جګړه د حل لار نه ده

 
د افغانستان روانه جګړه چې څلور لسیزې یې دوام وکړ او لا یې هم د مهارولو او کابو کولو څرګند څرکونه چندان نه ترسترګو کېږي. روانه جګړه چې زمینه سازي یې خلقیانو، پرچمیانو او اخوانیانو وکړه او عملاً شورویانو پیل کړه، په دا منځ منځ کې په تېرو کلونو کې څو ځله بدله رابدله شوه ، د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه په کې وپاشل شول، یادو هېوادونو او جمهوریتونوخپلواکي واخیسته، چې دا مهال  نه یوازې سوکاله او پرمختللی ژوند لري، بلکې د پخواني شوروي له راج او باج څخه هم  خوندي شول.
مګر موږ چې هغه مهال مو منظم حکومت، نظام او مستقل هېواد درلود او د ارام، هوسا او خوشاله ژوند څښتنان وو، دا مهال برعکس لا هم په روانه جګړه کې لولپه یوو، لا هم د همدغې بدمرغې جګړې له امله هره ورځ بدمرغه کېږو او خپلې ډېرې هستۍ او شتمنۍ مو د روانې جګړې خوراک کېږي.
هغه جګړه چې شورویانو پیل کړې وه او د دوی له وتلو وروسته د جهادي تنظمیونو تر منځ په کورنیو شخړو او جګړو بدله شوه، په پایله کې یې طالب راوزېږاوه، طالب په لږ وخت کې دومره غټ او ځواکمن کړای شو، چې د وخت جهادي تنظیمونه او د دوی جګړه مار یې د هېواد له پولو څخه تاجکستان، ایران، پاکستان او نورو لیرې او نږدې هېوادونو ته په یوه منډه ور ورسول.
طالب په ځان غره شو او فکر یې وکړ، چې هر څه یې په وس پوره دي او نړۍ د دوی له زور او دبدبې څخه په وحشت کې ده، نو له همدې امله یې له ټولې نړۍ سره تربګني راواخیستله. طالب یا په رښتیا هم همدومره احمق وو او یا هم د دوی معنوي پلار (پاکستان، ای ایس ای  او پنجاب) دغه حماقت ته وهڅاوه.
ای ایس ای لومړی طالبان له خپلو هېوادوالو سره وجنګول، خپل هېوادوال یې پرې توهین، تحقیر او سپک کړل او بیا یې له نړۍ سره دښمنۍ او تربګنۍ ته ولمسول. حتی نړیوال ترهګر چې هغه مهال امریکا سرګردانه ور پسې ګرځېدله، نو پاکستان همدغو طالبانو ته په غېږ کې ورکړل او ښه یې پرې کلک کړل.
امریکا څو ځله ورته وویل، چې اسامه یا له افغانستان څخه وباسئ او یا یې موږ ته راتسلیم کړئ، مګر دوی ته دا ننګ ودرېد او دغه نړیوال ترهګر یې خپل ځانګړی مېلمه وباله او ویل یې چې دا زموږ د دود او دستور خلاف کار دی چې خپل مېلمه نورو ته لاس تړلی ور وسپارو.
طالب چې هیڅ قانون، دین او دستور ته ژمن نه وو او نه هم ژمن دی ، مګر د پاکستان په لمسون یې دا ضد او کار وکړ او له بلې خوا یې ترهګر دېته ولمسول چې په امریکایانو برید وکړي. دا په سیمه او افغانستان کې د امریکا د حضور د پیدا کولو لپاره یوه پلمه او نقشه وه، چې پاکستان د امریکا په غوښتنه او د طالبانو له لارې د مالي او سیاسي امتیاز د اخیستلو په بدل کې ترلاسه کړه.
امریکایان د ملګرو ملتونو په تفاهم افغانستان ته راغلل. نه یوازې امریکایان ، بلکې د نړۍ د څو څلوېښت هېوادونو وسله وال ځواکونه له خپلو سرتېرو، توپونو، ټانکونو او تجهیزاتو سره افغانستان ته د ترهګري او افراطیت د ځپلو په پلمه راغلل، خو درېغه چې یاده جګړه نه یوازې ورسره کمزورې نشوه، بلکې لا یې زور واخیست او د بڼې په بدلون سره یوه نوي پړاو ته ننوتله.
امریکایان او متحدین یې چې کله د ترهګرو پر وړاندې د جګړې او مبارزې څخه ستړي او یا د دغې جګړي له ګټلو او بریا څخه نهیلي شول، نو بېرته یې د ځان د اېستلو لارې او ګودرې ولټولې او له افغانستان څخه ووتل، مګر په افغانستان کې جګړه، نا امني او دربدري لا هم دوام لري.
په تېرو درې یا درې نیمو لسیزو کې د جګړې شکل او دوام ته په کتو روانه جګړه نه د ستونزې د حل اساسي لاره ده او نه هم دا جګړه ګټونکی لري، ځکه د نړۍ دوه لوی زبرځواکونه (شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالات او متحدین یې) په دې جګړه کې مات شول او له دې جګړې څخه ساړه زړونه ستانه شول.
د جګړې په پیل کې هم د دې روانې او بدمرغه جګړې قربانیان افغانان وو او اوس هم افغانان دي، نو د دې لپاره ښه خبره داده چې د روانې جګړې د پایته رسولو لپاره اساسي حل لاره ولټول شي او اساسي حل لاره یې د سولې خبرې دي، خو باعزته، پایداره او قانوني سوله، نو حکومت ته ښایي چې د باعزته سولې لپاره یو منظم او قانوني میکانیزم رامنځته کړي. داسې میکانیزم چې د جګړې ټولو خواو ته د منلو وړ وي او له برکته یې روانه جګړه پای ومومي.