نړیوال دې د ملکي تلفاتو عاملینو ته برائت نه ورکوي

 
په افغانستان کې د جګړو اکثره قربانیان ملکي وګړي او په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان وي. لامل یې دادی چې دلته په جګړو کې ښکېلې خواوې نه د جګړې قوانینو ته پاملرنه کوي او نه هم د عامو وګړو ژوند او خوندیتوب ته.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په تېر ۲۰۱۵ میلادي کال کې د جګړو له امله ملکي وګړو ته د اوښتوزیانونو په هکله څېړنې کړي او خپلې څېړنې یې د کلنی راپور په بڼه خپرې کړې دي.
د یوناما په راپور کې راغلي چې د طالبانو له لوري د جګړو پرمهال د ملکي وګړو د زیانونو کچه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې  (۷۲.۳) سلنه وه، چې دغه سلنه په تېر یانې ۲۰۱۵م کال کې  (۶۱.۳) سلنې ته را ټیټه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د راپور دغه سلنه حیرانونکې او نه منونکې ده، ځکه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان دښمنانو په ښارونو، عامه او د خلکو د ګڼې ګوڼې ځایونو کې ترهګریز بریدونه او چاودنې تر پخوا زیاتې کړې دي، نو دا څنګه شونې ده چې چاودنې، بریدونه او ترهګریز فعالیتونه دې زیات او د هغو له امله عامو وګړو ته د اوښتو زیانونو کچه دې کمه شي؟
بله دا چې د افغانستان د خلکو دښمنان تل له ملکي خلکو څخه د سپر په توګه ګټه اخلي او د خلکو د استوګنې په سیمو، ښارونو، عامه ځایونو او لوبغالو کې کې خپل تروریستي فعالیتونه ترسره کوي، ځکه چې د افغانستان د خلکو دښمنان په وسلوالو جګړو کې هېڅ ډول قوانین، مقررات او انساني ارزښتونه په پام کې نه نیسي او تل عام او بې دفاع خلک په نښه کوي.
د ملګرو ملتونو د دغه خپاره شوي کلني راپور په کره والي او بې پرې والي شک کېدلی شي، ځکه یاد راپور لیکي چې په ۲۰۱۵م کال کې ملکي وګړو ته  ۱۴.۱ سلنه  زیانونه  افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اړولي دي، حال دا چې دا شمېره په ۲۰۱۴ کال کې ۱۲.۱ سلنه وه. یانې دوی په تېر کال کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري ملکي وګړو ته اوښتي زیانونه د ۲۰۱۴ کال په پرتله زیات ښودلې دي،خو دا ځکه حقیقت نه لري، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو محاربوي وړتیاوې د تېر کال په پرتله ښې شوې، د همغږۍ، پالیسۍ او مقرراتو په برخو کې یې هم تر پخوانیو کلونو ډېر مثبت بدلون راغلی  دی.
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ژمنو او مسلکي ځواکونو په توګه په وسلوالو جګړو کې تر وروستي بریده ملکي خلکو ته د زیانونو د اوښتو مخنیوی کړی او په همدې موخه یې د خلکو د دښمنانو پر وړاندې خپل پوځي عملیات تر ټاکلي وخته ډېرځلې ځنډولي، خو خپل هدفونه یې په تدبیر او ملکي خلکو ته له زیان رسیدو پرته ځپلي دي.
 زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو تل په ملکي او استوګنیزو سیمو کې د قصدي جګړې او نظامي عملیاتو له ترسره کولو ډډه کړې او همېشه یې په ملکي او استوګنیزو سیمو کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو بشریت ضد هڅې او کړنې شنډې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د راپور بله نیمګړتیا داده، چې یاد ارقام یې د افغانستان په دوولسو نا امنو ولایتونو کې راټول کړي او یاد ولایتونه د ټول افغانستان د وضیعت ټولیز انځور نه شي وړاندې کولای. همدارنګه په راپور کې د ۱۷.۴ سلنه ملکي زیانونه هیچا ته هم نه دي منسوب شوي او نه یې عاملین په ګوته شوي دي.
په لویه کې دا راپور منصفانه او عادلانه نه دی او محتوا یې له تخنیکي او سیاسي اړخه ګڼ شمېر ستونزې لري. د ملګرو ملتونو د دفتر او نورو معتبرو بنسټونو او ادارو له لوري دغه وړ نیمګړې څېړنې او راپورونه په لوی لاس د حقایقو د بدلولو په مانا ده. همدارنګه دا په افغانستان کې د روانې جګړې د اوږدېدلو لامل هم کېږي، ځکه په دغه راپور کې په لوی لاس ترهګرو او بشري ضد جنګېدونکو ګروپونو ته برائت ورکړل شوی دی او د دوی په جنایتونو سترګې پټې شوې دي.
هیله ده چې د ملګرو ملتونو په ګډون ټولې نړیوالې ادارې خپله بې طرفي، اعتبار او حیثیت وساتي او په افغانستان کې د روانې جګړې د اوږدولو پرځای د هغې د کابو کولو او کنټرولو په فکر کې شي او په دې ډول خپلو قوانینو، لوایحو او اصولو ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو د تلفاتو عاملینو ته دې برائت نه ورکوي.