اَوس، خزرَج او موږ

بسم الله الرحمن الرحيم
اوس او خزرج د هغو دوو عربي قبایلو نومونه دې چې د اسلام په لومړیو کې په یثرب یا اوسنۍ مدینه منوره کې میشت وو، د اسلام له منلو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته د انصارو لقب ورکړ ځکه چې دوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو سره ډیره مرسته وکړه. د دوی تاریخ  اوسنۍ اسلامي نړۍ په تیره بیا د هیواد روانو حالاتو  ته ډیر ورته دی.
اوس او خزرج دوه وروڼه وو ؛ دوی قحطاني عرب وو او په یمن کې د مآرب د بند له نړیدو وروسته په یثرب کې د یهودانو په ګاونډ کې میشت شول او په کر کیله بوخت وو. د دوی اولادونه ډیر شول او د یثرب یا اوسنۍ مدینې دوې لویې قبیلې یې جوړې کړې چې د خپلو پلرونو بنو اوس او بنو خزرج په نومونو یادیدل د دوی زړورتیا او قوت یهودان په ویره کې کړل  چې هسې نه د یثرب واک او اختیار په کامل ډول له دوی واخلي نو  یې د دوی تر مینځ د نفاق اور بل کړ او دا خاشاک یې تل تازه کول. یهودانو به له هرې قبیلې سره په پټه هر راز مالي مرستې کولې او د هغو ټولو اسبابو په برابرولو کې یې ورسره پوره هڅه کوله چې دوی پرې یو د  بل وینې تویولی شوې. دې زړورو خو ناپوهه خلکو هم بې دریغه په خپلو کې ۱۱۰ کاله سره ووژل او تر لسو ډیرې خطرناکې جګړې یې وکړې چې له همدې امله یهودان تل د یثرب سرداران پاتې شول. د اوس او خزرج لومړۍ جګړه د سمیر او وروستۍ یې د بعاث په نوم یادیږي چې ډیره خونړۍ جګړه ده او له هجرت څخه ۵ کاله دمخه پیښه شوې ده. خو الله جل جلاله د دوی په حال رحم وکړ، د دوی څوتنه د حج په موسم کې د کعبې شریفې زیارت ته ولاړل چې هغه وخت له بتانو ډکه وه. دا هغه وخت ؤ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د حج په موسم کې له بیلابیلو قبایلو سره لیده کاته کول او نصیب د اوس او خزرج د څو کسانو لیده هم ورسره وکړل، د خدای جل جلاله د ریښتیني نبي او د انسانیت د ژغورونکي د خبرو له اوریدو وروسته دوی په خپلو کې سره وویل: قسم په خدای دا هغه نبي دی چې یهودانو به موږ ته ویل چې پدې نیږدې وختونو کې به وروستۍ نبي ښکاره شي او موږ به یې پیروي وکړو او بیا به تاسو د عاد او اِرم قبایلو په شان قتل کړو، راځئ چې موږ له دوی مخکې د ده پیروي وکړو. دوی یې پیروي وکړه او همدا وه چې د دوی سل کلنه دښمني په ورورۍ واوښته . له پیغمبر علیه السلام سره د عقبې لومړۍ او دوهم تړونونه وشول او بالآخره دی محترم او نور ملګري د دوی ښار (یثرب) ته ولاړل، هغوی ته د انصارو لقب ورکړل شو  او ښار یې د اسلامي حکومت مرکز د پیغبر د ښار په نوم یاد شو چې د مسلمانانو لپاره دوهم مقدس ښار ګڼل کیږي.
د نبي علیه السلام د هجرت پر وخت چې کله یهودانو د اوس او خزرج په خپل مینځ کې مینه او الفت ولیدل نو رخه یې راغله او یوه یهودي د یوه شاعر په وسیله دا کوښښ وکړ چې د دوی تر مینځ د نفاق هغه پخوانی اور بیا بل کړي، دا سړی په خپله دسیسه کې د بریالیتوب پړاو ته ورسید تر دې چې د دواړو قبیلو ځوانانو تورو ته لاس کړ خو د خدای استازی خوږ نبي صلی الله علیه وسلم خبر شو په بیړه راغی او سخته غوسه یې ښکاره کړه او ویې ویل: زه ستاسو په مینځ کې یم او تاسو د جاهلیت خویونه کوئ؟ نو هماغه ؤ چې دا اور مړ شو او هغه ځوانان په خپلو کړو پیښمانه شول.
خو  نن؛ هغه دسیسه بریالی شوې ده او د هماغه نبي پیروان د جاهلیت د زمانې د اوس او خزرج خویونه کوي، دوی یو بل د یهودانو او د دوی د حلیفو نصاراوو او مزدورانو په لمسون یو بل وژني په داسې حال کې چې دواړه خواوي ځانونه د اوس او خزرج د ژغورونکي نبي پیروان بولي. دواړه خواوې په خپلو کې د جګړو پر وخت د الله اکبر نارې وهي او دواړه خواوې خپل وژل شوي کسان شهیدان بولي. د نفاق اور ته لمن وهونکي موږ ته د جګړې هر ډول اسباب برابروي، د دواړو خواو پلوي کوي او هر راز مالي مرستې ورسره کیږي. موږ د اوس او خزرج غوندې زړور خو ناپوهان په ډېر خوند یو بل وژنو او دوی زموږ د یثربونو سرداران دي. اوس هغه نبي تللی دی او  دا هیله نشته چې په منډه راشي، غوسه شي او موږ له دې کاره منع کړي، خو یوه هیله شته هغه قانون چې ده پرې عمل کاوه موږ ته پاتې دی او دا امر یې موږ ته کړی چې پرې عمل وکړو. راځئ د هماغه ژغورونکي نبي په لاره ولاړ شو او د جاهلیت د زمانې خویونه پریږدو، راځئ طالب، مجاهد او اردو سره یو شو او د پردیو دسیسې شنډې کړو. له دې وروسته لکه څنګه چې عرب دغه سپیڅلی قانون په لاس له بیابانه راووتل،  په نړۍ یې حکومت وکړ او دانسانیت ژغورونکي شول دا ځل موږ او تاسو د دې لارې علمبرداران شو لومړی ځانونه وژغورو او بیا انسانیت؛تر څو مو هر اړخیزه نیکمرغي په برخه شي.