
دافغانستان بهرنیو چارو وزارت له هغه وخت نه دیوقام او یوې سيمې په انحصار کې دی له کوم وخت نه چې د دې وزارت وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله و. دافغانستان ټول سفیران او دسفارتو ټول کارکوونکي ډاکټر عبدالله ولیږل، دنړۍ ډیری هیوادو ته ټول دیوې ولسوالۍ او یو قوم خلک وو، له هغه ورځې نه پښتانه مسافرین چې دنړۍ ګوټ ګوټ کی میشت دي دافغانستان له سیاسی نماینده ګیو سفارتونو قونسلګریو شکایت کوی خو تر نن ورځی پدی وزارت کې هیڅ ډول اصلاحات ندی راغلي. دیو ډیپلومات دوره دری کلنه ده په یو هیواد کې خو دافغانستان ډیپلوماټان چې هغه لس کاله دمخه یو هیواد ته تللی دی بیرته راستانه شوی ندی هغه یو هیواد کې خپل دنده ترسره کوي.
دافغانستان هر سفارت ته چې پښتون ځي دیو پاسپورټ اخیستلو لپاره او یا بل کوم کار لپاره داسی پوښتنې ترې کیږي لکه کوم مجرک نه څارنوال پوښتنې کوي، اخر ولې آیا دافغانستان قانون کې کوم ځای کی راغلی دی چې پښتون اوسیدل جرم دی او که نه دا دافغانستان بهرینو چارو وزارت کی دا بنسټ ایښودل شوی دی.
پدی وزارت کی ځنی پښتانه هم شته چې نوم سره یی یو زی ورکړی خو هغه هم یوټکی پښتو نه پوهیږی دا کسان بیا تر دی نورو هم پښتنو سره بد چلند کوی.
دافغانستان ډیری سفارتونو او قونسلګریو کې هغه فورمی هیڅ په پښتو نشته چي دپاسپورټ نوی کولو او یاهم اخیستلو لپاره دی یاهم نوری داسی فورمې.
دا لیکنه نن ځکه کوم چي ډیری افغانان ماته شکایت کوی چې کوم هیواد کی دوی ژوند کوی له دوی سره بد چلند کیږی او دوی ته پاسپورټونه نه ورکول کیږی ورته وایی چې تاسو پاکستانیان یاستی.
یو کس له ايټالیا نه څه موده دمخه ماته مسیج کړی و،چې دوی دننګرهار دي او په ايټالیا کی اوسیږی دوی تللی وو، چې نوموړی هیواد کې دافغانستان سفارت څخه پاسپورټ واخلی له دوی څخه پدی سفارت کې غوښتنه شوی وه چې دی سفارت ته دخپلو کورونو او یا جایدادونو قوالی دویته له افغانستان نه راوغواړی چي دی سفارت دا ثابته شی چي دا کسان افغانان دی که نه، دی کسانو چې له افغانستان نه له خپلو کورنیو نه دا اسناد راغوښتی وه بیا سفارت کی ورته ویل شوی وه چې مونږ ته دا دمنلو وړ ندی ځکه چې د دی اسنادو جعل او یا اصل توب مونږ ته نه معلومیږی.
کچېری دولت د دی ستونځی دحل لپاره اقدام ونه کړی بیا نو یواځنی لار بیاهغه داعتراضی لاریون ده هر هیواد کې چې یاستی او ژوند کوی چې داسی ستونځی سره مخ کیږی په اعتراضی لارینو لاس پوری کړی ویډیو او انځورونه له خپلو لاریونو ونیسی او دټولنیزو رسنیو له لاری شریک کړی او افغانستان کی دننه ل رسنیو سره یی شریک کړی چې دولت مجبورشی ستاسو ستونزی حل کړی
مونږ هم یونان کی یوزل داسی ستونزی سره مخ شوو چې له بلجیم نه راغلی افغان قونسول یوه پښتو فورمه هم نوه راوړی کله چې تری مونږ پښتو فورمه وغوښته ځواب یی داوو چې بهرینو چارو وزارت پښتو فورمه نه لری ځکه چې پښتو سیسټیم کمپیوټرونو کی نشته چې مونږ لاریون وکړ بیایی په سبا پښتو فورمی ا هم راوړی او پښتو سیسټم هم د دوی
کمپویټرونو کی پیدا شو.
ستاسو ورور او خدمتګار په یونان کې دافغانانو د ټولنې مشر زلمی پښتون