
له ناچاپې شعري ټولګې څخه:
دا دي غشي د ښکاري چې ښــــــکار پرې کاندي
که مژګان د ښکلي يار دي نښــــــــــــــــــه زه يم
تورې زلفې يې چـــــــــــــــــــې باد شانه وانه کا
خپل زړګى له لاسه ورکــــــــــــــړمه بې زړه يم
چې د اور په لمبو ځـــــــــــــــــان مې غورځولى
بس همداسې تک تور سوى ســـــــــــکاره ښه يم
ستا د ياد ستوري زمـــــــــــــــــا په سينه ښکاري
تور اسمان د تروږمۍ پــــــــــــــــه اوږده شپه يم
دا زه نه يمه د روح مــــــــــــــــــــــــې هديره ده
د خپل ځان يادګار په شان د مـــــــــــــړيستانه يم
چې پښتو وايم اغـــــــــــــــــــــياره نو بيا پوه شه
د غيرت د ازادۍ په قــــــــــــــــــــــــــــــــبيله يم
يوه ورځ به بيا راهــــــــــــــــــــسکه کړمه غاړه
که څه نه وايمه ستړى يـــــــــــــــــــــــــم ويده يم
که په لاره زما يـــــــــــــــــــــــو ځل اشنا راشي
قدم ګير يې په باڼه يم پــــــــــــــــــــــــــه ليمه يم
د غاښونو مې دلـــــــــــــــــــــــــبر ته انتظار دى
ګومان مه کوه چې خوله پــــــــــــــــــه خنديده يم
سمندر يمه زړګـــــــــــــــــــــــــــــــي ته وربللى
سترګې تورې د کارتوســــــــــــــــو په رانجه يم
ته به وايې مومند ســـــــــــــــــــپينې مټې غواړي
زه مين په تور ټيکري لمــــــــــــــــــــن اوږده يم
کابل-جمالمېنه، ٢٨٤١٣٩١ ل ل