تریخ حقیقت مونږ یو ناکام ملت یو


مونږ وایو روس مو مات کړ مونږ وایو انګریز مو مات کړ مونږ وایو امریکا مو ماته کړه خلاصه دا چي مونږ ټوله نړی ماته کړه
زه وایم مونږ یو ناکام او ماته خوړلی ملت یو.
د دی لپاره چي هیواد مو دنړی له یو نظامی قدرت څخه خلاص کړ بل ته مو وسپاره بل مومات کړ بل په مونږ یرغل وکړ بل مو مات کړ بل راغي پایله داچي زمونږ هیواد تر اوسه هم خپلواک نه دی زمونږحکومت نور ملکونه جوړوی زمونږ دپوځ پولیس او نورو دولتی مامورینو معاشات نور ممالک ورکوی مونږ څه لرو هیڅ نه
په میلیونو شهیدان مو ورکړل سلګونو زره میرمنی کونډی شوی سلګونو زره ماشومان بی پلاره او یتیمان شول تعلیمی اداری ټولی له مینځه لاړی وحشت دومره خور شو چي خلک جومات کی هم یو بل وژنی او ځانته غازی وایی .
اوس وخت کې یو ملت او هیواد ته هغه وخت خپلواک ویل کیدای شی چي په هره معنا دنورو له محتاجی خلاس وی اقتصاد یی پخپلو پښو ولاړ وی تعیلم پکی عام وی لوړو زدکړو سلنه لوړه وی پوځ او استخبارات یی دنورو په پیسو ونه چلیږی ملت یی سبا او بیګا ډوډی ولری خپل خپلواکی په ډاډه زړه وشی لمانځلی داسی نه جي ته دیو قدرت څخه دخپل دهیواد خلاسون لمانځی او امنیت دی دنړی دبل قدرت پوځ ساتی
آیا داسی افغانستان ته په ریښتونی توګه خپلواک ویلی شو چی پاکستان یعنی پنجاب هم پری دخپل حاکمیت دعوا ولری ؟؟
زه خو وایم رازی باټی پیږدو په عمل پیل وکړو رازی خپل ولس دعلم په رڼا روښانه کړو دجګړی دلمانځنی په ځای راشی کوم مصارف چي په دی لمانځونو کوو دشهید کورنی ته یی ورکړو چي یتیم بچئ یی پری تعلیم وکړی خدای به هم راضی شی او بنده یی هم
هر زل مو په توره بیا خپلواکی ترلاسه کړی بیرته مو له لاسه وتلی ده رازی دازل په قلم او تعلیم په ریښتونی توګه خپلواکی ترلاسه کړو رازی دخپل هیواد قتصاد ورغوو هیواد روغ کړو ملت ویښ کړو په اصل داستقلالیت ولس پوه کړو دا نه چی ورته ووایو ټوپک راواخله فلانی ووژنه غازی شوی ورته ووایه خپل هیواد لپاره یوه کوچنی اختراع وکړه تر وژنو قتلونو ویجاړولو زر واری بهترره دی ستا یو اختراع ستا هیواد یو کال مخته وړی شی
که په ریښتیا خپلواک افغانستان غواړی خپل ولس تعلیم ته وهڅوی خپل ولس آبادی ته وهڅوی چی دعلم په زور څه ترلاسه کړی هغه بیا پرته له الله دنړی هیڅ قدرت تاسو څخه نشی اخیستی رازی خپل ولس آبادی او سولی ته وهڅوو د ټوپک لمانځنه بس کړی
زلمی پښتون