موږ دې وحشیان نه معرفي کوي

 
وروستۍ ازموینه مو د ریاضي مضمون وه، که هر څومره فکرونه مې ووهل، د شپږم سوال په ځوابولو بریالی نه شوم. د تقدیر لیکل به یې وبولو، سیاله مې هم د یوې پوښتنې په ځوابولو کې پاتي راغلي وه، خو ښوونکي، نه پوهیږم، چې د کوم احساس له وجې تر ما زما رقیبې ته دوه نمرې زیاتي ورکړي وي، چې د همدې دوو نمرو له برکته، سیاله په نمره کې تر ما مخکي شوه. دا هغه وخت فکر مې و، دا دې پر ځای چې ښوونکی مې بد ایسیدلی وی، له نجونو مې بد راغلل.
سخت ستړی وم، بیړه مې هم درلوده، د لومړي ځل لپاره ملي بس ته پورته شوم، یوې خالي څوکۍ کې کیناستم، لږه شیبه وروسته، چې د بس سوارلۍ هم په پوره کیدو وي، یوه نجلۍ بس ته راپورته شوه، د بس نګران (کلینډر) پر ما غږ وکړو، چې بس ته را پورته شوي نجلۍ ته ځای پریږدم. له غوسې سور شین وخوټیدم،، بیا هم له نګران مې دومره بد را نه غلل، لکه له نجونو، نګران راته یو ډول مجبور ښکاریدو، خو نجونو ته زړه کې دننه ښه وډونګیدم.
د متعلمۍ او محصلۍ سخته ستونزمنه دوره وي، ما لومړی هغه پوره کړي وه او دویمې یې جریان درلوده. همدې وختونو کې مې وغوښتل، چې له دوولسم ټولګي څخه د فارغیدو بری لیک (شهادت نامه) واخلم، که چېرته راته په درد وخوري. د شهادت نامې د اخیستو لومړني ټول مراحل مې طی کړل. بس دومره پاتي وه، چې د راجسټر کتاب کې خپل لاسلیک وکړم او بری لیک مې تر لاسه کړم. ډېر نور هلکان هم و، ټول نوبت ته ولاړ و. د یو یو نفر نوم یې اخیسته، تر هغې چې ما ته نوبت را رسیده، غیبي څو نجونې را پیدا شوي. دوی پرته له دې چې نوبت کې ودریږي، د پوهنې وزارت مامورینو لخوا ور وغوښتل شوې، وایي، د نجونو سره خبرې هم ځینو نارینوو ته یو ډول روحي سکون بښي، چې دا به تر کومه ریښتیا وي، خو تر هغې چې دا دوی کار خلاصیده، رسمي وخت پای ته رسیدلی و.
په دې غوسه یې نو ته وایه، چې ټوله ورځ انتظار وکړي او د نوبت په را نیزدو کیدو در سره داسي ټوکې وشي، څه به مې کړي وی؟ خو له ځان سره به ګړیدم. څه به مې ویل؟ خو ویل به مې چې دا نجونې ولې چیغې وهي، چې نر او ښځه مساوي حقوق لري، دوی دواړه یو ډول انسانان دي؟ که دي نو بیا ولې تر موږ برترې ګڼل کیږي؟ ولې هر څه کې دا دوی خوا وشي؟ څه مې له وسه پوره وه؟ خو ویل به مې که چېرته د پوهنتون استاد شوم، یا کوم بل داسي موقف ته ورسیدم، چې دا دوی راته اړتیا پیښیده، خوښ به یې شم.
د ژوند اس هم لکه د ساعت د ستنې په څېر په ځغاسته وي. څه موده وړاندې د پوهنې وزات په چوکاټ کې د تعلیمي نظارت غړی شوم، د ډېرو نورو مسولیتونو تر څنګ دا هم راتر غاړې شوه، چې د ښوونځیو له ښوونکو او مدیرانو ازموینې واخلو.
دا ازموینو پایلې به په دې ډول وي، چې د اکثرو ښوونکو او مدیرانو دې خدای مل وی نو، هک حیران به ورته پاتي وي، چې دومره په شنه بې سوادۍ دوی څنګه تر دې ځایه را رسیدلي، که به دې ناکامول، دا دوی هغه  اولاد به دې سترګو ته دریده، چې د پلار د همدې دندې د معاش په پیسو یوه ګولۍ ډوډۍ تر ستوني تیروي او نس پرې ډکوي، که به دې نه ناکامول، د هغوی اولادونه به دې سترګو سترګو ته کیدل، چې اولادونه یې له هر کاره ویستي او دا دوه ټکو د ذده کولو لپاره یې ښوونځي ته رالیږي. ما به نو څه کړي وی، خو ژمنه مې کړي وه، چې خپله دنده به په پوره امانت دارۍ سرته رسوم.
وخت داسي هم راغی، چې د ښځینه ښوونکو نه مې ازموینه اخیسته، تېرې هغه ټولې خاطرې مې یوه یوه ذهن ته راتله، هغه خبره مې هم په ذهن کې را وګرځیده، چې که خدای (ج) ورځ راوسته، چې نجونې زما په لاس کې د اوبو ډک ګیلاس ته محتاجې شوي، څنګه یې په وچه ځمکه تویوم.
قلم او کاغدونه مې دا دې لپاره اماده کول، چې نن دې نو د غچ اخیستنې ورځ ده، څومره دې چې له وسه پوره وي، صرفه مه کوه، خو کېسه بیا به ډول وه، د ښځینه ښوونکو وړتیا، د ذده کوونکو سره دا دوی مهربانه چلند او د تدریس اصول یې هغسې و، چې په مات سر به یې درته د یوې نمرې کمولو اجازه نه درکوله. دا دوی مهربانۍ، وړتیا او د تدریسي اصولو مراعات کولو به هغه نارینه ښوونکو ته غوسه کولم، چې د زرګونه ماشومانو ژوند دا دوی له لاسه بربادیږي او په لوی لاس د جهالت کندو ته غورځول کیږي. داسي هم نه وه، چې زه یوې یا پنځو ښځینه ښوونکو د ځان پر خوا مایل کړم. ما په لسګونه همداسي ښوونکي ولیدې، چې د ذده کوونکي یې لکه د خپلو اولادونو په څېر ګڼل. هر ذده کوونکي سره یې په دومره ډول زیار ایسته لکه یوه مور یې چې د خپل نازولي اولاد د راتلونکي ښایسته کولو لپاره زیار ګالي.
هو! دا خبره ما ته په ثبوت ورسیده، چې که چېرته یوه نجلۍ وروزل شي، یو نسل وروزل شو.
دا ازموینو په پای کې زما د دفتر هغه همکاران، چې لږ څه راز او نیاز مو سره شریک و، د پوهنې وزارت مقام ته زما د پیشنهاد په  لیکلو، چې که ریښتیا هم د معارف وده غواړی، د اصول صنفي (له اول تر دریم ټولګیو) ټول ښوونکي دې ښځینه وګمارل شي. دا کار په ریښتیا  د هیواد او هیوادوالو د ابادۍ او ښیرازۍ سبب ګرځیدلی شي، هک حیران کړي و. دوی نه پوهیدل چې ما ولې دومره ژر توپیر وکړو.
همدا او څه نورې وجې وي، چې اوس را نه د غزل مطلع په دې ډول لیکل کیږي،
نجونې مهربانې دي
ځکه راته ګرانې دي
او په ور پسې بیتونو کې په بیا بیا وایم،
هغه مسره بیا ارشاد
نجونې راته ګرانې دي
که موږ د نجونو ځینې وړې یا لویې غلطۍ دا دوی د نیکو کارونو په بدل کې بښلی شو، دوی دې هم له نارینوو سره څه نه څه خیال ساتي. حق که غواړي، حق یې دی، وه دې یې غواړي، خو حد اقل په داسي ډول چې موږ افغان نارینه خو نړیوالو ته وحشیان معرفي نه کړي.