې راته ناست دی د جګړې سیل او پر راتلونکو پلانونو غور کوي. دا په یاد ساتئ څو چې سره یو نه شو، څو چې یو بل ته لاس ورنه کړو او څو چې د دوی په کرغېړنو موخو پوه نه شوو، دیارلس نور څه چې تر قیامته به مو همدا حال وي، تر قیامته به وژل کیږو.
په پوره درنښت