
د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو نیږدې دوه کاله تېریږي، خو تر دې دمه یې هېڅ کوم داسې څه نه دي کړي چې ولس دې ترې اغېزمن شوی وي. که څه هم دا حکومت د نورو په لاس جوړ شو خو بیا هم افغان ولس دوی ته خورا زیاتې هیلې درلودې. ولس په دې فکر کې و چې، دا حکومت به د خلکو ستونزې هوارې کړې، په هېواد کې به تل پاتې سوله حاکمه شي، هېواد وال به د یوه ښه او پرمختللي ژوند خاوندان شي، د ولس په دسترخان کې به څه نا څه توپیر راشي، خلاصه خلک خپلې راتلونکې ته خورا خوشبینه وو او هیلې یې درلودې، ولې متاسفانه دوی خپلو هیلو ته ونه رسېدل.
کال ۲۰۱۵ ام په هېواد کې یو خونړی کال و چې په تېرو دیارلسو کلو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د افغانستان په شپېته سلنه خاوره وسلوالو مخالفینو حاکمیت وموند، ولایات او ولسوالۍ له سقوط سره مخ شوې او د نورو کلونو په توپیر ژمنۍ رخصتۍ هم له جګړو سره مل وې چې همدا اوس هم دا لړۍ دوام لري. دا چې د ملي یووالي حکومت ولس ولې له دومره ناخوالو او بدبختیو سره مخ کړ، غواړم څو مهمو ټکو ته اشاره وکړم:
۱ـ د ملي یووالي حکومت د افغان ولس په رایو ملنډې ووهلې، دا حکومت د ولس له رایو سره په ټکر کې رامنځته شو، د پردیو منځکړیتوب او خپلمنځي شخړو دې ته لاره پرانیسته څو د ولس رایو ته شا او د یوه سیاسي توافق پر بنسټ حکومت جوړ شي. په دې حکومت کې د ولس په رایو دومره ملنډې ووهل شوې چې حتا د ټاکنو کمسیون پرې نه ښودل شو څو ګټوونکی او بایلوونکی اعلان کړي. د حکومت له جوړېدو سره سم ولس هم خپل دریځ څرګند کړ او نوموړی حکومت یې د خپلو رایو حکومت نه بلکې د پردیو په لاس جوړ شوی حکومت وګاڼه.
۲ـ په حکومت کې ژمنو کسانو ته ونډه نه ورکول، د ټاکنیز کمپاین پر مهال پیاوړو او مشهورو څېرو د دوی دواړو ملاتړ وکړ چې بېلګې یې خورا زیاتې دي. ولسمشر او اجرایوي رئیس د دې پر ځای چې هغه کسانو ته ونډه ورکړي، د هغه پر ځای نور او نا اهله کسان په دندو وګومارل.
۳ـ د پخوانۍ کابینې خذف او هغوی ته په حکومت کې ونډه نه ورکول د دې لامل شو څو نومړی حکومت له ننګونو او ماتو سره مخ شي. د ملي یووالي ته په کار وه څو د پخوانیو چارواکو له مشهورو څېرو مشوره واخلي او د هغوی د مشورو مطابق پر مخ لاړ شي.
۴ـ په دولتي لوړو پوسټونو د نا اهله کسانو ګومارنه او د واک وېش دې ته لار هواره کړه څو د ملي یووالي حکومت له ستونزو سره مخ شي. په حکومت کې ټولو جنګسالارانو، ټوپکمارانو او هغه منفورو څېرو ته چې د افغان ولس ترې نفرت کیږي ونډه ورکول حکومت له ګڼو مشکلاتو سره لاس کړ.
اوس دا چې ۲۰۱۶ کال به د افغان ګړېدلي او زورېدلي ولس لپاره څه ډول کال وي او د دوی برخلیک به څنګه کیږي وړاندوینه یې مخکې له مخکې کیږي. د امریکا د استخباراتو مشر جېمز کلېپر کانګرېس ته په ښکاره وویل چې افغانستان به په کال ۲۰۱۶ کې له سیاسي سقوط سره مخ کیږي. کله چې یو هېواد له سیاسي سقوط سره مخ کیږي طبعي ده چې هغه هېواد به زیاتې قربانۍ ورکوي، د کلېپر له خبرو داسې ښکاري چې راتلونکی کال به افغانستان له یوې لویې او سراسري جګړې سره مخ وي او د دې جګړې قرباني به عام ولس وي.
(افغانستان د پردۍ جګړې په اور کې) کتاب کې راغلي چې وروسته له دیارلسو کلو به د یوه بل کمزوري بن بنسټ اېښودل کیږي، دا په دې معنا ده چې امریکا اوس غواړي د ملي یووالي حکومت له سیاسي ماتې سره مخ کړي، دوی پوهیږي چې د ملي یووالي له حکومته هسې هم د ولس زړه تور دی او د ولس زړه هم دوی ور تور کړی، کومه جګړه چې روانه ده دا هم د دوی پروژه ده. راځو خپلې اصلي خبرې ته، کله چې حکومت له سیاسي ماتې سره مخ شو، د ملګرو ملتونو په مشرۍ به بیا په بن کې کنفرانس جوړ شي او دا ځل به په دې کنفرانس کې وسلوالو طالبانو ته هم ونډه ورکړل شي، وسلوال طالبان به له جګړې لاس په سر شي، بیا به دری څلور کاله په هېواد کې سراسري امنیت وي خو وروسته له څلورو کلو به داعیش ډله د حکومت مخالفه ډله اعلان کړي، داعیش به زیاتره د افغانستان په شمال ولایاتو کې مېشت کړي او له هغه ځایه به خپلې موخې چې روسیه ده ورسیږي.
خلاصه ۲۰۱۶ کال د افغانانو له پاره تر ټولو خونړی کال اټکل کیږي، حکومت به له سیاسي ماتې سره مخ کیږي او ولس به قرباني ورکوي.
په پوره درنښت.