
ليکوال عطاالله خوږياڼى
ټول په دې پوهيده چې زه له يوې انجلۍ سره ډېره مينه لرم ،اوهغه هم زماسره زياته مينه کوي خوبيا هم دې ټولو ځان ناخبره ګاڼه ،اوهره ورځ به يې راته دواده خبره کوله چې ستالپاره موږ يوه انجلۍ ليدلې اوغواړو چې ستالپاره يې وغواړو،موربه مې ويل : هو ډېره ښايسته ده،چاغه هم ده اودکورپه کارونو کې هم چسته چالاکه ده،خو ماته دمور خبرې داسې ښکاريدې لکه پرماچې يوڅوک ملنډې وهي اومابه بيا يوځلې دخپلې ګرانې سوچ اوفکرکاوه ، له ماڅخه لاره ورکه وه،نه پوهيدم چې دکور وګړي څنګه پوهه کړم ترڅو ماته دمحبوب کاکا لورکوژدن کړي ځکه چې موږ له يوبل سره ډيره مينه کوو،پښتانه يو اودا خبره راته يوعيب ښکاريده چې څنګه زه اوس مشرانوته ووايم چې زما خوښه شوې انجلۍ څوک ده؟ ترڅو ماته هغه وغواړي .
محبوب کاکا زموږ ګاونډى و،هغه يومعلم وه اوپه نږدې مکتب کې شاګردانوته درس وايه ،مادهغه دلور لپاره دهغه هم زيات قدرکاوه اودمحبوب کاکا په زړه کې مې ځانګړى ځای درلودو اودهمدې له امله ماهغه ته دمعلم صيب پرځاى کاکا ويل ، هغه هم رب پرما ډېرمهربانه کړى و اوهروخت به يې چې له ځانه سره کوم څه کورته راوړه، نوخپلې لورګلشن ته به يې ويل ورشه درويش ته غږ کړه چې راشي اودلته زموږ سره کيني .
ګلشن هم ډېره هوښياره وه اودپلارپرمخکې به يې ماته بيخې کتل هم نه اومابه هم ځان ډېرکنټرول ساته ترڅو له خولې څخه مې کومه خبره ونه وځي دهمدې لامل ؤ چې دمعلم په مخکې مې ډېرې خبرې نه کولې ځکه دهغه هم زما دا خوى ډېرزيات خوښ و.
يوه ورځ چې دژمي شپې ورځې وې او زموږ دکلي مکتب ديخنۍ له امله رخصت شوى و،پلارمې راته وويل : درويشه زويه ! نن زه اوستا مور دهغې انجلۍ کورته ځو،کومه چې زموږ ډېره خوښه ده اوستالپاره يې غواړو،زه په دې خاطرچې پلارته خپله معشوقه نشم ښودلى ورته وايم پلاره : زه لا ورکوټى يم زه اوس واده نه کوم لاخو وخت شته په دې وخت کې مې مور زما خبرې راپرې کړې او ويې ويل : درويشه زويه ! پرما دې زړه دردنه کوي چې په يواځې ځان دکورټول کارونه کوم اوکله،کله چې ته اوپلاردې په کورکې نه وی ټوله ورځ يواځې په کورکې ناسته وم پريږده چې ما اوپلاردې ولاړشو اوستالپاره هغه انجلۍ وغواړو .
دمور ددې خبرو سره زه بې ځوابه شوم هغه دچاخبره په چال کې راګيرشوم حيران وم چې له کومې لارې څخه کارواخلم چې مور اوپلارمې زمادرشتې کولو لپاره دمعلم صيب کورته لاړشي اوماته دې ګلشن وغواړي .
له ډېرسوچ اوفکر وروسته دخپل ملګري واصل خواته ورغلم او ورته مې ټوله کيسه وکړه چې په امتحان کې ګيريمه اوڅه وکړم ، واصل سمدستې راته چل وښوده چې ورشه دګلشن څخه دهغې يوتصوير وغواړه اوهغه پخپل کورکې وغورځوه ترڅو ستامور اوپلار پوهه شي چې ته له ګلشن سره مينه کوي .
زه هم بې له کومه ځنډه دګلشن کورته ورغلم اودهغې څخه مې په ډېرچل اوهنر دهغې دسالګرې تصويرچې دوه کاله وړاندې ويستلى و واخيسته اودخپل کور دنغري سره چرته مې چې مورديګ کاوه وغورځاوه .
زما مور يوه کليواله ښځه وه،زه اوس دنندارې لپاره دخپل استراحت په کوټه کې ناست وم چې زما مور به تصويراخلي اوپوهيږي به چې زه له ګلشن سره مينه کوم اوزما لپاره به هغه وغواړي .
زما په وجود يوډول دويرې خوله راغلې وه نه پوهيدم چې اوس به څه کيږي خومورمې چې کله تصوير راوخيسته اودخپل ټيکرې په پلويې خيرې ورپاک کړل ويې ليدل چې دمحبوب کاکا لورده،ژريې غږ وکړ. درويشه زويه : ته راشه کنه تاته يوڅه ښايم هله ژر راشه!
ماهم ځان ناګاره کړ او له ډېرې تيزۍ دکوټې په کړکۍ مې ورمنډه کړه وايه کنه مورې څه خبره ده ، زويه ته دغه انجلۍ پيژنې ماويل هو ! دا خو دمعلم صيب لورده کنه ګلشن ده . مورمې وويل زويه ګلشن زما ډېره خوښه ده او زړه مې دى چې همدا ستالپاره وغواړم، مااوپلاردې دمعلم صيب سره يوڅه خبره هم کړي ستاڅنګه خوښه ده.دمور ددې خبرې سره پرما څه وشول نه پوهيږم چې زه خپله خوشحالي څنګه وکړم،دتيرپه څېرچې به مې مور راته دښځې کولو خبره کوله ماورته ويل چې وړوکى يم داځل داخبره ونه کړه، او ورته مې وويل مورې ستا او دپلارخوښه مې ده، اونورپه يوه منډۀ دخپل ملګري خواته ولاړم ګورم چې هغه هم دکلي دسيندترغاړې ناست اوپه اوبوکې کاڼي غورځوي غږ مې پرې وکړ ، واصله ! وايم اشنا ودې ګټلم هرڅه سم و خويوآزې موږ سره خپلوکې نه ووپوهه شوي ياره واصله اشنا وايم ستاکارخو کمال وکړ .
شپه شوه او مور اوپلارمې دمعلم صيب کورته زما درشتې لپاره دهغوى کورته ولاړل. زه يواځې په کورکې وم خومادخوشحالۍ څخه ديواځيتوب هيڅ احساس نه کاوه اوپه دې تلوسه کې وم چې مې مور اوپلار ژر راشي اوزما اودګلشن دکوژدې زيرې راباندې وکړې .
ياديږي راته دشپې يوولس بجې وې چې دکوردانګړدروازه وټکيده زه هم په يوه منډۀ دروازې ته ورغلم او ژرمې دروازه خلاصه کړه ګورم چې پلاراومور مې دواړه راغلل ومې ويل ستړې مه شی .مورمې زما دستړې مه شې څخه مخکې وويل درويشه زويه مبارک دى شه ستا اودګلشن رشته مو وکړه .
مورته مې دډېرې خوشحالۍ څخه ورغاړې وتم او ورته ومې ويل ستاسې دې مبارک وي پلارمې وويل بس اوس اوده شی سهاربه بيا نورې خبرې کوو .زه هم ډېرپه تلوسه کې وم چې يوځل بياهم ګلشن وګورم اوهغې ته مبارکي ورکړم.سهارشو اوزه هم دکوڅې په سرکې څوځله تيرشوم که ګلشن له کوره بهرشي چې دخوشحالۍ يودوه خبرې ورسره وکړم اوزمااودهغې درشتې مبارکي ورته ووايم چې په دې وخت کې مې دبنګړو شور واوريده، زردکوڅې کونج ته ولاړم اوغږ مې وکړګلشن زه يم مبارک دې شه زما اوستارشته شوې هغې بې له کوم ځنډه راته وويل ستادې مبارک شي هغه هم ډېره خوشحآله وه او ويلې خداى دې دهرچا ارمانونه پوره کړي .
موږ په همدې خبروکې وو چې دټوپک ډز وشو دغه ډز زما اودګلشن لپاره دبيليدو ډز و.
هو ډز په معلم صيب وشو اودهغه وراره پرې وکړاوله په دې وجه چې معلم صيب خپله لور ګلشن هغه ته ورنکړه معلم صيب يې وواژه اوله هغې وروسته دهغوى کورته راغی او زه ماورته دبې وسی په سترګه کتل اوهغه ګلشن لومړى دلاسه ونيوله چې له ځانه سره يې يوسي خودهغې دانکارپه صورت کې هغه هم په ټوپک وويشته اوپه دغه وخت کې زه په ځان پوهه نه شوم اودګلشن خواته مې ځان ورساوه او ژرمې ګلشن په غيږ کې واخيسته ماويل نه ته نشې مړه کيداى خوهغې نوره وفا نه کوله او له دې نړۍ رخصت واخيسته ګلشن زما په غيږکې وه چې دهغې چالکه تره ځوى پوليس راوستل او زه يې دپوليسو په لاس کې ورکړم چې ګوندې دهغې پلار اوهغه ماوژلي پوليسوهم بې له کومې پوښتنې لکه چې ښه ډېررشوت يې خوړلى وي راته يې دعمربندسزا راکړه هو عجيبه وه چې له ډېرې مودې وروسته دارمانونو دپوره کيدو په وخت کې زه په ژوندپه زندان کې بندي اوهغه په مرګ په ګورستان کې بندي شوه .
موږ دواړه يودزندان اوبل دګورستان بنديان شو !!!